قوماندانه زوی می چیرې دی؟

 
د هلمند د یوې پوستې قوماندان چې له پخوا سره ملګرتیا لرو، څو ورځې مخکې مې د کابل ښار په ګڼه ګوڼه د میوند جادې څلورلارې کې ولید، رنګ یې بیخې بدل شوې وو، ځان سره مې ویل چې د بارودو لوخړو او د جګړې ستړیاوو یی شاید د څیرې اصلي رنګ وراړولې وي، په څیره کې یې د هلمند د جګړې موجونه له ورایه ښکاریدل، داسې په بیړه روان وو تا به ویل چې د جګړې له لمړې کرښې یی د سرتیرو د محاصرې خبر راغلې وي، چې غږ مې پرې وکړ، ورخطا یی مخ راوړوو، شاید فکر یی کړې وي چې غدار غلیم دلته هم راپسې راورسید.
خو ویی پیژندلم، ټینګه غیږه یی راکړه ما هم ژر په څنګ کې یوه هوټل ته ورننوسیت ترڅو په ارامه د زړه خواله سره وکړو، تر پوښتنې وروسته مې ترې وپوښتل، له کوره احوال لرې، سوړ اسویلې یی وکیښ، راته یی وویل، نه ګرانه، دوه اونۍ مې د واده څخه نه تیریدې، د نکریزو رنګ مې لا له لاسه نه وو تللې چې ناڅاپی مې آمر زنګ راته وواهه چې د جګړې مشربوت په غاړه واخلم، ځکه چې سرتیري مې بی سرپرسته پریښي وو. چې کله هلمند ته ورسیدم، دوه ورځې وروسته د قوماندانۍ شمیرې ته له یوې نابلدې شمیرې زنګ راغې، ما هم ناببره په میز د پروت تلیفون غوږۍ راپورته کړه. چې سمدلاسي یي غږ کړل، قوماندانه زوی مې چیرې دې، دا د هغه سرتیري مور وه چې زوی یی قسم کړې وو چې د وطن له دښمنانو سره به د وینې تر وروستي څاڅکي جنګیږم، تل به یی دا راته ویل چې د وطن له هغو دښمنانو لخو که ووژل شم خدای ج ته خو به سرټیټې نه یم، کومو دښمنانو چې استخباراتي جګړې ته دیني رنګ ورکړې دې. ما یی مور ته وویل ستا زوی همدلته دې، ستا زوی ډير وفادار او په وطن مین هلک دې، هغه ژوندې دې.
مور یی زما خبرې په نیمایي کې راپرې کړې، راته یی وویل قوماندانه ما بیګاه خوب لیدلې چې زوی مې په خندا کې راته وایي چې زه د وطن دښمنانو شهید کړې یم، مورې په ما پسې مه ژاړه زه له خندا او خوښیو ډک ابدي ژوند سره مل شوې یم. نو بیا ته څنګه وایې چې زما زوی ژوندې دې.
ژر مې د تلیفون اړیکه پرې کړه، د کنډک د پيژند مدیر ته مې زنګ وواهه چې اسحاق چیرې دې، مدیر بې له ځنډه ځواب راکړ، قوماندانه دوه ورځې کیږي چې په شهادت رسیدلې، مړې یی لا تراوسه د جګړې په ډګر کې پاتې دې.
د اسحاق د مور شمیرې ته مې زنګ وواهه، چې څنګه مې اړیکه ټینګه شوه، د خبرو وار یې رانکړ سمدلاسي یې وویل چې، قوماندانه نه مې درته ویل چې زوی مې شهید شوې، ته فکر مه کوه د هغه ارواه زما سره تل خبرې کوي څه وخت مخکې مې مشر زوی هم د هیواد په دفاع کې د شهادت جام څښلې دې. ما د دې د پاره شیدې ورکړې وې.