امر الله صالح په خپل رنګ کې کوټ دی

 
امر الله د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د ملي امنيت رئیس وټاکل شو، وړاندې له دې امر الله په خپل کلي کې د کاږه په نوم مشهور و، خو د کرزي د ځانګړي طبیعت له مخې امر الله صالح شو ، د سیمي او نړۍ د استخباراتي کړیو په مرسته يې روند سبز، روند سیا او روند سرخ پرانیستل او د خپلو بادارانو په باد راغلو پېسو دومره وپړسید چې نن ان په ملي مسايلو او مشاهیرو مسخرې کوي.
امر الله په تازه اقدام کې په خلکو غږ کړی چې د حزب اسلامي د امیر انجينیر ګلبدین پر وړاندې خپل شکایتونه د روند سبز دفتر ته وسپارئ او د خپل حق غوښتونکي شئ او پرېنږدي چې حکمتیار او د ده ملګرو ته قضايي مصونیت ورکړل شي.
د امر الله صالح په خبره انجينر ګلبدین حکمتيار د ګڼ شمېر هېوادوالو په وژنه تورن دی او نه باید دا ډول خلکو ته قضايي مصونیت ورکړل شي.
که څه هم امر الله صالح خپل مخاطبین نه دي ځانګړي کړي، خو کیدای شي مراد یې د ۷۰مې لسېزې کورنۍ جګړې وي چې تر ډېره په کې د همدغه امرالله صالح چړسي او غل بانډ ښکېل و.
کېدای شي د امر الله صالح  مخاطب صالح محمد زیری وي چې همدغه ناصالحو يې په مکریانو کې ۷۰ کلنه مېرمن او ۷ کلنه لور تر بې عزتۍ وروسته و وژلي  او یا کېدای شي صالح دا غږ د هغو بې دفاع پېغلو په حق کې پورته کړی وي چې د همدوی طاغوتیانو د وېرې او ترس له لاسه يې ځانونه د پنځمو او اوومو پوړونو ښکته وغورځول.
او یا یې هم کېدای شي دا چيغې هغو بې ګڼا هزاره خویندو ته کړې وي چې د همدغه سرطاني باڼد له خوا په افشارو کې له زنا وروسته په بې رحمانه توګه په شهادت ورسېدې.
د امر الله صالح او د ده د مکار او ظالم بانډ او ډلې تاریخ د هر افغان او کابلي په جېب کې پروت دی په ځانګړې توګه د کابل ښار له طلا فروشانو او صرافانو يې که پوښتنه وشي نو کیدای شي هر ویښ او بېدار ضمیر یې له اوریدو عاجزه شي.
په هر صورت امر الله او ډله يې په تاریخ کې ثبت ده، او ټولې کارنامې به يې ان شاء الله یوه ورځ نه یوه ورځ برملاء شي او د ۷۰مې لسېزې د ناورین او کورنۍ جګړې دغه اصلي لوبغاړي به د محکمې مېز ته وخيژي.
د امر الله جان دا ډول خبرې په خپل ځان عریضه کول دي او هڅه کوي تر څو په دې ډول بغارو سره خپل هغه تیر جنایات پټ کړي چې پټول یې د امکان تر پولو تیری کوي، نوموړی او ډله یې هڅه کوي تر څو خپل سره او کرغېړن لاسونه د حزب اسلامي په امير او د دغه ډلی په نورو مشرانو پاک کړي او دغه ډله د ۷۰مې لسیزې پړه وګڼي.
خو د دغو جګړو ډیری پټ اړخونه د ځینو ادارو له خوا څېړل شوي چې تر ډېره په کې همدا د امر الله صالح ډلګۍ پړه بلل شوې ده، او د کابل همدغه لاپزن فاتحان او مقاومتګر به یوه ورځ نه یوه ورځ د کابل اصلي قاتلان او قصابان په ګوته شي.