بې رحمه ګاونډی

انجينر حکمتيار
ګاونډيه خو بې رحمه
له مېړانې او حيانه عاري خصمه
د مظلوم ګاونډ په ضد دي
له ظالم سره لاس مل کړ
دخپل قصرله جګ بام دي
زماجونګړې کي اوربل کړ
ددې اور د لګولو اورلګيت دي
زماناپوه ماشوم په جيب کي واچولو
دتالان لپاره راغلې
په پلمه د اور وژلو
****
ددې مېني په ويجاړو سردروکي
سوځېدلي ئې کورونه
نسکورشوي ديوالونه
ديوه مات څلي په څنګ کي
ديوې وچې وني لاندې
وراني شوې خوني خواکي
څوشېبې می ارام پرېږده
لږ د غور فرصت راکړه
يا دکرکي د اظهار لږ مهلت راکړه
له هغو چې ملک يې وران کړ
خپل ولس کي ئې د وينو سيل روان کړ
زما دکليو ورانولو په بهائې
زما د وروڼو د وژلو په قيمت ئې
دغليم پوره ارمان کړ
****
لږ مي پرېږده د ستومانه خلکو خواکي
چي جګړو ځورولي
فقر وېرې کړولي
ځورېدلي لږ د زړه خواله ته پرېږده
شړل شوي لږ خپل کور کاله ته پرېږده
د زخمونو د علاج پوښتو ته پرېږده
پلار د زوی د پرهارو ليدو ته پرېږده
****
هغه وران هيواد چی تل ئې په لمن کي
کله ګورو طوفانونه له ختيځه
کله تېزې سيلۍ راشي له لويديځه
کله سره سيلونه راشي له ښي لوري
کله واورو د مرګ چيغې له چپ لوري
ټول کورونه راويجاړکړي
ټولې ځالې کړي را ورانې
لږ موقع راکړه چې ووايو په جګ غږ
لږ خاموش شئ سرو اورونو
لږ ارام شئ طوفانونو
ترڅو جوړې ورانې ځالې
ترڅو جوړ کړو وران کورونه
ترڅو وڅنډو له مخ نه تور ګردونه
****
ما تاوده  سلام ته پرېږده
د سرلوړې سروې پښوکي
چې ئې سروي تل اوچت
مخ يې تل د اسمان لورته
چي ئې نشي طوفانونه لړزولی
نه سيلاب ئې شي له ځايه خوځولی
****
دپښو ماتو وزر سوو په دې خېل کي
چې ئې ځالې طوفانونو ورانې کړې
سرو اورونو ئې منګولې وريتې کړې
نه د ونو په شاخونو کښينستی شي
نه وهلی شي وزرونه
نه ګامونه اخيستی شي
پرېږده واورو فريادونه يودبل
پرېږده پاک کړو سره وزرونه يو دبل
د دعا او اسوېليو په څپو
اووم اسمان کي د عرش ور وټکوو
او په چيغو چيغو وغواړو له خدايه
دا تياره شپه مو سباکړې
د دښمن د سرې لښکرې ټول په شاکړې
زمونږ دا مېنه نور خوندي کړې
له سيليو له طوفانه
ددې مېنې زيړی منی
ته تلپاتې پسرلی کړې
او سمسوره پسرلی ئې
ته ايمن کړې له خزانه
****
زماګيله له غليم نشته
زه که ژاړم نو د دوست نادودي ژاړم
آچي غوږ کې ورته وويل غليم پټ:
که ښېرازه ژوند دې خوښ وي زما خواکي
که له غچ نه مي ځان غواړې په پناه کي
د ياغيانو د باغيانو قطار پرېږده
د سرتېرو، بې پرواوو قمارپرېږده
د غليم په وينابيل شو له دوستانو
په غوږو ئې کړه حلقه د غلامانو
دښمن خپل ټوپک دده په اوږه کېښود
زمونږ په لورئې خپل لاس په ماشه کېښود
دا دئ زمونږ وزرونه پښې ئې کړې راماتې
وروستي نسل ته ئې تور تاريخ کړ پاتې
 
يادونه: د ښاغلي حکمتيار پورته شعر د هغه له کتاب " شعر و عرفان در محک قرآن "څخه راخيستل شوی دی چې په دري او پښتو نور شعرونه هم لري. دا شعردوه نوې خبرې لري يوه داچې ځينې کړيو تل پر ښاغلي حکمتيار تور لګاوه چې له پاکستان سره ټينګې اړیکې لري او د پاکستان دافغان ضد پاليسيو مخالفت نه کوي. خو دا شعر چې ولولو پوهېږو چې مخاطب يې پاکستان هېواد دی. اوښه په کلکه او په زغرده يې غندلی دی. د ښاغلي حکمتيار نورې مقالې او ويناوې هم داخبره زباتوي چې  د هغو له ډلې نه يوه يې د " جنرال ته خطاب  " په نامه مقاله ده چې په هغې کې د پاکستان دا پرېکړه چې له امریکايانو سره يې د افغانستان پر ضد ملګرتيا وکړه په کلکه غندلې ده او خطاب يې ورته کړی چې پاکستان  يې د ممپليو په بيه پلورلی او له دې تاریخي حقیقت نه يې هم پرده پورته کړې ده چې د روسانو سره د جهاد په پيل کې پاکستان د امریکې د مالي مرستو له امله د مجاهدينو مرسته کړې وه او هغه وخت امریکې پاکستان ته د شپږ سوه ميلون ډالرو د ورکړې وړاندیز وکړ نو د پاکستان د هغه مهال پوځي واکمن ضياالحق ورته وويل چې داخو په ممپليو د پاکستان پلورل دي. په دې شعر کې د ولس په درد دردمندي او په کړاو کړېدل وينو. او په دې مو پوهوي چې که ښاغلي حکمتيار ته موکه په لاس ورشي د ولس د دردونو او کړاونو په راکمولو کې به تر خپلې وسې هڅې او کوښښونه وکړي. او هیڅ به له ولس نه ونه سپموي.ماته د حکمتيار صيب شعر ويل هم نوې خبره وه.
رحيم الله بشارت