هـــــم ښايست دی هـــــم نغمې دي هـــــم نشې دي
څـــــومره زرچـــــې تيرې زياتــــــې شي نوښې دي
مـــــــيکدوپلـــــــويـــــې بوزئ چـــــــې سيل وکړي
دا ځـــــــوانۍ مـــــــو د څــــــو وروځو ميلمنې دي
ستا له شونډو يې غلا وکړه چې موسکۍ شوې
دا وړې وړې کــــــــــلۍ خو پـــــــخې غـــــــلې دي
ډير خــــواږه خواږه مــــين مې پرې ناراض شول
دا رښتــــــيا خــــــبرې چا ويل چـــــــې ښـــــې دي
پاکــــــــــه ميـــــــــــنه يـــــــې زما کـــــــــړله بدنامه
ﻻس د چـــــا په خوله کښيږدم ډيرې خــولې دي
کـــــــــوم انصاف دی چــــــې ګمراه وايي وماته
زه خــــــــو ســـــم يــــم خو د ژوند ﻻرې کږې دي
يـــــــــو توبه ده چــــــې بس تل را نـــــــه هيريږي
ګــــــــني يادې زمــــــــا ټولـــــــــې ميکـــــدې دي
چــــــــې رقيب مــــــــخې له راشي نو په شا شي
زما اوښـــــــکې څــــــــومره غـــــټې پښتنې دي
د خــــــــــيالونو د باغـــــــــچې راسره غـــــــم دی
ګــــــــــير چاپيره مــــــــې ملګرو سرې لمبې دي
وروستي