غزل

کــه جــــوغــــه د جـــواهـــــرو ور پــــه ســـر کــــړی
دنــــړۍ ټــــول نـــعـــــمتـــونــــه ورتــــــه ورکــــــړی
او د ژونــــد خـــونـــه يـې جـــوړه له سـره زر کـــړی
دی واکــمــن د هـــوا، ځـــمـکــي، سـمنــدر کـــړی
څه په کــار چـې د بــل لاس لاندې ژونـــــدون وي
خپلواکي دی وي که ټول ژوند زړه چــــاودون وي
 
 \"\"