
افغان ټولنه د سټرس او پریشانئ زانګو ده ٬ ټولنه هم له کورنیو نه منځ ته راغلې او همدغه کورنۍ د ټولنې د جوړښت واحدونه دي.په افغانستان کی د څو لسیزو جګړو دوام نه یوازې زموږ په ټولنې ژور تاثیر درلودلای بلکه زموږ کورنیز نظام یی هم له ناخوالو سره مخ کړې دې.
له کوره د نجونو تيښته هم یوه ټولینزه ستونزه ده ٬ همدغه پدیده د بیلابیلو فکتورونو د یوځای والي زیږنده ده.
په افغانستان کی د قانون له لحاظه له کوره د نجونو تیښته جرم نه ګڼل کیږي. په قانون کی د نجونو تیښتی ته کومه اشاره نده شوې لیکن د افغانستان قضا د اساسي قانون د ۱۳۰ او ۱۳۱ مادې پر اساس هغه قضیې چی په اساسي قانون او نورو قوانینو کی ورته حکم موجود نه وي ذکر شوې د حنفي فقه او د اهل تشیع لپاره یی د څیړلو منبع جعفري فقه بلل شوی ٬ مګر یادې منابع په جزایي قضیو کی نه بلکه په حقوقي او مدني قضیو کی یی احکام عملي کیږي .
ځکه د افغانستان حقوق دانان او قضا پدی باور ده چی له کوره د نجونو تیښته د تاوتریخوالي څخه د ځان ژغورلو او واده کولو په موخه جرم ندې له دی خاطره چی هغوی د جنایت څخه د ځان ژغورلو په خاطر تښتیدلي دي ٬ بلکه که چیری همدغه تیښته د ناوړه اعمالو لکه فساد ٬ بداخلاقی ٬ غلا او نورو بدو پدیدو د ترسره کولو په موخه وي د همدغو پدیدو تر سره کولو وروسته جرم بلل کیږي. چی دغه قضیې د کور څخه د فرار په عنوان نه ٬ بلکه د ترسره شوي جرم په اساس لکه بداخلاقي تر عنوان لاندی یا د بیلابیلو ترسره شوو جرمي عنوانو لاندې څیړل کیږي.
د نجونو تیښته په هغو کورنیو کی ډيره پیښیږي ٬ کومې کورنۍ چی بی سرپرسته وي او یا یی سرپرستی د بدو اشخاصو له خوا ترسره کیږي.کله چی کورنی بی سرپرسته او یا د بدو اشخاصو لخوا اداره کیږي په کور کی عواطف له منځه ځي ٬ او نجونی داسی فکر کوي چی د ژوند د ستونزو د حل لپاره هیڅ خواخوږی نه لري . دغو نجونی د حقیقي خواږي او عشق په طمع وي د روحي فشار او ستونزو څخه د خلاصون لپاره غواړي ځان خلاص کړي خو خبرې نه وي چی د چا په دروغجن عشق به واوړي .
طبیعي خبره ده چی ښځې نسبت نارینوو ته د عکس العمل په مقابل کی د فشار زغمولو حوصله نه لري. که چیرې نجونی د هغوی له خوښې پرته په جبر او زور ورکړل شي ٬ د جبري واده څخه د ځان ژغورولو او یا په کور کی د تاوتریخوالي څخه د خلاصون لپاره ٬ هغه نجونی چی د ځان او کورنی عزت نه غواړي خاورې کړي د ځان وژنې په بیلابیلو لارو لاس پورې کوي ٬ کومې چی ځان وژلو ته زړه نه ښه کوي هغوی له کوره تښتي.
نجونو ته د زیاتې ازادی ورکول لکه د موبایل او فیس بوک استعمال او په کورنیو کی د داسې فلمونو لیدل چی د نجونو د تیښتې او فحشا صحنه پکې انځور شوې وي هم د دی پدیدې په منځ ته راتګ کې ژور رول لري. ډير ځل داسې پیښ شوي چی نجونو په یوه ټلیفوني اړیکه هم د یوچا په دروغجنه مینه دوکه شوې ٬ مقابل طرف د خپلو نامشروع خواشاتو د پوره کولو وروسته جینی پریښې ٬ چی وروسته یا یی د کورنی لخوا وژل شوې او یا د وژلو څخه د خلاصون لپاره یی په پټه فحشاخانو کی فحشا شروع کړې.
په کورنیو کی بی سوادي او فرهنګي فقر٬ په کورنی کی د نجونو شدید نظارت او د هغوی خواهشاتو ته د توجه نه کول او د هغوی ارمانونو ته په خپلو پریکړو کې ځای نه ورکول هم د نجونو له کوره په تیښته کی رول لري.ځینو کورنیو کی پلار او مور د کالبد په شان فزیکي حضور لري خو معنوي رول نه لري . د خپلو بچیانو ارمانونو او هغوی ته په پریکړو کی د خبرو کولو اجازه نه ورکوي.
په افغان ټولنه کی پيچلي رواجونه لکه ولور په بدو یا په بدل کی ورکول هم د نجونو په تیښته کی بی سارې رول لري . که چیری یوڅوک غواړي له یوچا سره واده وکړي ٬ د واده کولو لپاره کافي پیسې ونه لري او یا د جینۍ کورنی هغه هلک ته چی پیسی نه لري له هغه څخه د زیات ولور غوښتنه وکړي هم کولای شي د نجونو له کوره په تیښته کی رول ولري.
که چیرې په یوه کورنی کی د فرار مخینه موجوده وي ٬ د خپلی کورنی هغه غړې چی پخوا تښتیدلې وه ٬ هماغه تیښته ځانته د الګو او عنوان په شان ټاکي که چیرې د همدغې کورنی بل غړې له لږ فشار سره هم مخ شی د فرار لاره غوره کوي.
بعضې نجونې د زیاتو خواهشاتو درلودونکې وي همدغه نجونې د زیاتو خواهشاتو د پوره کولو انګیزه له هغه چا سره یو ځای کوي کوم چا چې د هماغو خواهشاتو د پوره کولو وعده ورکړې وي.
هغه کورنی چی د اولادونو ترمنځ توپیر کوي همدغه توپیر هم په کورنی کی د عواطفو او مهربانی په وژلو ختمیږي چی د کوره د نجونو په تیښته کی رول لري.
د کورنی ناجوړ د اوسیدلو چاپيرل لکه د پلار او مور په اعتیاد او مخدره توکو اخته والې د کورنی د اقتصاد او د کورنې د نظم ستنې کږوي چی پایله یی په کور کی په تاوتریخوالي تمامیږي ٬ چی د نجونو په تیښته کی رول لري.
ځینې وخت داسی هم پیښیږې چی ځینې نجونې ٬ هغه ښځی چی د خپل میړه سره په بستر والي قناعت نه کوي ٬ د خپلو جنسي خواهشاتو د پوره کولو لپاره خپل ژوند او کورنی له بربادی سره مخ کوي.
د نجونو تیښته په هغو کورنیو کی ترسره کیږي چی هغوی له اسلامي اصولو ناخبره وي ٬ هغوی د نکاح کولو٬ مهر او د نکاح د عقد له شرایط ناخبره وي.
یوازې نجونې ندي چی له کوره تښتي ٬ بلکه هغه ښځې چی له کورني تاوتریخوالی ٬ ظلم ٬ طلاق سره مخ شوې وي نوموړې حالت له کوره د ښځو په تیښته کی تاثیر ولري.
که چیرې د اسلامي امت د جوړښت هره کورنۍ د اسلام په اساساتو د کورنی ستنې ودروي ٬ هر پلار د خپلو بچیانو حقوق ٬ اولاد د والدینو حقوق ٬ میړه د ښځې او ښځه د میړه حقوق ٬ په کورنی کی د ژوند کولو طریقه ٬ د نکاح شرایط ٬ مهر او د مسلمانی کورنی ټول حقوق مراعت شي د نجونو تیښته به صفر ته راولویږي. په کورنی که د مسالمانی کورنی د اصولو تطبیق هر چا ته په کور کی خپل حق ورسوي ځکه اړتیا نه لیدل کیږي چی نجونې دی له کوره وتښتي.