نوی  غزل

ټول شول بېلماځه  چنديان کلک مسلمانان نشته
لـــه کومـــــې ورځــــې  چــــې ملګرو طالبان نشته

اول کې ژمنې د خدمت  بيا وروسته هېڅ نه کوي
زمــــونږ مشرانـــــو کـــــې له سره هېڅ ايمان نشته

اوس راته مه وايه چې کله دې خولګۍ راکــــړله
بيا راتـــــه وايه چـــــې نتکۍ نشته پېزوان نشته

زه تــــــرې ډارېږمه، هغـــــه ملا کـــم عقله  دی چې
تاته يې ويلي ستا په سترګو کــــې پېريان نشته

لېونۍ ټولـــــو جينکيو تــــــه پېغـــــــــور ورکړی
ستاسو يوې زما ( يرغل ) غوندې جانان نشته
 
انوارالحق ( يرغل  )