ما پــخــپله ځان ســيزلــــی يار ګــرم نه دی
پخپل لاس مـې زړه بايللــی يار ګــرم نه دی
ما چــې زړه پخپل لاس ورکه خپل حبيب ته
که يې ساتلــی که يې داغلـی يار ګرم نه دی
د عاشـــق زړه د معـــشوق د لاس نـــښه ده
که يې بوی کړي که خوړلی يار ګرم نه دی
هــر عاشـــق د معــشوقــــو د درغــــلا وي
که يــې شــړلــی که يې بللی يار ګرم نه دی
لکـــه مار هســـی په مـــا يـــې ګـــذار وکـړ
تا پخـپلـــــه مار ســـاتلــــی يار ګــرم نه دی
يار ګرم نه دی يار ګـرم نه دی ملــنګ جانه
چـــې تا نه ؤ پـــيژندلــــی يار ګـــرم نه دی
وروستي