 
        	    
                    
                                    
                    له ارزوګانـــــو ســره ولاړې په ارمــان شهيــــده 
تا د خـپل قوم لپاره وقــف کړ خـــپل ځان شهيـــده
دنيا کـــې هيــچا ســـتا پوښتنه غمـخوري و نه کړه
اوس فريادي ولاړيې حــضور ته د سبــحان شهيده
عــمر دې ټول د ظالمــانو جــيلخانو کــې تير شـو 
تا د خپل قوم مينه پرې نه ښـوده هيـڅ شان شهــيده
د خپل زړګي په وينو سور کفــن دې ګورته يو وړ
دغـــه د چا له ظـــلمه نه وې ســرګــردان شهيـــده
د ازادۍ ناوې دې پاتـــې شـــوه د بل په کــور کـې
اوس دې پښتون کاندي په ځای ستا د ارمان شهيده
زه ملنـــګ جان يم مــجاور ســتا د مزار د خاورو
د عيــش پرسـتو خلـکو نه يــم مــدح خوان شهيــده
 
 

 
                  
 
             
            