لیکنه: مصطفی لطفی المنفلوطی
ژباړه: امین الله عادل
انسانيت هغه كلېمه ده، چې هر څوك د ستونزې او سختۍ پرمهال د هغې غېږې ته پناه ور وړي، هغه اصطلاح ده، چې د انسانانو بېلابېل رنګونه، شكلونه، فكرونه، دينونه او دودونه ټول په ځان كې را نغاړي، انسانيت هغه قاعده ده، چې د ټول بشر او انسانانو اړونده چارې او مسايل يو ډول تر پوښښ لاندې راولي، انسانيت هغه ټولنه ده، چې د آدم عليه السلام له پيدايښت څخه پيل او د اسرافيل د شپېلۍ په پوكي سره پاى مومي، بيايې كه څوك مني او كه نه نور په دې نړۍ كې د انسانيت ژوند پاى مومي، د انسانانو ښه او بد هر څه به ددنيا په له منځه تلو سره پاى ته رسېږي.
هره ديني، قومي او نژادي ټولنه ددې انساني ټولنې يوه برخه ده، هره ټولنه مخكې له دې چې بل نوم ور پورې شي، په سر كې انساني ټولنه بلل كېږي، بيا وروسته كه هر څو فرعي ټولنې او ډلې ترې جوړې شي بېرته په همدغه ټولنه پورې نښلي، يانې د بشري ټولنو سر او پاى انسانيت دى.
يو وطن پرست مبارز وايي:"زه له وطن او خاورې څخه دفاع كوم، له بلاوو يې ساتم، ځكه كه دا كار ونكړم، دا هېواد له منځه ځي او په دې وطن كې انساني ټولنه له ګواښ سره مخ كېږي".
دينپال مبارز وايي:"زما په اند انسانيت په ستونزو كې ښكېل دى، ځكه زوروركمزورى خوري، لوى كوچنى ګواښي، حاكم پر محكوم تېرى كوي، نو زه غواړم، چې دغه بشريت د هغه دين رڼا ته را وباسم، چې د انسانيت درناوى كوي او هلته څوك په هېچا ظلم او تېرۍ نه شي كولاى".
همدارنګه هرڅوك چې كومه مبارزه كوي په پاى كې ځان د بشريت او انسانيت خيرغوښتونكي بولي او داسې څه كوي، چې د ټول انسانيت په خير تمام شي، همداسې بايد وكړي، ځكه كه د انسانيت خير ښېګړه له پامه وغورځوي، په بشري ټولنه به نورې بلاوې هم را نازلې شي.
په دې نړۍ كې هېڅوك داسې نشته، چې له بل څخه په دين، رنګ، قوم، ژبه، سيمه، فكر، رسم او رواج كې توپير ونلري، نو هېڅكله داسې نه شي كېداى، چې ووايو: ته چې زما په دين نه يې او يا زما د خاورې نه يې، نو خامخا زما دښمن يې او زه ستا دښمن يم، ځكه كه دا لار پرانېستل شي، نو بيا لازمه ده، چې يوه سيمه له بلې سيمې سره په جګړه شي، يو هېواد له بل سره په ښكر شي، يو كور له بل سره لاس او ګرېوان شي، ان تردې چې پلار له زوى او زوى له پلار سره منګلې خښې كړي، ځكه دوى يو له بل سره توپير لري. نو له همدې ځايه به كركه او نفرت په زړونو كې ځاى ونيسي، بيا دوه كسان يو له بل سره نه شي يو ځاى كېداى، كورنۍ نه شي جوړېداى، كلى منځ ته نه شي راتلاى او ټولنه يو موټى نه شي كېداى، هر چېرې به كركه او نفرت حاكم وي، هر ځاى به غچ او انتقام وي او هر چېرې به ځان غوښتنه وي.
انساني ټولنه د انسان زړه ته نږدې او په هغه پورې نښتې پديده ده، ځكه همدا انسانيت دى، چې په بل يې زړه بدېږي، په غم يې ژړېږي او په خوښۍ يې خوشاله كېږي، همدا انسانيت دى، چې د نړۍ بې شمېره نژادونه، قومونه او توكمونه يې سره يو كړي دي، ددوى ترمنځ يې نږدې والى را وستى، ظلم، تېرى او ناروا يې د ټولو ترمنځ د بدو او مهرباني، مرسته او زړه سوى يې ددوى ترمنځ د ښو معيار ګرځولى دى.
دا بده نه ده، چې له يو چا سره دې د وطن پرستۍ او دين پالۍ نظريه وي، يا دې څوك خپل دين او وطن ته وفادار وي، خو هېڅكله بايد د انسانيت اصول تر پښو لاندې نه كړي او بايد له دې اند او نظريې څخه موخه د عمومي انسانيت خير ښېګړه وي.
او كه نه نو دا بيا د وطنپالنې او دينپالنې نظريه نه بلكې تش دروغ او خيال دى، دين دبشريت د خير ښېګړې لپاره راغلى او څوك چې هېڅ دين ته هم وفادار نه وي بايد دانسانيت پولو او اصولو ته درناوى ولري او هېڅكله له دې پولو سر ونه غړوي.
وروستي