افغانان او سیاسي شعور

 
د نړۍ ډيرو هیوادونو د استعمار له مداره ځان نشو ژغورولی او په همدغه مدار که ناغوښتي څرخیدل. یعنې په نړۍ داسې دولتونه ډیر کم او یا نشته، چې د استعمار لاندې نه وي راغلي. دا چې استعمار د یوه ملت د احساساتو وژونکی دی، نو یوه بده ظالمه سیاسي پدیده ده . افغانانو هم د استعمار او استعمارګرو هیوادونو سره پنجې نرمې کړي. د ډیرو د قدرت نشې او خمار یې ورمات کړی، خو که برعکس بل ډول یې ووایو، د نړۍ نور ملتونو هم د استعمار لاندې ژوند کاوه. ځکه چې د کمزوري ملتونه او دولتونه د ځواکمنو هیوادونو له خوا استعماریدل . مستعمره هیوادونو ضعیف اقتصاد او یا یې اقتصاد په نشت شمیرل کیده. هغوی سیاسي ثبات نه درلود، له بشري ناورین سره لاس او ګریوان وو. کله به چې داسې هیوادونه مستعمره شول، هغوی به په استعمار ګر هیواد پسې توره ټوپک نه راخیست، بلکې استعارګر به که هرڅومره هم د لوټ ، چور او وژلو په روحیه راغلي وو، د دوی مقاوت نه کولو به د استعارګرو فکر وربدل کړ. د مستعمره ملت سره به یې ښې اړیکې پیل کړې. مستعمره ملت به هم د هغوی له شته امکاناتو په ګټې اخیستلو خپل ژوند تیروو.
له افغان خاورې سوېلي آسیا ته، په ځانګړي ډول د هند نیولو لپاره ۲۶ امپراطوران د میلاد نه د مخه تر اوسه پورې تیر شوي. خو هر ځل افغانانو په سره توره ورسره جنګ کړی او هغوی یې د خپل قدرت نشې ته ندي پریښي. د افغانانو سره خپله هم د سیاسي نظام د پایښت او جوړښت فکر کمزوری او یا نه وو او همدارنګه د سیاسي سیستم پرمخ وړلو لپاره یې امکانات هم نه درلودل. نورو ملتونو چې همدغه حالت کې ژوند کاوه، هغوی د امپراطورانو پر ضد توره راوانخیسته، بلکې هغوی له امپراطورانو سره ښې اړیکې وساتلې. هغوی پوهیدل که موږ په بحران کې ګیر ملت ورسره جګړه وکړو، او جګړه وهم ګټو بیا هم ډيری  ملت به مو وژل شوی وي. له جنګ نه راوتلی ملت چې له جنګ دمخه هم په بحران کې ګیر ؤ، د بحران په ځاله به بدل شي. هماغه ؤ، چې نوموړي ملتونو به د امپراطور سره د تفاهم ګډه ژبه پیدا کړه، چې پر اساس به یې د مستعره ملت او استعمار ګر دولت دواړو ګټې خوندي وې.
ګاونډي هیوادونه هند، پاکستان او بنګال هم د انګلیس د استعمار لاندې وو. سمده چې انګلیسانو هلته ظلمونه وکړل او همدغه ظلمونه د خلکو په وژلو هم تمام شول، خو هغوی که په سره توره ورسره جنګیدلي وای د هند خاوره چې د انګلیسانو له خوا پکې اقتصادي، سیاسي او داسې نورو برخو کې پرمختګونه شوي وو، هم به له منځه تللي وو.
سمده چې موږ په خپل بهرني سیاست که ناکامۍ درلودې خو بهرني سیاست له داخلي هغه یې سرچینه اخیسته. افغانان نه یوازې، چې په بهرني سیاست کې ناکامه وو بلکې داخلي سیاست یې هم بریاوې نه درلودې.
په افغانستان کې تر اوسه عامه افکار سره ویشلي او په یوه زاویه ولاړ ندي. عامه افکار په نورو هیوادو که داسې رول لري، لکه چې د غره له سره اوبه او سېلاب راخوشې شي. په لاره کې ورسره هر مخ کیدونکی څیز له ځانه سره یوسي. عامه افکار د سیاسي شعور د غښتلتیا بنسټ دی. تحصیلات، فرهنګ، چاپي، غږیزې او تصویري رسنۍ او تحقیقي مرکزونه د عامه افکارو په جوړلو کې ژور رول لري، چې مظاهرې هم د عامه افکارو د بیان ښکارندویي کوي. خو د افغانانو سیاسي شعور دومره کمزوری دی، چې آن خپلې رایې په پیسو خرڅوي. هغه ملت چې خپله اراده په پيسو خرڅوي، هغوی کې د بدلون احساس هم وژل شوي وي. دلته که د دوو کسانو ترمنځ شخړه هم وي، ملامتي یې پر حکومت ور اړوي. داسې فکر نه کوي، چې حکومت هم د ملت د خلکو له یوې برخې څخه جوړ شوی دی. داسې فکر نه کوي، چې زموږ مکلفیت د حکومت پر وړاندې څه دی، خو تل حکومت مکلف او پړ بولي.
د عامه افکارو او سیاسي شعور په کمزورتیا کې د افغانستان قومي سیاسي جوړښتونه هم رول لري، چې د افغانستان خلک د ناراضیتوب سره سره دغه مجبوریت ته غاړه ایښې، او د یوه قوم د پادشاه خبره، ښه وي او که بده وي په کلکه ورته نعره تکبیر وایي.
سمده، چې په افغانستان کې به ځینې حکومتونه د خلکو د ارادې لپاره ځواب ویوونکي نه وو، خو ځینو حکومتونو بیا د خلکو د ارادې ښکارندوي کوله، چې همدغه ملامت ملت هماغه مشروع حکومتونه ملامت وبلل، چې پایله یې په بشري٬ سیاسي او اقتصادي بحرانونو تمامه شوه.
د نړۍ ډیرو هیوادونو يو ځل ازادي اخیستې. هغوی یو اتل لري. خو زموږ د ملت ډېر اتلان او ډیر خاینان ، ډیرې خپلواکۍ هم زموږ د سیاسي شعور د کمزورۍ پایله ده.
ګاندي خپل ملت ګاندي کړ. د هندوانانو سیاسي شعور لوړ وو. هغوی ځکه د داخلي او بهرنیو دسیسو ښکار نشول . نېلسن منډیلا کله، چې له زندانه خلاص شو، هغه کسان یې هم عفوه کړل کومو چې منډیلا ته په زندان کی سختې شکنجې ورکړې وې.
موږ چې کله خپلواکۍ تر لاسه کړې ، یو او بل مو د دښمن څخه په پاتې غنیمت سره وژلي دي. دلته د ملت سازی معمار یا نجار نشته.
سیاسي شعور او عامه افکار د سیاسي ثبات ضمانت کوي. سیاسي ثبات د ملت د پرمختګ او د حکومتونو د پرځېدلو څخه مخنیوي کوي او همدارنګ د هیواد د سیاسي چتر ستنې تل پاتې ساتي، چې زموږ سیاست دوامدار او بریالی وي. طبیعي خبره ده، چې اقتصاد هم پرمختګ کوي. کله چې د یوه هیواد اقتصاد او سیاست سره متوازن پرمختګ ولري نو پدې باید پوهه شو چې هماغه حکومتونه هوښیار ملتونه لري.
که پایله یې په دې ورونغاړو، لکه څنګه چې په یوه متل کې وايي، چې څنګه یې غر هماغه شان یې کربوړی . راځۍ نور خپل حکومتونه بدنام نه کړو. د هغوی د اصلاح لپاره خپل سیاسي شعور لوړ کړو. که چیرې زموږ سیاسي شعور او عامه افکار غښتلي وي، حکومتونه پخپله د خلکو له ویرې له کږې لارې سمې هغې ته یې راځي . خو که چیرې عامه افکار مو ویشلي وي، سیاسي شعور مو کمزوری وي، هر مشروع حکومت ته به نا مشروع وایو او د هر نامشروع حکومت د هیڅ اقدام مخه به نشو نیولی. بیا به هغه قیصه وي، چې وایي زوړ ملا، زړې تراویح.