د وطن پېغلې غونډې مې
څه سپېرې سپېرې ښکاریږي
لکه پېغلې د وطن مې
چې په خاورو کې لوغړیږي
***
لاس د مات شه په مړوند کې
چې و هې په غرو کې لمنځې
که ښېراوې مې لګیږي
خداې د ونیسه په ښنځې *
***
دغه ښار دغه کوڅې خو
ستا د پلار ستا د نېکه دي
جوماتونه یې قبلی ته
تاته چا وې چې کاږه دي
***
نه کافر یم نه ملحد یم
زه سپېڅلی مسلمان یم
بس همدغه مې ګناه ده
چې پښتون یمه افغان یم
***
راشه راشه لېونیه
ته په څه باندې خفه یې
چې خپل ښار په توپو ولې
دومره ولې په غصه یې
***
زلمی حبیبزی
وروستي