یاغي خوبونه لیکوال: اسداله زمرې 12/12/2009 4 تبصرې 4 131 فيسبوك تويتر واتساب برېښنالیک د حمزه شینواري د «چې دې زلفو ته نظرکړم لیوني خوبونه وینم چې د ووینمه سترګې غرڅني خوبونه وینم» په اقتفا چـې دې وګـورمه سـترګې لـیونــي خــوبونه وینـــم چـې دې زلفـو بـوی دې راشی غرڅني خـوبونه وینــم د غــربــت په تـرږمـــو کــې د تــیارې بلا اوریـــږي چې بریـښنا دې دې غاښـو شـي توفانــي خــوبونه وینــم ستا د کلـي په کوڅــوکـې که ځـای نه شــــوه زما مـــېنـه د جنـــون په ځـنځــیرو کــې ســـارانـي خـوبونه وینــم نن په داسې اور ولاړ دی چــې قـــدم د ســبا سـوځــي د لمبو کلــي ته ګورم ،پرونــي خـــوبـــونــه وینــم د زمان د لــوبو پای ته ، د نظـــر ســر نــه رسیـــږي دې ملــنډو ته ژړا کــې ، خـــندنــي خــوبــونـه وینــم مات تنـدي ته د تــقدیر مــــې نا هــیلــیو ماتــه ورکــړه د یو وو امــید له تــورې میړنی خــوبــــونــه وینـــم د زمري دسترګو کنج کې لا د اوښکو څاڅکــي ښکاري ددې سـتورو له ځـــلا نه، څـــه یاغـــي خــوبونه وینــم