نشه يي توکي، زیانونه او د هغو مخنیوی

 
په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له راتګ سره سم د نورو ناخوالو تر څنګ یو ناسور د نشه يي توکو د کښت هم راغی چې په هېواد کې د سړيو، ښځو او ان د ماشومانو له لورې د استعمال تر څنګ ځینو څنګلوریو هېوادونو او بیا نورې نړۍ ته پسې قاچاقېږي چې افغانستان په نړۍ کې د دغو توکو د کښت، قاچاق، استعمال او کاروبار په قطار کې لومړی مقام لري.
که څه هم چې د افغانستان په مرکزي سیمو په ځانګړې توګه په غزني کې د دغو توکو کښت بېخي لږ ترسترګو کېږي خو بیا هم د دغو موادو له استعمال څخه د دغه ولایت په زرګونه کورنۍ او د کورنیو غړي ځورېږي چې له امله یې د نور افغانستان تر څنګ په دې سیمه کې هم ځوانان، مېرمنې او ماشومان اخلاقي فساد، غلاوو، جګړې او ځینو نورو بدمرغیو ته مخه کوي.
څنګه چې په افغانستان کې د وسله والو ځینې سیمه ییزې جګړې او د ځینو پولیسو ناسمه دنده هم د دغو نشه يي توکو په کاروبار او استعمال پورې تړاو بلل کېږي، نو په غزني کې مدني فعال جمیل وقار وایي: کورنی تاوتریخوالی ورڅخه زېږي او استعدادونه ورڅخه ضایع کېږي، هغه زیاتوي: ((افغانستان د نړۍ نږدې ۹۹ سلنه مخدره مواد تولیدوي، له بده مرغه په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر هم مخ په زیاتېدو دی، پر اخلاقي فساد، غلا او جګړو سربېره ټولنه له یو شمېر نورو ناخوالو هم متضرره کوي، کورنۍ تاوتریخوالی، بې کاري، په مخدره موادو روږدي کسان د ټولنې پر اوږو بار هغه بدمرغۍ دي چې له مخدره موادو څخه را زېږي.))
که ځیني کسان د نشه يي توکو مخنیوی د هغوی په قانوني ګرځولو او نورې نړۍ ته په استولو او په درملو کې ورڅخه په کار اخیستلو، زعفرانو او نورو دا ډول کښتونو ته د خلګو په پام اړولو او په دې برخه کې له بزګرانو سره په مرسته کولو، د نشه يي توکو د قاچاق په مخنیوي او د افغانستان د سرحدونو په مظبوطولو، د هغو زورواکو او دولتي چارواکو چې په دولت کې پر لویو څوکیو ناست او د قاچاقبرو ډلو ملاتړ کوي، د هغوی د نیولو او محاکمه کولو، د هغو ځایونو چې نشه يي توکي په کې پلورل کېږي له هغوی څخه د دولتي چارواکو د سرپرستۍ د لرې کولو او په له منځه وړلو پورې تړي.
خو ځیني نور بیا د دغه کښت او استعمال د مخنیوي لپاره ځینې نورې لارې چارې سنجوي او وايي: د روږدو کسانو تداوي کول تر څو هغوی ورڅخه لاس واخلي او اعتبار یې راټیټ شي، د ملا امامانو، محلي شوراګانو او ځینو غونډو او ورکشاپونو په واسطه په خلکو کې په عامه پوهاوي پورې تړي، نو په غزني کې د خبریالانو د ټولنې مشر محمدعارف نوري وايي: ((که بزګرو ته د نورو شیانو د ساتلو لپاره سړې خونې جوړې شي او دغه سبزیجات یې په غیر موسمونو کې ښې پیسې ورته وګټي شاید د تریاکو د حرام کښت له کرلو څخه لاس واخلي.))
دا چې افغانستان د نورو ناخوالو تر څنګ له اداري فساد څخه هم ځورېږي نو ډاکټر نظر افغان باور لري چې:  ((که د فساد مخه ونیول شي نو د مخدره موادو د کښت، قاچاق، کاروبار او استعمال مخه ورسره ډب کېدای شي.))؛ ځکه د ده په فکر د دغه ناروا عمل تر شا د اداري فساد اغېز کېدای شي.
څنګه چې ډېری د نظر خاوندان د دغه کار د مخنیوي لپاره بېلابېلې لارې بیانوي، نو په ختیځ زون کې د اسوشیټیډ پرېس فوټو ژورنالېسټ انور دانشیار بیا درې اساسي لارې ښیې چې د کونکارو او نورو مخدره موادو د کښت او کاروبار مخه ورسره نیول کېدای شي.
د ده په خبره: ((د امنیت ټینګېدل؛ ځکه کوکنار په هغو ځایونو کې کرل کېږي چې وسله وال په کې جنګېږي او امنیت نشته، دوهم خلګو ته په سمه توګه عامه پوهاوی ورکول، تر څو خلګ په ټولیزه توګه د دغو شیانو له اقتصادي، ځاني، روغتیايي، کلتوري، امنیتي او نورو زیانونه څخه خبر شي، درېیم په شفاف ډول خلګو ته د اصلاح شوو تخمونو بدیل، که څه هم چې دا پروسه د افغانستان دولت له لوري افغان بزګرو ته پیل شوې وه خو د سیمې د خانانو، ملکانو، ولسوالانو، مشرانو، پولیسو او ځینو نورو اشخاصو له لوري د لاسوهنې له امله ناکامه او ناکاره شوه.))
څنګه چې افغانستان په مذهب باوري ټولنه ده او خلګ ورته زیات درناوی کوي نو ځیني کسان بیا وايي چې تر څو پورې دغه نشه يي توکي د هغوی کښت، کاروبار او استعمال په مطلق ډول حرام نه وي ګڼل شوی، تر هغې پورې یې مخنیوی ناشونی کار دی، خو بیا هم د هغوی مطلق حرام ګڼل ځکه ناشونی کار ګڼل کېږي چې ویل کېږي ځینې جګړې د همدغه کار په موخه پر مخ وړل کېږي چې هلمند یې بېلګه بلل کېږي.
 
سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه