سپوږمۍ رڼا چــــــې په اوبو کـــــې ناڅــــــــي
داسې موزړونه په ســـــــــينو کــــې ناڅـــــــــي
په دې خـــــــــو يواځــــــې نه ده شــــېخه واوره
ســتـا چــــې ايمان بيا په تســـبو کې ناڅـــــي
د زړګي بڼ مــې چې بېلــــتون خـــــــــزان کــړ
ځــــــکه مې اوښکې په لېمو کـــې ناڅــــــــــي
زه لاله هانده ګرځـــــم ته بــــــې پروا ګرځـېږې
خودبه مې وينه په رګو کـــــــــــــــــــې ناڅـــــــي
دا چــــــــــــــې يې زړه بند په بنــــــد وتــــــــــــړي
د (ضيا)مـــــــــينه زمزموکـــــــــــــې ناڅــــــــــــي
ضياالرحمن (سپين غر )
وروستي