هــــر يو کس د دغــــــه چم راته تربور شو
چــــې مـــې کله خوږ صنم راته تربورشو
ورځ کې سل ځله راځي او ځې ښکیلاک شو
د حالاتو هــــر يو غــــــم راتـــــــه تــــربور شو
چې يې هيـــڅ پيرزو د بدو په ما نشوه
د خـــوږه دلبر کــــرم راته تـــــربور شو
کــــــه هر څو يې سمـــــومــــه نه سميــــږي
د ژوند هر يو کار مې سم راته تربور شو
دا ژوبلی زړه مې نه اخلي پيوند اوس
عجيبه ده اوس ملهم راته تربور شو
شو زره چاودی هر ارمان د زنده ګۍ مې
د اشنا جــــورو ستم راتـــــه تـــــربورشو
زه همت هم د هېــــــواد په شان کړيږم
خپل الفت خپل عالم راته تربور شو
داکټر هيواد همت کابل جان
ګران افغانستان
۱۳/۱۲/۲۰۰۹
وروستي