دین د ملا ندی

 
د اسلام دین لمړنی نازل شوی آیت له (ولوله) څخه پیل کیږي، پدې معنی، چې د اسلام دین د علم دین دی او په بېلا بېلو حدیثونو کې عالم له عابد نه غوره بلل شوی دی. په اسلام کې علم په نارینه او ښځینه فرض دی. خو کله، چې کوم کتاب راواړوم او غواړم د یوې ځانګړې موضوع په باره کې تحقیق وکړم، د هماغې موضوع بحث به له یونان  او یا له بین النهرین نه پیل شوی وي. ځکه چې په لومړنیو پیړیو کې سقراط، افلاطون او ارسطو په یونان کې ژوند درلود او د هماغه وخت د علم د ډګر ستوري، لا تر اوسه د علم په اسمان کې ځلیږي.
که څه هم د خدای ج سپېڅلی کتاب قران عظيم الشان د انسان له پیدایښت څخه ډېر وروسته نازل شوی دی، خو خبره د قرآن مجید د نزول نده. بلکه که له اسلام څخه د مخه هم هر پېغمبر یا نبي راغلی دی نو اسلام یې تدریس کړی دی. د خدای ج له خوا نه ټولو رالېږل شوو پيغمبرانو اسلام له ځانه سره راوړی ؤ. خو که د هرې موضوع تحقیق کوو، ولې یې تاریخ له یونانه پيل کړو. په ځمکه لمړي ځل ژوند هغه انسان پیل کړ، چې مسلمان ؤ. خدای ج د ژوند کولو او عباداتو ټولو لارې چارې د صحیفو له لارې وروښودلې. حدیثونه ثابتوي، چې تر سلو صحیفې په ادریس ع ، ابراهیم ع ، شیش ع ، موسی ع او آدم ع نازل شوې وې ، خو دغه صحیفی چیرې دي. د اسلام تاریخ خو د انسان یا آدم ع د پیدایښت څخه پیل شوی. موږ تل د حمورابي له قوانیونو یادونه کوو، چې د ډبرې په یوه تخته لیکل شوي خو ولې زموږ د نبیانو صحیفې ندي ساتل شوې. موږ ته خو مولوي صیب هغه احادیث هم نه دي ویلي، کومو چې د لمړنیو مسلمانانو د ژوند کولو راز راپه ګوته کوي. ځکه؛ نوره نړۍ هم خبره نده، چې مسلمانان څومره متمدن وو، چې آن هغه وخت، چې په ځمکه لمړني انسان ژوند کاوه، دوی د ژوند کولو الهي قوانین درلودل. که چیرې زموږ مولوي صیب دغه تدریس وای، د دې باره کې یې بېلابېلې لیکنې کړې وای، نن به پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاست تاریخ له بین النهرینه او یونانه نه پیل کېده. موږ متمدن یو، خو چاته زموږ د متمدنوالي د ښوولو ژبه نه لرو. ځکه؛ نوره نړۍ مسلمانان وروسته پاتې بولي.
لوی سیدجمال الدین افغان هم وایي، چې د مسلمانانو وروسته پاتې کیدل د هغوی د مولیانو د وروسته پاتي فکر زېږنده ده.
زموږ مولوي صاحبان لا اوس هم د نکاح تړلو، نوي زېږدلي ماشوم ته په غوږ کې د اذان کولو، د قربانۍ د پوستکو راټولو، د قدوري او نورالیضلاح تدریس ته له پیړیو ناست دي. له ممبر څخه د ثواب او عذاب، د جنت او دوزخ خبرې کوي. خو کله یې هم ونه ویل، چې اسلام له سیاست سره څه اړیکه لري. کله یې هم ونه ویل، چې مسلمانان څنګه پرمختګ وکړي. کله یې هم ونه ویل چې زموږ دین به ځکه تر قیامته ويو چې زموږ دین تړلی دین ندی بلکې د وخت او زمانې مطابق پریکړې پکې نغښتې دي. د دغو پریکړو د پیدا کولو لپاره اجماع، اجتهاد او قیاس د دین منابع دي، چې د وخت د دین علماوو ته یې چارې سپارل شوې دي.
که په قرآن عظیم الشان کې د سیاست کلیمه نشته، نو دا پدې دلالت نه کوي، چې په اسلام کې سیاست نشته. کله چې خدای ج بنده ګانو ته په عدالت حکم کوي، یعنې پدې معنی چې عدالت باید د یوې مرجع لخوا، چې دولت دی، تامین شي. په قرآن عظیم شان کې د الملک کلمه شته، په قرآن عظیم الشان کې اولولامر کلمه شته، چې ټول د سیاست رنګ ثابتوي. خو ولې زموږ مولوي صاحبان له سیاست نه بده مني. که په دې باور لرو، چې حکومتونه فاسد دي، ولې د دې پرځای چې د هغوی د اصلاح په لار کار وکړو، پرځای یې خلکو ته ووایو، چې جهاد فرض دی، چې پایله یې په ټوپک راخیستلو او وینه توېدلو تمامیږي. په اسلام هغه وخت د حکومت پر ضد جهاد پرخلکو لازمیږي، کله چی پادشاه په خپله خوله په صریحو الفاظو د کفر اعلان وکړي. که د کفر اعلان یې نه وي کړی، پر ضد یې جهاد نه بلکه ناحقه جګړه روانه ده. که چیرې اسلامي شریعت نه پلی کوي، هغه کافر نه بلکه ګنهګار دی. ځکه هغه خو په خپله خوله انکار نه دی کړی، بلکه شاید د څه مجبوریتونو له وجې، چې زمینه ورته برابره نده، ونشي کولای ځینې اسلامي احکام پلي کړي.
که مثال، یی طییب اردوغان ورکړو، ښه به وي: ترکیه مسلمان هیواد مسلمان ولسمشر لري، خو دغه ولسمشر د ځینو داخلي او بهرنيو مجبوریتو له خاطر نشي کولای په یو وار د ترکیې د سیکولر حکومت کاږه قوانین سم کړي. هغه له ډېرو کلونو راهیسې ولسمشر دی خو لا تراوسه په ډيرو کمو اړخونو کې توانیدلی چې بدلونونه راولي.
که ځینې مولوي صاحبان او ځینې مقتدیان یې پدې باور وي، چې د فاسد حکومت حل لاره یې له منځه وړل دي، نو دا خو نه په اسلام کی شته نه په قرآن کې.
ځکه حنفي فقه هم پدې باور ده، که چیرې له دوو ستونزو سره مخ شوای، د هماغو دواړو ترمنځ یې کوچنۍ وټاکئ، ترڅو د لویې هغې څخه یې ځان وژغورئ. که دا ډول یې ووایو ، هغه حکومت چې ځینې ورته فاسد وایي، دغه یوه کوچنۍ ستونزه ده، خو د حکومت له منځه وړل یې لویه ستونزه کېدلای شي. که حکومت له منځه ولاړ شي، د پرمختګ رېښې له منځه ځي. د هیواد بنسټيزې پروژې خاورې کیږي او هیواد د دې پرځای چې د پرمختګ په زانګو کې وزنګوو دا به ښه نه وي چې د بدبختیو کندې ته یې ورټيله کړو.
سقراط هم وایي : که چیرې تاسې په هغه جغرافیه کې ژوند کوئ، چې هلته ظالم حکمران واک په لاس دی، نو که تاسې ورسره مقابله کولای شوه او له هغه څخه مو ښه حالات راوستلای شو په اړه یې اقدام وکړئ خو که چیرې مو کافي قوه هم نه درلوده او تر هغه مو ښه حالات هم نشو راوستلای ، تاسې یې د سیوري لاندې ژوند وکړئ. که ژوند نه کوئ نو له هماغه ځایه مهاجر شئ
که افغاستان ته راشو، دلته جنګ دوام موندلی دی. د خلکو وینې هره ورځ توییږي. وسله وال د دې پرځای چې ښه بدلون راولي، د وینو کندې ته مو ورټيل وهي. د حکومت د له منځه وړلو او بیا جوړولو لپاره کومه کافي قوه او تګلاره هم نه لري. نو بیا ولې د حکومت د اصلاح په لاره کې جهاد ونه کړو د دې پرځای چی په کلونو ګونګه ، له کامیابۍ لرې مبارزه مو د دولت د له وړلو لپاره پیل کړې.
په پاکستان کې یوه خبره ډيره عامه ده، هغه دا چې ( هزار روپیه ایک فتوا ) زموږ ځوانان هم د همدغو سیاسي فتواوو ښکار دي. څه وخت مخکې د ایران او سعودي ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې، نو د سعودي لوی مفتي ډير ژر فتوا ورکړه، چې ایرانیان مجوسیان دي. پداسې حالت کې، کله چې د ایران او سعودي اړیکې ښې وې، نوموړې عمر خوړلي سپین ږیري مفتي هغه وخت فتوا ورنکړه. دین باید د سیاست ښکار نه کړو. له دین څخه باید قدرت ته د رسېدلو زینه جوړه نه کړو. ځینې د دې پرځای، چې دین ته توهین او ضرر رسوي خپله مبارزه هم ورته سپیڅلې ښکاري. هغه دې پوهه شي، چې دوی د هغو فتواوو ښکار شوي، چې زر روپۍ بیه لري.
په اوسنۍ نړۍ کې له یوسف قرضاوي پرته اکثره مفتیان درباري فتواوې صادروي. هر دولت د مولانا فضل الرحمن پشان درباري مفتیان لري. اکثره څارګر سازمانونه لکه ای ایس ای د پاکستان څارګره اداره هم ډيرۍ مفتیان د جنګ د دوام لپاره روزلي. دا ځکه چې زموږ مسلمان ملت ، دین د ملا صیب په خوله کې ویني. خپله اسلام نه وایي، خپله د اسلام د مقصدونو او د اسلام د نزول له مرام څخه ناخبره دي، خپله د جهاد اصول او اسلام ته د دعوت اصول نه وايي، خپله د اسلام له سیاسي نظام او د اسلام د نړیوال نظام څخه ناخبره دي. خو د هغه ملا او مفتي خبرې ته یې ښه غوږ نیولی وي، کوم څوک چې له یوڅو حدیثونو پرته د اسلام له پراخ علم څخه ناخبره دی. او که خبر هم وي، د کوم چا لپاره به یې خدمت ته ملا تړلې وي. دین خو یوازې د ملا ندی، دین خو زموږ ټولو مسلمانانو دی. کله چې په نړۍ کې کفار کومه علمي تجربه ترسره کړي، وروسته بیا زموږ ملا صاحب دعوا وکړي، چې دا خو په اسلام کې وار د مخه وو. ملا صاحب تا ولې دین په خپل لاس کې نیولی. ولې خلک له دغو رازونو نه خبروې، کوم چې د خدای ج رازونه دي.
مسلمان ملت او په ځانګړي ډول ځوانان  دې په ډیر احتیاط سره ژوند وکړي. دوی دې خپله اسلامي مطالعه زیاته کړي. له افراط او تفریط سره خدای پاماني وکړي. دوی دې د اسلام په وړاندې خپل رښتیني مسولیت ته ځیر شي. ځوانان دې د هر ملا او هغه مفتي، چې دین څخه یې د سوداګرۍ په توګه ګټه اخیستې د هغوی په سوداګریزو خبرو ونه غولیږي.  ځوانانو ته پکار ده، چې د اسلامي موضوعاتو په اړه تحقیق وکړي، ترڅو له هغې ګونګتیا څخه چې ورسره مخ شوي، ځان وژغوري