سوله د ملت حق دی، نه پرملت احسان

 
د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره سوله او د لارې یې سیاسي محور ته داخليدل ښه او ستر کار دی. دا هغه کار وو چې په تېرو څو لسیزو کې ياد حزب د ملي مصالحې  چانسونه د لاسه ورکړل او د هغې دمه تردې دمه یې په افغانستان کې د حاکمو لنډ مهالونو او اوږد مهالو حکومتونو وسله وال مخالفت وکړ. د مخالفت کچه یې زیاته یا کمه، خو د یو متشدد مخالف وسله وال بلاک په حیث یې شتون درلود او په همدې اند یې اکثره سرسخته پلویان د شمشتو د نصرت ميني په کیمپ کې له پخوا میشته وو. په دې حزبي پنډغالي کې حزبي سیاسي مرکزونه،مکتبونه او د افغاني جهاد په نوم حربي منظم روزنیز مرکزونه موجود وو او دي.
که په وروستیو کې د افغان حکومت پروړاندی د حزب اسلامي وسله وال مخالفت کم رنګه وانګېرل شي د بل پلوه به د افغان حکومت پر وړاندی هلته د حزبي مهاجرو د نوی نسل متشدده فکري روزنه نه وي کمه شوي. هغوی که د نظام پر وړاندې د وسله وال مخالفت جوګه نشي، نو د متشدد فکري مخالفت ښه جوګه کیدای شي. چې د جهاد په نوم وسله وال مخالفت لپاره په اسانه قرباني کیدای هم شي او د حزب اسلامي په نوم به بیا داخطر ترپايه شتو حکومتونو ته د یو ډارن ګواښ په څېرموجود وي.
دا چې ولسمشر غني او ځینو نورو مدبرو او مخلصو خلکو د مدبرانه هلو ځلو په پایله کې د اوږد ځنډ او خنډ وروسته د حزب سره د بین الافغاني سولې لومړی پړاو بریالی شو او څلویښت کلنې جنګي ډلې پرته د کوم سیاسي تحول او غير مشروع غوښتنو د افغانستان اساسي قانون د یو معتبر مرعی الاجرا قانونې وثيقې په توګه ومانه او ورته یې د ژمنتیا غاړه کیښوده واقعا د جانبینو لپاره ښه لاسته راوړنه ده. او د ملت لپاره د خوښۍ ځای دی.
اوس باید کړې سولې ته هر حزبي د ولسمشر په څېر د خپلې اسلامي او ملي وجیبې په سترګه وګوري. نه پر ملت د کوم خاص احسان په سترګه! دا د تیرو حکومتونو او حزب اسلامي په ګډه ملي او اسلامي وجيبه وه چې باید دا کار یې ډیر پخوا کړې وای. پدې اړه تېر حکومتونه او حزب اسلامي ملت ته په ګډه ملامت دي . ځکه سوله د ملت پر دوي حق وو! نه، د دوي پر ملت حق.
داچې د نورو حزبونو په ګډون حزب اسلامي د تیرو کورنیو جنګونو یو مهم لورې وو. جنګ یې د هغه مهاله پېل او تر دې دمه یې دوام ورکړ، د هېواد د هر اړخیزې ورانۍ، تباهۍ، د زرګونو بې ګناه کابل میشته افغانانو د وژلو، کونډولو، یتیمولو او معیوبولو پرته یې بله کومه لاسته راوړنه او پایله ونه لرله.
د تاریخ د سپینو پاڼو او افغان غیور ملت د ذهنه دا تور داغ لرې کول اسانه، نه بلکې ممکن ندي.
دلته ملت دومره ځوریدلی، کړیدلی، دردیدلی او ویریدلی دی  چې د اسلامي حزب د کړیو ناخوالو او نادودو سره، سره هم ددوي سولییز راتګ لپاره نظرانې ورکړې او خورا خوښ شول. دا راتګ یې د تیرو ناخوالو د نه تکرار او پای په هیله په نیک فال ونیوه.
ملت به د ريښتينې سولې په پار د دوي ټولې تېرې کړنې وروبښي ، دا قرباني به هم ورکړي چې اسلامي حزب یې لا په سر بیا حکومت وکړئ. ځکه راتګ یې سولییز دی.
خو، اسلامي حزبه!
تاسې دومره ستغ جرئت مه کوئ چې ګويا تاسې هیڅ هغه څه ندي کړي چې په کولو یې د ملته بښنه وغواړئ! مانا داچې تاسې سپینې پریښتې وئ! نه مو کابل وران کړی، نه مو افغان وژلی، نه مو نظام ننګولی!دا حقیقت ومنئ چې د نورو واک خوښو جنګیالیو په ګډون تاسې هم  به ملت دا ناکردې کړي.
د ملته ستا د بښنې غوښتنه دومره درنه نده چې ستا کړي درانه ظلمونه لا وبښي.بلکې  یواځې ستاپه تیرو کړنو ندامت او خلاقي جرئت ثابتولای شی. ملت دېته تیار دی، ته تیار شه.
حزبه! لومړنی سولییز نومی راتګ دې پر ملت احسان مه ګڼه او په ترڅ کې یې د هر افغان نه د (حزبي کیدو) تمه مه لره، حزب پرې مه تحمیلوه.
سینه دې پراخه او فکر دې خلاص کړه، د تیرو کړنو د نقد حوصله ځان کې پیدا کړه په راتګ دې دا حق د ملته مه اخله په راتګ دې ځان (بري النقد) او مطلق حق مه ګڼه. نقد د ځان لپاره رحمت وګڼه او تیر مه تکراروه.د سیاسي او فکري محور مخالفت دې د اسلام تر دائرې مه منحصروه اود خپل عادتي حزبي انحصار څخه لاس واخله .
په نوي نسل کې د خپلو تیرو کړنو د ترویج مخه ونیسه. ملت ډاډه کړه، ملت د کورني جنګونو د جنګيالیو دومره ویریدلی چې ستاسې په سولییز راتګ لا د پخواني کورني، سمتي، قومي او اقتداري جنګ د نوي پړاو ګومان کوي. د ملت دا ګومان مه ريښتينې کوه ! د ملت په زخمونو د رحم پټۍ کیږده .
که دا کړنې ترسره کړې نو راتګ به دې رښتیا هم سولییز،اغیزمن او د تیرو ناخوالو د نسبي جبران سبب وګرځي .
که داسې ونکړي نو راتګ به دې د ټلوالې په څیر د هېواد او نظام لپاره دویمه سیاسي سرطاني غده وي. او په څیر به یې په اکثریت غالب، خپل غرضه اقلیت وې. او ملت به دې په سولییز نومي راتګ په ښیمانه او غولولې وي.