
د روان انارشیزم او لنډه غریزم په ګډ ناتار کې له ټوپکسالارانو او بدمعاشانو سربېره په اصطلاح ډیری روڼ اندو، سیاسیونو او سرکاري ملانو هم ښکرونه وکړل. هر څوک چې د جیب او ګیدې وضعیت یې له خپلې توقع سره سم نه وي، راپاڅي او له خپلې خوښې او سلیقې سره سم په نظام، شخصیتونو او آن په ارزښتونو ملنډې وهي چې ډیری دا ډول کسان او نهادونه هم د نظام له ګېډې تغذیه کیږي هم د نظام له مخالفو اړخونو امتیازات اخلي.
د دغو ډلو ټپلو یوه بارزه بېلګه جمعیت اصلاح ده چې له یوې خوا له طالبانو سره د حورو د مالکیت او وراثت دعوه لري او له بلې خوا د توهیناتي سیاستونو ریښې او د افغانستان د نظام د پاشلو هڅې یې ورځ تر بلې زور اخلي. تقریباً یو کال وړاندې د د دغې ګډولې د رهبرۍ یو تن غړي ملا صبور د هېواد د خپلواکۍ ګټونکي امیر امان الله خان ته ښکنځلې او سپکاوی وکړ، خپله د خیر په غونډې کښیناست خو په ټولنیزو شبکو کې یې یوه لویه غوغوا راپورته او د افغانانو په ځانګړې توګه د ځوانانو تر منځ یې یوې لویې فتنې ته لمن ووهله. ملا صبور چې دا کار یې ښایي د نظار شورا په خوښه ترسره کړی و، د خپلې فتنه انګیزۍ له بدو عواقبو څخه د ځان ژغورنې لپاره شمال ټلوالې ته پناه یووړه او د ایزدیار او نورو جمعیتیانو ملاتړ یې ترلاسه کړ.
تېره اونۍ د جگړو او بهرنیو مداخلاتو ضد یو شمېر ژمنو افغانانو په نوښت د هېواد موجوده کړکېچ ته د یوې حل لارې پیدا کولو لپاره په صافي لنډ مارک هوټل کې "د اور لسیزه"تر عنوان لاندي یوه غونډه را بلل شوې وه چې د جمعیت اصلاح په استازیتوب د دوی د رهبرۍ غړی دکتور ملا فضل الهادي وزین هم ورته په درنښت رابلل شوی و. ښاغلي وزین په غونډه کې د یو شمېر پښتنو شخصیتونو اغلباً اسماعیل یون او نورو پښتنو څېرو په لیدلو سره غونډه ترک او ورپسې یې د خپل فسبوک له لارې د یو پوسټ په پورته کولو سره دا یو فاشیستي حرکت وباله. پوښتنه دا ده چې که د روان ناورین د ختمولو لپاره په یوه غونډه کې د یون او امثالهم شتون فاشیستي حرکت وي، او ستا جلالتمآب حضور هلته د هغوی شتون نشي زغملی نو تر یوه پیړۍ وروسته د کابل په غونډیو کې د مشهورو تاریخي غلو ښخولو، له افغانیت او اسلامیت څخه انکار او مشهورو فتنه اچوونکو تعصباتي خوځښتونو ته ستا د وجدان غږ څه دی؟ پدرام، حفیظ منصور، د نظار شورا شر خوښوونکي عناصر و امثالهم هره ورځ وینې چې د حکومت له تضعیف څخه په استفادې د وروڼو قومونو تر منځ د شر او بلوا اورونه شیندي، هغوی ته ستا او جمعیت اصلاح د اسلامیت او منطق پیغام څه و او څه دی؟ آیا کله هم جمعیت اصلاح د شمال ټلوالې د یو مضر حرکت یا د مسعود د ترور د ورځې نمانځلو په وخت کې د بېګناه کابلیانو د ځورونې او وژلو په وړاندې د خپل اسلامي مسؤلیت غږ پورته کړی؟
واقعیت دا دی چې د جمعیت اصلاح په استازیتوب د وزین بې مسؤلیتۍ او بېباکۍ کوم تصادفي عمل نه بلکي د معارف له تعلیمي نصاب څخه له کوم کاري مسؤلیت پرته د ۳۰۰۰ ډالرو مفتې تنخوا په بدل کې د پوهنې جمعیتي وزیر او شمال ټلوالې ته د خوش خدمتۍ یو غیر مترقبه چانس و چې تر ملا صبور وروسته یې افتخار جناب وزین ترلاسه کړ.
د جمعیت اصلاح ملان په خپلو ګیډو کې د تکلفي عقدو تنور ګرځوي او د شمال ټلوالې په استازیتوب په دغو تنورونو کې د هېواد ملي شخصیتونه، افتخارات او ارزښتونه ډاډه کوي، جمعیت اصلاح او جمعیت اسلامي د یوې سیکې دوه مخه دي خو جمعیت اصلاح د خپلو نورو دندو تر څنګ د نظار شورا د تبعیضي سیاستونو د دفاع او توجیه مسؤلیت هم پر غاړه لري. که حکومت د دغې ټولنې حرکت ونه څاري او د قانون په وړاندې یې مسؤلانه چلن ته اړ نه کړي، یوه ورځ به د دوی د عقدو تنور ټول هېواد په اور کې را کېکاږي.
لیکنه دلیکوال دنظر څرګندوي کوي، د روهي ویبپاڼې موافقه ورسره شرط نه ده.