غزل

دغه سور ګل يې په شغلو کې ايښی
که يې ســورخال په اننګو کې ايښی
د ســـــاقي خــــــونه ستا کتل ورانوي
خــدای څه اثر ستا په کتو کې ايښی
شــــور د بنګړو سره يې روږدي شولو
ښـــــــکاري عزت مو زولنو کې ايښی
چا د مـنصور د دار کړۍ خوښې کړې
چا خوتندی ﻻ په ســـجدو کې ايښی
که دې تياروکې زموږ ديدن ياديږي
هغه خو موږکور دسپيدو کې ايښی
چـــــې درنه زار او صــــــدقه شي ګلې
ما خپل زړګی په سپــيلنو کې ايښی