
دا د هغې افغانې مور سوي چیغه ده، چې تنکۍ زوی د کندوز ناولي جکړېد تل لپاره ترې واخیست، او د شیرین زوی غم یې زړه سوری سوری کړ. لس کاله مخکې به چې د خپلو ترورزیو کلي (برخانخیلو) ته لاړم یو دنګ ژڼی به مې هلته لیده، دغه چنار ژڼی نجیب نومیده. خو وروسته به چې کله له کابل نه کلي ته لاړم، او د ترورزیو کره ته به مې چې پښیه وکړه، هغه دنګ زلمی مې نه تر سترګو کیدو ، د چا له خولې خبر شوم چې د هیواد ساتنې په پار ملي اردو ته تللی دی.
کله کله به مې د هغې د سربازۍ تصویرونه په فیسبوک کې لیدل، بس خوښ وم چې زما کلیوال د وطن خدمت کوي او له دښمنه مخامخ د خپل وطن دفاع کا، دا څه وخت مخکې د کندوز جګړه ګرمه شوه، همدې جګړې ته نجیب لاړ تر څو د وطن دښمن شوم پلانونه فلج کړي، نجیب کندوز ته لاړخو بیا په خپلو پښو را نغی، د جګړې په ورځو کې د نا ځوانه دښمن له لورې ژوندی ونیول شو...
په هغه ورځ د وطن دښمنانو په سخته بې رحمانه توګه په شهادت ورساوه، داسې په ظلم یې شهید کړ، چې غاښونه یې په ژوندني ترېنه باسلي وو، لاسونه پښې یې ورته په ظلم او وحشي ډول مات کړي وو، داسې یې په شهادت ورساوه چې ګلابي مخ یې د کتلو نه و، داسې یې کړی و، چې ګل ګل ځواني یې د پیژندنې نه وه، اخ ظالمه لاسونه دې داسې مات شه لکه د نجیب لاسونه دې چې مات کړي وو...
لنډه دا چې څو ورځې وروسته یې د نجیب جنازه کلې ته راوړه او د کلی ځوانانو د دوی په کور کې له اوږو نه کوزه کړه. مور یې چې د نجیب رنجې رنجې ځواني په تابوت کې ولیده د خولې نه یې دا نارې پورته شوې.
وای زما خوږه زویه شهادت دې مبارک شه !!!
اخ زویه رټ (سخت) یې بدرنګ کړی یې!!!
وای زویه د خدای په وړندې ښکلې یې!!!!
شهادت دې مبارک شه، شهادت دې مبارک شه!!!!
ماته چې کله د شهید نجیب د مور دا خبرې خلکو وکړې، د سترګو نه مې بې اختیاره اوښکې تویې شوې، د شهید نجیب د مور شهامت ته مې زړه سلامي وکړه، او د دې دغو نارو مې زړه سخت و خوږاوه، کاشکې ما یې اوښکې وچې کړي وای ، افسوس چې دغه اتلې مور سره مې دا لوی غم شریک کړای وای، خدای دې داسې په وطن مینې میندې ډیرې کړي چې خپلو شهیدانو زامنو ته له هر څه نه مخکې د شهادت مبارکي ورکړي.
زه خپله د شهید نجیب ټولې کورنۍ ته د ده شهادت مبارکي وایم، او د وطن دښمن ته وایم چې ستا مرمۍ به ختم شي خو زموږ د ځوانانو سینې به ختمې نه کړې، نه به خپلو شومو اهدافو ته ورسیږې او نه به مو دا ناوړه ارمانونه پوره شي او دا منفور ارمانونه به د تل لپاره ګور ته له ځان سره یوسی. په دې وطن کې چې یو هم د نجیب غوندې ځوان ژوندی وي تاسو به خپلو موخو ته ونه رسیږی، کاشکې دښمنه ته زموږ له تاریخ نه لږ څه زده کړې، کاشکي لږ د ځانو سره فکر وکړی چې تاسو چا ته او ولې جنګیږي او ولې د نجیب غوندې ځوانان په شهادت رسوی، د چا په اشارو یې رسوی. یوازې د ځانونو سره فکر وکړئ یوازې فــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــکر.