د هیوادددسیندونو د اوبو مهار یوه حیاتی , ملی او تاریخی پروژه ده

د هېواد د سیندونو د اوبو مهار یوه حیاتي ملي او تاریخی پروژه ده !   افغانتسان د پراخه سیندونو په لرلو سره د اوبو لرونکی غنی هیواد دي ، په ډیر پیمانه اوبه یې ګاونډیو هوادونو ته بې له کوم بدیله په وړیا توګه بهیږي . د کابل سیند او د راساء (کونړ) سیندونه د هېواد په کچه هغه دوه سیندونه دی چې د خورا اقتصادی او ټولنیز حیاتی ارزښت لرونکی بلل کیږي ، دواړه سیندونه د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د زاخیلو په سیمه کې سره یو کیږي او جنوبې ګاوڼدي پاکستان ته په وړیا توګه بې له کوم بدیله بهیږي ، چې د یادو اوبو ارزښت که محاسبه کړای شي نو په یو کال کې یی د سلګونو میلونو څخه اقتصادي ارزښت لوړیږي . اوسمهال چې د یاد ګاوندي (پاکستان) د چین هیواد په مرسته وکولی شول تر څو د براهمپوترا اوبه د هندوستان پر ځای ځانته راوړوی نو دا موضوع د مقابل لوری (هند) د حساسیت او د سیمیز سیاسی او اقتصادی رقابت د اصلونو پر مطابق د افغانستان لپاره یو غوره او حیاتي فرصت بللی شو تر څو د راساء او د کابل د سیندونو مخه په تخنیکی ډول ډب کړي . په کور دننه د یادو اوبو پر سر د بندونو او برښنا کوټونو  جوړولو ته زمونږ هیواد ملی او تاریخی اړتیا لری مونږ اوسمهال د برښنا څخه راټولیدونکې عواید په ترکمستان ، تاجکستان او ازبکستان سپارو ، برښنا مو هم بی باوره او پردۍ واکه ده. د روسیی سره د راتلوونکي احتمالی سیاسی او ټولنیزو مخالفتونو په پایله کې شاید یاده برښنا متاثره شی او داسینو آټکلونه شته چې یاده برښنا باندی زمونږ اتکاء کول زمونږ وروستوالی څرګندوي . د بروکسل په په تیر کفرانس کې د ولسمشر محمد اشرف غنی لاسته راوړنې کولې شی د بنسټیزو پروژ د تمویل په برخه کې نوری مالی مرستی هم راجلب کړي او همدارنګه دا اقدام به په بنسټیزو پروژو کې د پام وړ همکاري وکړی . په دغه برخه کې د دوست هیواد هند مخکنې همکارۍ هم د پام وړ دي. د یادو فرصتونو په اساس په ولسمشر او نورو دولتي لوړ پوړو چارواکو جدي غږ کوم تر څو د دې فرصت څخه د ولس او هیواد د خوشبخته کولو لپاره لازمه ګټه پورته کړي  او همدارنګه په دوست هیواد هندوستان هم غږ کوم تر څو د افغانې ټولنې د جګړه ځپلی ملت لاس نیوی په داسی حال کې وکړي چې دوی ته یی هم ستراټیژیکه ، سمیزه ، سیاسی او ټولنیزه ګټه رسیږی . او دا اقدام نه یواځي د افغانستان د عامه نظم ا وامنیت ، اقتصادي پراختیا او پرمختګ سبب ګرځي بلکی په سیمه کې د تروریزم په وړاندي د تروریستانو او ملاتړو په وړاندی یی یو اوسپنیز ګذار دي . درنښت شوکت الله عابد افغان- بنګلور- هند ۱۶/۱۰/۲۱۰۶