غزل

درتــه راغلــم لــــه ژوندستړی سمندره
سامـــې واخلـــه وړه مې مړی سمندره

ډير اولاد دې دادم ګرداب خــــوړلـــی
تــه وا ته هــــم ژرنده ګـــــــړی سمندره

مخالفې تشبېه ګانــــې دې کړي خلک
څوک دې مار بولي څوک پړی سمندره

لــه مــــــا ښه ېې دچا کار در سره نشته
زه د ډېــــــرو پــــــــوروړی سمـــــــــــندره

ستا دې مړوڅپوترې تت تصوير دی وړی
در ياد نـــــه شـــــــي ا وګــــــړی سمـــندره؟

دفنا پايلــــــې لــــــه تـــــه سره يو ځای کړ
لاروی دی اوبــــــو وړی سمــــــــــــندره

 اسماعيل لاروی