دآرام سمـــــندر منځ کـــــې په بيړۍ کې
هر څوک ډوب وو دخیالونوپه نړۍ کې
څلــــور لــــورو تـــه ښکلا دطبيعت وه
چې راتلا ې نه شوه دعقل په کړۍ کې
خــــوبس زه جــــانانه هلته بې تا نه وم
زړه مې غوښتل راسره وئ دې ګړۍ کې
يا سپين غر په سر کېږدۍ کې دواړه ناست وئ
بـــــې خــــــبره وئ پــــراتــــــه زړه شـــــړۍ کــــــې
وچ سٌکړک اوسپوره روټه موخوراک وئ
دکـــــونړ اوبه مـــــو څښلئ کـــــــوزړۍ کې
ياروان وئ دواړه غبرګ هلمند ناورته
کٌرت شوملې دواړو خوړلئ په مړۍ کې
خدمتګاربه له یورپه څه خوند واخلي
دپښتون ټاټوبئ وران دئ دې نړۍ کې
محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی
وروستي