د لاسونو مینځلو نړیواله ورځ

   
نن د لاسونو مینځلو نړیواله ورځ ده. په اوبو او صابون د لاسونو مینځل د ناروغیو او مړینو د مخنیوي یوه اسانه، اغیزناکه او ارزانه لاره ده. دا ورځ د لاس مینځلو د کلتور د ترویج لپاره د حمایت جلبولو، معلوماتو شریکولو او ذهنیت سمولو یو بهترین فرصت دی او ځکه هر کال په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي.لدې فرصت څخه په استفادې سره مسلکي بنسټونه له خلکو او دولتونو سره نوې، مبتکرانه او بهترې لارې شریکوي او د عمل لپاره یې ګډو هڅو او کار ته رابلي. د لاسونو د مینځلو په صورت کې د اسهالاتو له امله د مړینو ۵۰٪ او د سینه بغل له امله د مړینو ۱۶٪ پيښې وقایه کیږي.
د لاسونو د نه مینځلو له امله هر کال په نړۍ کې سلګونه میلیونه انسانان له شدیدو ناروغیو سره مخ کیږي. که لاسونه سم پاک نشي، نو د خولې، پزې، پوستکي او ویښتانو له لارې میکروبونه د بدن بیلابیلو برخو ته ځي او ناروغی رامنځته کوي. پدې کې  خطرناکې ناروغۍ اسهالات او سینه بغل هم شاملې دي چې د ماشوم د مړینې، معلولیت اوسوتغذيسبب کیدای شي. همدارنګه انفلوینزا، ایبولا، د سترګو، پوستکي او ویښتانو ځینې ناروغۍ هم رامنځته کولای شي.
د لاسونو مينځل یوازې د ګوتو مينځل ندي، بلکې په صابون او پاکو اوبو د دواړو لاسونو سم او پوره مينځل دي، چې هر ځل تشناب ته تر تلو وروسته، تر غذا خوړلو مخکې او وروسته، د ماشوم تر پاکولو وروسته، له حیواناتو سره تر تماس وروسته، له ناروغ او د هغه له مربوطو وسایلو سره تر تماس وروسته،  او له غذایي موادو سره تر تماس مخکې او وروسته باید ومینځل شي. د لاسونو د پاکوالي سره سره باید مخ او نور بدن هم پاک وساتل شي. ناپاک مخ او د بدن نورې برخې مچان او نور حشرات ځان ته راکاږي او د ناروغیو د لېږد سبب کېږي.
له خولې سره د ماشومانو د ککړو لاسونود تماس په نتیجه کې پر پورتنیو ناروغیو سربیره د کولمو د چنجیانو خطر هم شامل دی چې ماشوم کمخونه او کمزوری کوي او درسي نتیجې يې ټیټوي، نو ځکه د لاسونو پر منظم مینځلو سربیره باید ماشومانو ته په کال کې دوه ځلې د چنجیانو ضد درمل ورکړل شي.
د لاسونو مینځل د زده کوونکو پر درسي نتیجو هم مثبته اغیزه کوي. که ماشوم روغ وي، بدن او دماغ یې ښه فعالیت کوي، لوستونه ښه زده کوي او درسي نتیجې یې لوړیږي. د څیړنو له مخې د لاس مینځلو په صورت کې د زده کوونکو د غیرحاضرۍ نسبت ۲۰٪ راکمیږي.
د لاسونو مینځل یو انتخاب نه بلکې یو حق دی. موږ باید هر فرد لدې حق څخه خبر کړو، اوورسره مرستهوکړوچېله خپل دې حق څخه استفاده وکړي. پدې صورت کې به مو د یو روغ، هوسا، خوشاله او توانمن ملت له جوړیدو سره مرسته کړې وي.