
ژباړه: محمد یحیی جدي
کومه مقاله چي د لوستونکی له نظره تیریږي، په اصل که هغه لیکنه ده چې د چګوارا نه “کارلوس کی هانو ” د دغې ورځپاڼې ایډیټر “مارچا”د “اروګويه” پلازمینه “مونته ویدئو” کې خپریده. دغه مقاله په لومړي ځل ۱۲ د مارچ ۱۹۶۵ مه کې خپریده.
ګرانه ملګریه:
دغه یاداشتونه د خپل سفر په نیت د آفریقې په لور برابروم، که څه هم ځنډ مې وکړ خو پخپلې خبری ولاړ وم، هيله لرم موضوع د بحث وړ، همدغه د مقالې عنوان واوسي چې زما په نظر د اروګوئیانو لوستونکو لپاره جالبه مطلب به وي.
کوم مطلب چې په تکراری ډول د سرمایداري ویاندویانو پخپلو ایډئالوژیکي مبارزو کې له سوسیالیزم سره، زمونږ په اوسني لارهکې، په عنوان د سوسیالیزم د یو خاصیت په ډول مطرح کوي، د یو شخص قرباني کول د دولت لخوا په هغه وخت کې چې سوسیالیزم په جوړیدو دی. زه کوښښ نه کوم چې دغه نظریه صرف په نظري برخه کې رد کړم، بلکې په لومړي سر کې د کوبا شتو حقایقو تشریح ته ځم، په هغه وخت کې به مې مطلب په کلی ټوګه بیان کړی وي. په لومړي سر کې زمونږ د انقلابی مبارزې کلیاتو تاریخچې ته، چې مخکې او وروسته د قدرت له نیول وو، وړاندې کوم.
ټول ښه پوهیږي چې د انقلابی مبارزو تاریخ دقیق پیل، ۲۶ د جولای ۱۹۵۳و او په جنوري۱۹۵۹ پایلو ته ورسید. یوه ډله خلک د فیډل کاسترو تر مشرۍ لاندی د هغه ورځ پر سهار د مونکادا په اورینته ولایت باندې یرغل وکړ. او هغه برید له ماتې سره مخ شو او پایله يې هم ماته، ډیر غمځپلې وه. او هغه کسان چې ژوندي پاتې شول بندي خانو ته واستول شول او یوازې وروسته له خپلواکي له عمومي غړي سره وکړای شو چې بیاځلی لاس انقلابی مبارزو ته واچوي.
پدغه حرکت کې یوازې د سوسالیزم د ځوانیدو طریقه وه، چې انسان پکی د بینادي عامل رول درلود. مونږ ټول پر هغې باوري وو- پر غړي؛ په یو پيژندل شوي انسان؛ په هغه کس چې نوم او نښان يي ښکاره وو- او د بریالیتوب او ماتې کومه دنده چې ورته ورسپارل شوې وه، د هغې په توان او کړنې حد پورې تړلۍ وه.
وروسته د خرپ او ترپ پاڅون ته وار ورسید. دغه مرحله په دوو ویشل شوې برخو کې منځته راغلهچې عبارت دي له: خلکو؛ یعنی هغه ډلېچې تر اوسه ندي ويښ شوي چې باید سره یوځای شي؛ او د هغوی مشران، یعنی خرپ او ترپ چې د دغه ډلو ځواک او د انقلابی غوغا او شوق لپاره مبارزه کوونکی عامل وو. د مشرانو طبقه چې د عمل او آثر باعث وو چې د بریالیتوب لپاره يې ذهنی زمینه برابره کړه.
په هغه مرحله کې هم، د کارګرانو خوځښت د کلتور پرمختګ په برخه کې زموږ په افکارو او د انقلابی بدلون په چوکاټ کې زمونږ په عادتو او لیدلوري کې رامنځته شو. بنیادي عامل بیا هم غړي وو. د سییرا مایسترا هر یو جنګیالی چې د انقلابي ځواک په لیکه کې اوچتو پوړیو ته رسیدلي دي، د عالی او عملی سوابقو لرونکې دي او د همدغې پر بنیاد لوړو پوړیو ته يې لاره موندلې ده. په هغه وخت کې، لومړنۍ دوره د قهرماني وه او جنګیالیو درانه مسولیتونه او د لویو خطرونو اخیستونکي وو، هغه هم د دندې ترسره کولو لپاره، له یو بل مخته کیدل.
د انقلابي زده کړې په برخه کې د دندې پر وخت، موږ زښت پام دې موضوع ته اچوو چې تاسې د اوسني جنګیالیو کړنې د سبا ورځې په انسانانو کې وګورئ.
زمونږ بشپړ هوکړه د انقلابی اهدافو او د تاریخ په نورو برخو کې هم شتون درلود. د اکتوبر بحران په دوره او د فلورا ایرونکی طوفان په ورځو کې موږ د خلکو د فوق العاده زړورتیا او سرښیندنې د مثالونو شاهدین وو. که د ایډیالوژیکي مسالې له نظره ورته وګورو، باید وویل شي: د هغې لارې پلټنه کوم چې دغه قهرمانانه کړنه په ورځنی ژوند پورې تړلې ښکاره کړې، زموږ له اساسي دندې څخه شمیرل کیږي.