
له هغه نه چې د حزب اسلامي پلاوی د سولې او ټیکاو په خاطر کابل ته راغلی، یو شمېر کړۍ غواړي د حزب اسلامي او حکومت تر مینځ د سولې د روان بهیر پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او روانې خبرې له یو ډول خنډ سره مخ کړي.
په لومړيو کې کله چې د حزب اسلامي امير انجينیر ګلبدین حکمتيار د سولې د خبرو لپاره خپل پلاوی کابل ته را ولیږو نو امریکا په ډېره بیړه سره د حزب اسلامي د دوه غړو نهضت یار او نوبهار نومونه په تور لېست کې داخل کړل او هڅه یې کوله چې په دا ډول کړنو سره د سولې خبرې سبوتاژ کړي او خپله روانه لوبه لا وغځوي، خو حزب اسلامی د امریکا په دغه عمل باک را نه وړ او خپلو سولیيزو هڅو ته يې دوام ورکړ.
په دویم قدم کې ځینو هغو کړیو چې په ښکاره او پټه د امریکا په چوپړ کې بوختې دي او له څو کلونو راپدیخوا د مجاهد او جهاد په نامه د خلکو د رګونو وینې ځبېښي د حزب اسلامي سره د روانو خبرو د سبوتاژ هڅې وکړې، خو د حزب اسلامي پلاوي په خورا سړه سینه خپلو هڅو ته دوام ورکړ او هڅه یې وکړه چې د سولې خبرې په بریالیتوب سره پای ته ورسوي.
بیا ځینو امریکا پلوه رسنیو هڅه وکړه چې د حزب اسلامي د پلاوي د منځوي کېدو خبرې تر عامه ذهن پورې ورسوي او د سولې په اړه هغه تمې چې خلکو ته پيدا شوې وي یو ډول غلې کړي او داسې یو وښوده چې ګواګي ولسمشر لندن ته ځکه سفر کړی چې له روانو خبرو سره کومه دلچسپي نه لري.
ولې خبرې بریالۍ شوې او د حکومت له خوا رسما د حزب اسلامي امير ته هغه مسوده واستول شوه چې له دوه میاشتنیو هڅو وروسته نهايي شوې وه او که احیانا د حزب اسلامي د امير انجينیر ګلبدین حکمتیار له خوا ومنل شوه نو دسولې او ټيکاو په برخه کې به یو لوی ګام اوچت شوی وي.
اوس ځینې کړۍ او اشخاص چې په ښکاره توګه د امریکا او د هغو د متحدینو لخوا یې حمایت کيږي او یوه او بله بهانه غواړي روانې هڅې یو ډول تر خپل اثر لاندې راولي او د سولې د دغو هڅو مخه ونیسي.
تېره ورځ سیما ثمر د حزب اسلامي امیر په بشري سرغړونو تورن کړ، او د نوموړی د محکمې غوښتنه يې وکړه، سیما سمر په افغانستان کې د بشر تر ټولو لویه ټیکداره ګڼل کېږي، خو نوموړي کله هم د هغه ماشومانو د وژونکو په اړه د محکمې ناره اوچته نه کړه چې د بهرنیو ځواکونو له خوا په کنړ کې په بې رحمانه توګه په شهادت ورسیدل او نه یې هم د هغو ښځو د قاتلینو په اړه د عدالت غوښتنه وکړه چې په کندهار کې د همدغه بشردوستانو په رحمانه برید کې په ډلیيزه توګه په شهادت ورسیدلې.
اغلې ثمر نه د رقص زنده د ناقیضنو په اړه د عدالت چيغه اوچته کړه او نه یې هم د هغو سرونو په اړه کومه نیوکه وکړه چې له میخونو ډک په دیوالونو وځړیدل، او نه یې هم د هغو ښځو د سینو پوښتنه وکړه چې د آغلې د ملګرو په واسطه په رحمانه توګه جلا کېدلې او نه یې هم په یادو جنایتونو د بشر ضد فتوا ورکړه او نه يې هم د هغو عاملینو ته د حکمتيار په شان د محکمې دروازه وټکوله.
اغلې سیما ثمر تر دې ماموریت وړاندې په سوډان کې ماموره وه او هڅه یې کوله چې سوډان په جنوبي او شمالي سوډان و ويشي، نوموړي به جنوبي سوډان کې د هغو عیسویانو او نورو کفري ډلو ملاتړ کولو چې د مسلمانانو پر وړاندې جنګیدل، چې اوس هم عملا په همدغه دنده کې دلته لګیا ده او هڅه کوي دغه لوی ولس پر منځ سره و ویشي او د خپل بادار ور سپارل شوې دنده په ښه توګه تر سره کړي.
د امریکا بل مامور زلمی خلیلزاد هم په داسې مهال کې د بشر دوستۍ او بشر پالنې چيغه اوچتوي، چې غاړه يې د بشر دښمنۍ له مډالونه ډکه ده، د زلمي خلیلزاد جنایتونه له هیچا پټ نه دي، نوموړی په عراق او افغانستان کې د هغو زرګونو شیهدانو او معلولینو پوروړي دی چې په ډېره بې رحمانه توګه د نوموړي د بادارنو له خوا په وینو کې غوپه شول، نوموړي په عراق، افغانستان او ګڼ شمېر نورو هېوادونو کې د هغو پروژو مسوول دی چې هره ورځ په کې په سلګونو بې ګنا کسان له خاوره سره خاورې کيږي، خو ښاغلي یې پر وړاندې حتی د یوه اه په اندازه هم ساه نه ده کښلې او نه یې هم د دغه ناورین په اړه یوه کلمه تر کوم نړیوال پورې د شکایت په پار رسولې ده.