د ډولي ماران اوس په ډولي کې نه سره ځایېږي

 
له جهاد او مقاومت څخه وروسته د غصب او فساد په برکت، خپلو شخصي ګټو ته د زیان په خاطر او د خپلو بدو کړنو د پټولو په موخه مجاهد له مجاهد سره د سولې مخالفت کوي او د ځینو خلګو په یاد او وینا دا مخالفت ځکه ورسره کوي چې کلونه وړاندې همدغو مجاهدینو د افغان ولس له جګړې څخه د خلاصون لپاره په کعبه کې نامنلي قرانونه وکړل او بیا یې په مقدس نامه پر جګړه لاس پورې کړ، دا هغه وخت و چې طالب وسله وال یې په منځ کې راغورځار شول او دوی یې له کابله پسې واخیستل، خو په زړونو کې یې کینه او بغض هم هغسې تند او تاند پاتې وو.
د طالب په شړل کېدو او د وخت په تېرېدو سره ټولې ډلې پر کابل ننوتلې، ځینې له رهبري سره او ځینې پرته له رهبرۍ، پر خلګو او ولس باندې حاکم شول، دغه عمل پوره پنځلس کاله مزل وکړ، د وخت په تېرېدو سره له یوه مرور رهبر سره د سولې د خبرو زمینه برابره شوه، دا چې له تېرو څو میاشتو څخه په کابل کې ناست یوه خوله بوټۍ د سولې شورا رییس او دې شورا هڅې پیل کړې دي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره سوله وکړي، خو ځیني د وطن نافرمانه اولاد یې مخنیوی او مخالفت کوي، وجه یې ښکاره او ګټې یې مشخصې دي، که څه هم چې د سولې شورا، افغان دولت او ولسمشر یې په ښکاره نوم نه دی اخیستی خو ولس ته یې په اعشارې ویلي چې له سولې سره د مخالفت غږ له پنجشېر درې راخیژي او له ځینو نورو سیمو بدرګه کېږي.
د پنجشېر درې تر واک او امر لاندې ټلواله او د ټلوالې سیاسي مفکرین، دانشوران او د لومړي صف ژورنالېستان پر دې باور دي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب په کورنیو جګړو کې د ټلوالې ځیني کسان وژلي دي، خو دوی دي خبر وي چې په افغانستان کې په دې جګړو کې له تېرو څو کلونو څخه دغو مجاهدینو د یو بل په وزغنو کې منګولې بندې کړې وې او په زرګونه ولسي خلګ یې ووژل، دومره زیان ټوپک مارو ونه لید څومره زیان چې یې ولس او خلګو ته رسولی دی.
ښکاره خبره ده چې د جګړه ییزو کسانو شخصي منافع او ګټې د سولې په راتلو سره په خطر کې لوېږي، نو دوی د سولې په نه راتلو ټینګار کوي، وسلې ته لاس کوي او جګړه پر مخ وړي، خو زما په خیال چې دغه ځل به د شورا نظار، شمالي ټلوالې، استاد سیاف او په افغانستان کې د سولې نور مخالفین په دغه ځای کې له ډېر احتیاط څخه کار واخلي؛ ځکه چې دا وخت په کابل کې تر نورو ډېر د دوی غصب شوې شتمنۍ په خطر کې لوېږي، که څه هم چې هېڅ امکان نه لري خو دوی فکر کوي چې هسې نه په کابل کې د مجاهدینو لسیزه یو ځل بیا د دوی له لاسه تکرار شي.
د میرالله او خیرالله د خره متل همدلته اړین دی؛ ځکه که یوې خوا ته د نظار شورا او شمالي ټلواله د سولې د دې پروسې مخالفت او مخنیوی کوي خو د دې تر څنګ د دې شورا بې نظره متحدین هم د سولې پر شورا او دولت زور راوړي چې تر سولې جګړه غوره ده؛ ځکه دوی هم د ګلببو د چرګې مثال لري، هګۍ یو ځای اچوي کړتا یې بل ځای خېژي، په ښکاره د حکمتیار طرفدار دي، خو په پټه له حکمتیار سره د سولې مخالفت پر مخ وړي.
 
سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه