
لېکوال: بخت جان ملګری
۱: پوه خلک تل هڅه کوي چې یو څه زده کړي، زده کړه تر هر څه موهېمه ګڼې. د هر نوي شي سره پوره پوره علاقه ښیي. خپل راتلوونکی په نوو کړنو کې ګوري. له هر نوي شي سره کوشش کوي ځان بلد کړي، وخت ورکوي، او په پایله کې بریالی کېږي. خو ناپوه خلک داسې فکر کوي چې دوی په هر څه پوهېږي. د نورو منډې را منډې ورته مسخرې ښکاري. ځان پورته ښايي، مغروره وي او په داسې خال کې چې دوی هيڅ دي.
۲: پوه خلک د نورو خلکو پر مفکورو غږېږي. د هغو پر کړونو غږېږي، تبصرې پرې کوي. د بریالېتوب رازونه یې را سپړي. هیله لري چې مخامخ ورسره کېني، د ژوند کارو بار په اړه ترې پوښتنې وکړي او له تجربو یې کټه واخلي. خو ناپوه پر خلکو خبرې کوي، د هغوي پر شخصېت پورې غږېږي. نه غواړي چې له کوم چا سره کېني. هیڅ کله یې کوم مثبت کار ته ملا نه ټېټږي. خپلې کړنې ورته ډېرې پورته ښکاري.
۳: پوه خلک د خپلې غطۍ پړه پر ځان اچوي. هيڅ کله نور خلک پر خپله غلطۍ نه نېسي، نه یې تسخیروي. هر څه پر ځان مني. او دا غلطي د راتلونکي لپاره تجربه ګڼي. ناپوه د خپل هر غلط کار که سهوه وي او یا قصدي پر نورو اچوي. په خپل هر غلط کار کې نور غلط ګڼي. بیا د راتلونکي لپاره هم کوم پلان نلري.
۴:پوه خلک مهربانه دي. زړه سوانده دي. که له چا ضرر وویني نو بښنه ورته کوي، بخشش ورته کوي، په ډېرو ښکلو الفاظو، ته به وایې چې تاوان ده ورته رسولی. نو دا ښه الفاظ د ضرر رسوونکي زړه نرمه وي، ښو کارونو ته یې هڅوي. دغه غلطه کړنه یې اخیري غلطه کړنه شي. خو ناپوه خلک کینه کوي، بغض کوي، بد رد درپسې وایي. خلکو ته بد اخلاقه معرفي کوي. بښنه خو یې په خوله والله که راځي. هیڅ د بښنې او بخشش په نوم څه پېژني نه. که د ده په غلطۍ ته ترې بښنه وغواړې بیا هم درته تندۍ تروش نېسي او ګونځې یې لا پسې ډېرېږي.
۵: پوه خلک هر وخت د بدلون په حال کې وي. نوښت کوي، نوي نوي شیان رامنځته کوي. بدلون او نوښت ته ښه راغلاست وایي. له وخت سره سم ځي، وخت ته ارزښت ورکوي، د وخت په قېمت پوهیږي. خو ناپوه خلک بدلون ته کفر وایي. له نوښته ویره لري، له بدلونه یې ډار کېږي. همغه په زاړه خره سپاره وي، سل ځله ترې غورځېدلې وي، خو بیا هم نه ترې منع کېږي.
۶: پوه خلک د نورو کامیابي غواړي، نورو ته لاس ورکوي، نورو ته ځان لکه پول داسې جوړوي، له وحشته او ناوړو دودونو له خړو اوبو یې پورې کوي. خو ناپوه خو اول پوهېږي نه بیا که کوم یو نیم لږ چالاک پېدا شي نو د دې پر ځای چې ویې ژغوري سم یې منځته ور ټېل وهي، د تباهۍ خوا ته یې بیایي او تل د نور خلکو د ناکامیو خیالي خوبونه ویني.
یادونه: موږ باید تل ښه کارونه وکړو او له وخت سره سم لاړ شو ځکه چې ډېر وروسته پاتې خلک یو.