تږی/ لنډه کيسه

 ليکوال: ناڅرګند
لور مې پرون پنځه‌لس کلنه شوه. ډېره مې يادېږي. وراره به مې اوس دوه کلن وي، په لاسونو کې د پورته پورته اچولو پر مهال مې يې د کټ‌کټ خندا غږ، په خندا پرانستې خوله او ځلېدونکې سترګې سختې يادېږي. زه دویم بريدمن یم او په فراه‌رود کې د هرات – کندهار پر لويه لاره د ملي اردو په ليکو کې دنده ترسره کوم.
نن چې لمر د هلمند په پراخو دښتو راپورته شو، یو بېل ډول حس يې راکړ. خپلې درېشۍ ته مې پام شو چې له پخوا پاکه ښکارېده، بېګاه مې په يوه لرګي څنډوهله. له دې سره مې ذهن ګڼو کيسو چاپیر کړ. ژوند، وېرې او هیلې.
دلته چې د هرات – کندهار لويه لاره د دښتې په سينه توره غځېدلې یو ځای پولچک الوتلی. سهار تقریبا د دوه ساعتونو په منځ منځ کې هم د کندهار او هم د هرات د لوري راتلونکي د سپرليو موټر ورته رارسېږي. له پولچک شاوخوا پنځوس مېتره وړاندې خامې دښتې ته وځي او له پلچک شاوخوا پنځوس مېتره لیرې بېرته پاخه سړک ته چې هغه هم تر خامې کم ندی او د موټر د ټایرونو کرښو پکې لارې ايستلې را ګډېږي. د هرې ورځې په څېر هلته د موټرو بیروبار او پنډ ګردونه راټول شول چې د ګډوډۍ د ډېرېدو له امله په څو شېبو کې هر څه په یوه سرخوږي واوړي. زه هم د معمول په څېر ورغلم، لومړی مې هغه لوری موټر ودرول چې په ناسم لاس ورغلي وو او د نورو موټرونو لاره يې بنده کړې وه، هغوی چې یو څو له وچ خوړ څخه پورې وتل بيا مې د هغه بل پلو پاتې موټر را پرېښودل. په لسو دقیقو مې په مخ او درېشۍ پېړ ګرد ناست و. کله چې سترګې غړوم په خپل مخ ناست ګرد حس کولای شم چې څېره مې يې سپینه اړولې وي. کله چې ټوخېږم په خپل ستوني کې د ګرد په اړه اټکل کولای شم چې څومره ډېر ګرد به مې سږو ته تېرېږي.
ستړی شوم په ګردونو کې غلی وړاندې لاړم او د ړنګ شوي پولچک په غورځېدلې برخه کېناستم او موټرو ته ځير شوم. هان د شپې په دې اړه فکر کوم چې سبا به څو شېبې په موټرو کې سپرلۍ ته ګورم، ګوندې کوم ماشوم پکې ووينم. دلته ډېر تږی کېږم، له لوږې ډېر نه وېرېږم. له تندې را وروسته مې ډېر زړه د یوه ماشوم ليدلو ته تنګېږي. له ځان سره فکر کوم چې په دې وېروونکې دښته کې چې هره شېبه پکې د چاودنې، جګړې، غله، تندې او لوږې ډار دی ستره هيله مې بايد بل څه وي خو زما ستره هيله د یوه ماشوم له نږدې ليدل، د هغه خندا او ښکلول وي.
زما د زړه ډېر خواله له شهيد عبدالرحمن سره وو، هغه زما د ترورۍ زوی و. همزولي وو، که څه هم هغه یو دوه کاله راباندې کشر و. هغه مې وروستی ځل هغه وخت وليد چې چورلکې ته يې پورته کړی و. ملګرو يې ویل چې موټر يې ماین وواهه. هغه په ګېډه کې چرو وهلی و، مخ يې سم نه پېژندل کېده، خو چې چورلکې ته يې پورته کاوه هغه وخت لا ژوندی و. طالع يې ښې وې چورلکه د مړو پورته کولو ته راغلې وه، په هغه کې تر هغه وخت پورې دمه چلېده. زه نشوم ورسره تللای. که بل څوک وای حتمن تلل. زه په مياشتو مياشتو همدلته یم، په دې هم ډاډه یم چې په حق او پیسو کې مې هم خيانت کېږي خو تر اوسه مې څه ندي ويلي، ځينې وخت دا فکر هم راسره وي چې دا کوم ډار دی چې ما چوپ او صابر ساتي.
د شهيد عبدالرحمن له مرګ وروسته زه ډېر بدل شوم. هره شېبه به مې له خپل مرګ په وروسته حال فکر کاوه. مور مې چې اوس په سترګو ټپه ټوپه ده. مېرمن مې چې دا دوه کاله کېږي اوږده اوږده ټوخېږي، خلک وايي سېل ده. لور مې او دوه زامن مې. د مېرمنې هغه سور ټیکری چې یوه څنډه يې سوځېدلې او بيا يې پېوند کړې وه وخت ناوخت را يادېده او ځورولم به يې. ډېر وخت مې په دې اړه فکر کړی چې که کله څوک پیدا شي او د خپل ژوند کيسه ورته وکړم نو له کوم ځایه به يې ورته راپیل کړم، ځکه د ژوند په اولو کې مې هم سختۍ وې او په اوس کې يې هم. ما اورېدلي و چې سختۍ انسان پیاوړی کوي، خو زه وايم چې سختۍ انسان ويلې کوي او سوځوي يې. له هغې وروسته هره ورځ چې لمونځ کوم سترګې کلکې پټوم او اوږده دعا کوم.  
نن مې د سهار له لمانځه وروسته د نورو دوعاګانو په پای کې سترګې بيا پټې کړې ما ویل خدايه ته خو نن یو داسې ماشوم له نږدې راباندې وګورې چې يا مې د خپلې لور، یا زامنو او یا وراره تنده پرې ماته شي. مازديګر چې په همدې وران پولچک کې یوه سراچه نښتې وه، زه چې مرستې ته ورغلم یو ماشوم مې په موټر کې وليده، له ځان سره مې داسې فکر وکړ لکه خدای مې چې دعا قبوله کړې وي، بيا مې په زړه کې وویل چې خدای مکړه ګناهګار نشم، ځکه ما غوندې د ګناهونو ډک کس او د دعا قبلېدل سره ليرې دي. موټر ته مې اشاره ورکړه او له لږ زورونو وروسته وخوت، لږ وړاندې ودرېده او همدا ماشوم يې را ښکته کړ او وړاندې يې د ميتیازو لپاره بوت. ما د پتلانه په جيب کې د سهار له چای څخه راپاتې چاکليټ په ګوتو کې تاو کړ، ور روان شوم. سړی چې موټر ته رسېده زه هم ور ورسېدم، ماشوم ته مې وکتل، زما د وراره په عمر به و، زما سپېره مخ ته يې چې وکتل ووېرېده خو ويې نه ژړل، زما ډېر زړه غوښتل چې مچي يې کړم خو نه مې شو کولای، چاکليټ مې ورکړ او په غرېو نيولي ستوني بېرته را وګرځېدم او د نړېدلي پولچک په څنډه په سوچونو کې ډوب کېناستم.
یادونه: لیکوال د خپل نوم له خپرولو ډډه وکړه، غواړي د لوستونکو غبرګون وګوري!