کاشکې ابابیل وای...



انسان په ژوند کې ډیرې هیلې لري، هغه د چا خبره ژوند د هیلو ټولګه ده. زه د نورو انسانو په څیر په زړه کې ډیرې هیلې لرم، خو په ارمانونو کې مې تر ټولو لوی ارمان د حرم لیدل دي، نن د کار ځای ته تللم چې د کابل عیدګاه مخکې مې ګل  پلورنکي ولیدل د عیدګاه جومات مخکې هره وخت ګل پلورنکي نه وي ولاړ بلکه یوازې د حجاجو د راتلو په وخت کې وي. نن مې بیا هم زړه د خپل ارمان لپاره و خوږیدلو او هغو خوبونو ته یې یووړم چې حرم شریف مې پکې لیدلی و،
زما ارمان به اول په ژوند پوره شي خو که پوره نشو نو په خوب کې خو ورغلی یم، که چیرته لاړم او حرم شریف ته د ملتزم په دروازه ننوتم ستر څښتن ته به چیغو چیغو وژاړم او له خدایه به په خپل وطن کې د سولې غوښتنه وکړم او خپل خدای ته به د هغو خلکو شکایت وکړم چې د خدای په سپیڅلي دین او د خدای د مخلوق په وینو یې تجارت روان  کړی دی.
هلته به لوی څښتن ته  په ژړا ژړا کې ووایم چې یا قهاره ته د افغانستان دښمنان په دین دنیا هلاک کړه ځکه دوی نه اصلاح کیږي، موږ ډیر د هدایت سوالونه  ورته وکړل خو دوی د اسلام اباد له لارې نه د اسلام سپیڅلي لارې ته راوا نه وښتل او د اسلام ستر دښمن  (انګریزاو پاکستان) لمن یې  پری نښوده، نو ته یې داسې هلاک کړه لکه بني اسرائیل دې چې هلاک کړل او داسې یې برباد کړه لکه د نوح علیه السلام قوم دې چې د ځمکې له سر څخه ورک کړ.
له هغه وروسته چې په اوښلنو سترګو یثرب (مدینې منورې) ته لاړ شم  د خپل خوږ او دردمن زړه غوټې به  هلته خلاصې کړم، او فخرې موجودات سرورې کاینات حضرت رسول اکرم ص ته به فریاد کوم چې ستا امتیان داسې کارونه کوي چې نه ستا په  حدیث کې شته او نه په قران کې، د انسانانو وینه بهیدل ورته مباح ښکاري، خپل ورور واجب القتل بولي او رسول الله ته به په چیغو ژړا کوم چې ستا هغه امتیان چې ځانونه ستا وارثین بولي خلکو ته یې ستا لاره سمه ونه ښودله او ټول عمر یې په فروعي مسایلو وخت تیر کړ.
سرور کاینات ته به وایم چې د ټولې دنیا خلک را روان دي زموږ د افغانانو وینې تویول ورته جهاد او د خدای رسول لاره ښکاري، او ورته وایم به چې چیرته د  مور او پلار ازار وهلی وي، افغانستان ته ځان را رسوي او د همدې لارې غواړي چې  جنت ته لاړ شي.
او په نړۍ کې چې چیرته ویروس او چټل انسان پیدا شي نو راځي زموږ د تنکیو ماشومانو، سپین ږیرو، کونډو او یتیمانو په سپیڅلو وینو خپله بې ننګه او بې دینه توره سره کوي، او زما د ګلاب ګلاب ماشومانو ښوونځي د امریکا او بریتانیا په مردارو او کثیفو وسلو الوځوي، او په همدا وسلو زموږ وینې د جهاد په نوم تویوي .
یا محمده !!!
یا سرور کایناته !!!
 اې د الله دوسته!!!!
اې فخر موجوداته!!!!
دا په موږ او زموږ په ولس څه ټکه را نازله شوي ده چې  د نړۍ له هر ګوټ نه کرايي قاتلان راپسې را روان دي او په بې رحمۍ مو وژني.  د موچې په تارونو مو حلالوي، او بیا مو د ولیو په منځ کې غټه د سور کفر ټاپه وهي  او وروسته به په نبوي جومات کې په سجده پریوځم او اخیري دعا به وکړم چې:
یا الله ته مې په دردیدلي او زخم زخم  افغانستان او افغانانو رحم وکړه !
امین ثم امین