
لیکنه: رسول مشواڼی
په نوي حکومت کې د کرزي بابا د واک ترکه د "لذکر مثل حظ الانثیین" شرعي اصل خلاف د نارینه او ښځینه وارثینو تر منځ داسې وویشل شوه چې د جګړه سالارانو برخه پکې نیم په نیمه قانوني او د نارینه او ښځینه تفکیک هم پکې له منځه لاړ. د جان کېري په دې چټله مامېله کې نیم په نیمه مساوات د نوي حکومت د جوړونې د اصل په توګه تطبیق او د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ ټول فرصتونه له افغانانو واخیستل شول. عطامحمد نور چې له ټولنیز او مسلکي اړخه د یو ولایت د اداره کولو وړتیا هم نه لري، د خپلو نازونو او نخرو په بدل کې یې د هېواد د اساسي تشکیلاتو تر ټولو مهمه زیربنایي کلیدي اداره (پوهنې وزارت) ترلاسه کړای شوه. هغه د خپل تشخیص له مخې دغه علمي او مسلکي ادارې ته لومړی یو کلچه فروش معرفي کړ او د هغه تر ناکامۍ وروسته یې په دویم ځل له شکلي اړخه یو ماډرن ملا، اسد الله حنیف بلخي د ښویې دریشۍ په پوښ کې را وړاندې کړ چې له بده مرغه د ړندو په پارلمان کې د اړتیا وړ رایو له ترلاسه کولو وروسته یې د پوهنې وزارت مسند ته په اسانۍ سره پښې ټمبه کړای شولې. د ښاغلي بلخي له شخصیت سره کار نه لرو، خو دا راته څرګنده ده چې هغه په دې ډول مسلکي ادارو کې د تجربې د نشتوالي له مخې د دغه وزارت له سالمې رهبرۍ څخه عاجز او د یو مدیریت په چارو کې هم له اهل الذکر څخه استفسار ته اړتیا لري.
نوموړی نه له معاصر منجمنټ خبر دی او نه یې هم په ژبه پوهیږي، د هغه ټول زړه تړاوی په مرکزي او ولایتي ریاستونو کې د جمعیتي اشخاصو او قوماندان بچه ګانو په استخدام متمرکز دی څو په دې توګه په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د معارف د کارونې له لارې ملي شورا ته د جمعیت د اکثریت غړو د انتخاب ماموریت سرته ورسوي.
بلخي په پوهنې وزارت کې د خپل کار له پیله د بدخشان، تخار، کندز، فاریاب، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې سلیقوي تصرفات وکړل، د پوهنې یو شمېر رئیسان یې په یوه قومانده په کور کښینول، د هغوی په ځای یې په خپله جمعیتي سلیقه ټاکنې وکړې او په نورو پسې یې هم هڅې وکړلې خو بریالی نشو؛ له دې سره جوخت یې په مرکز کې هم قومانده ورکړه خو چندان ځای یې ونه نیو.
سربېره پر دې نوموړي د پرمختیایي پروژو په برخه کې د نړیوالو مرستو له تخصیص شوو بودجوي امکاناتو په ګټې اخیستنې سره د سلاکارانو او درباریانو چمچې له ځانه راتاو او په منځ کې یې د سراعلی قوماندان په توګه را نیغ شو. سر اعلی قوماندان د خپلو شپږو معینیتونو لپاره د منځنۍ کچې شپږ تنه قوماندانان او بېلابېلې قشلې لري چې وخت ناوخت پرې خپل قهر سړوي.
بلخي په یو وار نه چاته خاندي نه ورته بد وایي خو که د ده د قوماندې خلاف سلیقه ولیدل شي، بیا له هغه سره د مخ کېدو لپاره د خوف او رجا اذکارو ته اړتیا پیښیږي. نوموړی هڅه کوي چې په لیدنه کې خپل مقابل طرف وویروي، خو تر لنډو خبرو وروسته د ادارې په چارو کې د هغه مسلکي نابلدتیا، ناوړتیا او کنډ ذهني په لنډ وخت کې ترې دغه فرصت اخلي.
د معارف سر اعلی قوماندان تر اوسه د لاندې مواردو په باب قوماندې صادرې کړې دي:
ملي جامې دې په دریشي تعویض شي، په نا امنو ولایتونو کې له ځنډ او خنډ سره مخ پروژې دې امن ولایتونو ته چې د ده سلیقه یې ایجابوي ولیږدول شي، د ښوونځیو د ادغام تر نامه لاندې دې په یو شمېر سیمو کې مکتبونه له منځه لاړ شي، په اړوندو ادارو کې دې له ډاکترانو سره قراردادونه نه تمدیدیږي، د سراعلی قوماندان سکرتران او سلاکاران دې په ټولو چارو کې دخیل او د خلکو د مقررولو، منفکولو او ارزیابي کولو واک ولري، د خوست او پکتیا په سیمو کې د نجونو لپاره محلي ښوونځي دې ختم شي او داسې نورې لویې او وړې قوماندې....
له کیفي اړخه د معارف موجوده ویجاړ حالت او بې نظمیو ته په پام سره که د پوهنې وزارت چارې همداسې دوام وکړي، د معارف په چارو کې د اشرف غني ژمنې به یو کال وروسته د عطامحمد نور د نارنجو رنګ راوړي، د معارف ټول رئیسان به چوټه قوماندانان او د معارف سر اعلی قوماندان به د ګل بابونه او نارنجو باغوان وي!
زنده باد اسلام