ځونډی
اوردمیـــنې راکړه چــــې لوګـــــی دې شم
وچ به دې نظـــــــــرکړم سپېلـــنی دې شم
خوله خودې پـــــــېزوان په اجاره یــــــــوړه
لاس دې رانږدې کړه چې بنګــړی دې شم
څڼـــــــــــې دې زماتـــــرمـــــــلاوپېــــــچه
ځان راســــــره وتــــــــړه مــېږوی دې شم
ښــــــه مــــــې په کتـــــوکتــــوکې وڅاره
ستازمریـــــوسترګوته کبلـــــــ؟ـی دې شم
تاخو په ګـــــلــــونــــــوزړه بایللـــــــی دی
راشه چـــې دهیـــــــلوپسرلــی دې شم
پاس مـــــــې د وربل په څــــــوکو وټومبه
ښکلې چې په څڼیوکې ببــــــی دې شم
اوســــم به دمشــکــــوله وږمـــــــوسره
یاره که په غــــــاړه کې ځونډی دې شم
«خــــــیال »په ګــودرونوباندې ګــــــرزوه
پرېږده چــې په سرباندې منګی دې شم
وروستي