
لیکنه: فدامحمد باران
افغان ننګ ورځپاڼه کې مې د مدار ویب پاڼې په حواله د ( رهبر جوړونکی سړی) تر عنوان لاندې د پوهني پخواني وزیر فاروق وردګ په ستاینه کې لیکل شوې یوه اوږده پرپړه ولوسته. دا چې د لیکنې لیکوال به څوک و، زما تر نظر نه راغی، خو لیکنه کې د فاروق وردګ غلطه معرفي او بې ځایه ستاینه مې خوښه نه شوه. دا دې لپاره چې دوست او دښمن، خاین او اتل مو په سمه مانا پیژندلی وي، دا یو څو کرښو لیکل مې اړین وبلل.
د ( رهبر جوړونکی سړی) تر عنوان لاندې لیکنه کې مې ولوستل، چې (( فاروق وردګ په تېرو څو کالونو کې هر وخت په نظام کې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کړي، کتاب یې د هیواد هر کلي ته رسولی او د معارف د ښه کیدو لپاره یې خپلې ټولې هڅې کړیدي.
زه نه پوهیږم، چې لیکوال په څومره سپین سترګۍ دا خبرې کړي. هغه وخت چې فاروق وردګ د پوهنې وزیر و، په وزارت کې فساد بیخي اوج ته رسیدلی و. هغه وخت به ویل کیدل، چې پوهنې وزارت کې چې څومره چور روان دی، په ګمرکاتو او مالیې وزارت کې هم هومره ډېر نه دی. ده ښاغلي که هر کلي ته کتاب رسولی، په شمالي ولایتونو کې به یې رسولی وي، د پښتنو په ولایتونو کې خو لا تر اوسه لسګونه ولسوالۍ شته، چې یوه یوه لیسه نه لري. د پکتیا په ځدراڼ میشتو دریو ولسوالیو کې لا تر اوسه کومه لیسه نه شته، کوم ابتداییه ښوونځي چې هلته شته، مدیران یې ټول د پکتیا مرکز ګردیز کې د مرکزي لیسو له مدیرانو سره همکاري کوي، ښوونکي خو یې هسې په دوربین نه پیدا کیږي. که پوهنې وزارت سره یې کوم لیست پروت وي، پروت به وي نو، هسې خو موږ لا وختي خبر یو، چې د نوادرو په هیواد کې، خیالي پولیس، خیالي عسکر، خیالي معیوبین په درجنو درجنو پيدا کیدلی شي، خو که څوک یې ریسرچ وکړي.
هغه ولایتونه چې پښتانه په کې اوسي، هلته که ښوونځي شته، کتابونه نه شته. که کتابونه شته، تعمیرونه یې نه شته. که تعمیرونه یې شته، مسلکي ښوونکي په کې نه شته. د فاروق وردګ په دوره کې د پښتنو ولایتونو کې که د ښوونځي لپاره کوم تعمیرونه جوړ شوي، ډاډه یم چې که اکثریت نه وي، زیات خو به یې لکه د اریوب ځاځیو په ولسوالۍ کې جوړ شوي خیالي تعمیرونه وي. پکتیا کې مې له چا واوریدل؟! چې هلته د ښوونځي لپاره خیالي تعمیر جوړ شوی و. معنی د تعمیر د جوړیدو را پور ور کړل شوی، پیسې یې اخیستل شوي، خو تعمیر نه شته.
څه موده وړاندې چې سیګار کوم راپور خپور و، په حواله یې په میلیونونه ډالر په کې د فاروق وردګ او ملګرو شخصي جیبونو ته تللي و. د فاروق وردګ په وخت کې د ګڼ شمېر ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د اسلامي ګوند دفترونه جوړ و.
چېرته دی له ولس سره د فاروق وردګ خواخوږي؟
که په غونډه یا تلویزون کې کومه نیمه خبره د پښتنو د حق غوښتنې مبارزه بلل کیږي، فاروق وردګ خو هغه وخت غږ پورته کړو، چې کله یې شخصي ګټې ختمې شوي او په حکومت کې ورته چوکۍ ور نه کړل شوه. څه؟ اوس یې دا دې لپاره ستاینه وکړو، چې د چا شخصي ګټې له خطر سره مخامخ کیږي، بیا د پښتنو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کړي؟
فاروق وردګ که ریښتیا د پښتون قوم له غمه غمجن وی، بې سواده کسان او وچ کلک په فساد کې ګير خلک دې یې د پښتني ولایتونو د پوهنې ریسان نه ګمارل. د ښوونځیو کتابونو، تعمیرونو او بیسکټو پیسې دا یې د ګوند ملګرو په خپلو کې نه سره ویشلی.
ایا تاسو تر ما ښه خبر نه یی، چې دا ده په وخت کې په څومره بې سواده کسانو د فراغت اسناد وویشل شول؟ ولې یې بې سواده کسان فارغ کړل؟ او بیا یې ولې همدغه بې سوادان د پښتني ولایتو د پوهنې رییسان، مرستیالان او د ښوونځیو مدیران وګمارل؟ هیواد ته د پوهنې د وضعیت د ښه کیدو لپاره د کفارو څخه راغلې ډالرې څومره د فاروق وردګ او څومره یې د ګوند ملګرو جیبونو ته ولاړې؟
همدارنګه لیکوال په هغه لیکنه کې لیکلي و، چې پښتنو کله هم د خپل مشر او رهبر قدر و نه کړو او نه یې ستاینه وکړه او نه یې تر اوسه داسي مشر پيدا کړو چې ټول پښتانه یې د یو ښه مشر او رهبر په توګه ومني. ده لیکلي و، چې (( پوښتنه پیدا کیږي، چې ستونزه زموږ په مشرانو کې ده او که په پښتنو کې؟))
دغه ښاغلي ته دې وویل شي، چې پښتانه خوارکیان کومه ستونزه نه لري، پښتنو خو دې جمعه خان همدرد هم د مشر په توګه ومنلو او دا ده لاسونه یې ور مچول، خو کله چې په پکتیا کې والي شو د همدغه ولس چې، دی یې د مشر په توګه منلی و، په وینو زبیښلو پیل وکړو. بیا خو خلک مجبور و، چې نفرت یې ترې کړی وی.
دغه ښاغلي ته دې دا هم وویل شي، چې کچېرته کوم پښتون زما د نوم او سهم نه په ګټې اخیستو موقف ته رسیږي او بیا زما د وینې په زبیښلو پیل کوي، هغوی هم وستایو؟ او دا دې لپاره یې وستایو چې پښتون دی؟
نه ښاغلیه! دا د دونیا اصول نه دي، د دونیا اصول دا دي، چې د چا چې ما او زما ولس ته خیر رسیږي، هغه زما اتل او زما مشر او رهبر دی.
هر هغه څوک چې زما د خیټې مړولو لپاره هڅه کوي، څوک چې ما په زده کړه سمبالوي او څوک چې زما ژوند ښه کیدا ته ژمن وي، هغه مې اتل او رهبر دی. هغه که تاجک وي که هزاره او که هندو وي یا مسلمان.