
لیکنه: مصطفی المنلوطی
ژباړه: امین الله عادل
ځينو ښاغليو راته ليكلي:
ښاغليه ليكواله!
د ريښتيا او دهغه د اجر او ثواب په هكله مې ډېرې ښې خبرې واورېدې،... هم مې د درواغو او د هغو ناوړه پایلې او سخته جزا و پېژندله،... هم مې په دې هكله له آدمه تردې دمه د پوهانو هوښيارانو ويناوې واورېدې،... او دا پايله مې ترلاسه كړه، چې ريښتيا ويل د نېكمرغيو سرچينه او د غوره اخلاقو اوصفاتو بنسټ دى، هر چا چې ريښتيا ويل خپل كړل، نو هرو مرو به بريالى وي. له دې معلوماتو نه وروسته په دې كلك باوري شوم، دا زه چې د ستونزو كندې ته لوېدلى يم، لامل يې يوازې او يوازې دروغ دي او په دې هم پوه شوم، چې زما دا ګمان ناسم و، چې كله كله دروغ ويل تر ريښتيا غوره دي...
شيطان زما په ذهن كې د دروغو نيالګى كښېنولى و، چې ما به تل په دروغ ويلو سره اوبه وركولې، اوس مې له الله سره ژمنه كړې، چې له دې وروسته به هېڅكله دروغ نه وايم او د ژوند تر پايه به ريښتيا وايم او په دې هکله مې خپل هوډ ښه پوخ كړى او له الله څخه هيله كوم، چې په دې هوډ كې مې بريالى كړي، اوس دا دى غواړم د ځينو هغو ټكو يادونه درته وكړم، چې زه د خپل دغه نوي هوډ په ترڅ كې ورسره مخ شوی يم:
لومړى ټكى: په خپل دكان (هټۍ) كې كېناستم، هر پيرودونكی به چې راغى د هر څه په هكله به مې ريښتيا ورته ويل، د يو جنس د اصلي ارزښت او ګټې په هكله به مې ريښتيا ورته وويل، خو نوموړي به لا د ټيتې بيې تمه كوله او زما په خبرو به يې باور نه راته، نو زما بيه به يې لوړه وبلله او روان به شو، مخكې به مې په دروغو سره د جنس د اخيستلو بيه لوړه وښوده، نو ګټه به يې تر پام لږ ورغله او مال به يې را څخه واخيست، خو اوس په ريښتيا ويلو سره ګټه تر پام ډېره ورتله، نو جنس به يې نه اخيست او بلې هټۍ ته به ودرېد، زه به له سهاره تر بېګا د خداى هيلې ته ناست وم او له تشو بيه كولو پرته
مې بل څه ګټه نه وه او هېڅ جنس به مې نه خرڅېده، څو ورځې وروسته په بازار كې بيې لوړې شوې، نو هېچا زما هټۍ ته سر هم نه راښكاره كاوه.
دويم ټكى: په يوه مجلس كې كېناستم چې مشري يې يو داسې شيخ (پير) كوله، چې تل به يې دساده عقلونو سوداګري كوله، بې شمېره پیروان او مريدان پرې راټول وو او نوموړي پير د توكل په هكله خبرې كولې او دهغه مانا يې شرح كوله، ويل يې چې توكل په خداى كلك باور كول او له كار څخه د كښېناستو په مانا دى، په دې هكله يې آيتونه راوړل او په خپله خوښه يې مانا كړل، داسې حديثونه يې راوړل چې نه يې صحت معلوم ؤ او نه يې مانا، خدای خبر چې دكوم كتاب له ګېډې يې را ايستلې وو، ويل يې (كه په خداى صحیح توكل وكړئ، داسې روزي به دركړي، لكه مرغانو ته چې روزي وركوي، مرغان له خپلې ځالې وږي وځي او ماړه بېرته راځي) مايې خبري ونه شو زغملى، ور زياته مې كړه، چې پيرصاحب! دتوكل مانا دا نه ده چې ته خلك له كوښښ، زيار اوكار څخه لاس پر سر كړي، بلكې د توكل مانا داده چې كوښښ به كوي، زيار په باسي او په خداى به دا باوركوې، چې اجر مې نه ضایع کوي او ما ته به د خپل زيار په بدل كې يو څه لاس ته راځي، ته وګوره مرغان چې له كوره ونه وځي نو څنګه به ماړه نه شي؟ مرغان هغه مهال مړېداى شي، چې له خپلې ځالې ووځي، په ډوډۍ پسې وګرځي. دا خبره نه وه د تور ټوپك ډز ؤ، پير امر وكړ:"وباسئ دا ګمراه مې له مخې ورك كړئ" د څپېړو او لغتو وار نه را باندې كېده او تر دروازه يې بهر را ګوزارکړم، نېږدې وو چې له وهلو مې ساه ووځي، بيا به چې كله بېرون ته وتم، نوهر چا به مې په ليدوكيڼ لوري ته په پرله پسې توګه درې ځله لاړې توكولې اوبيا به يې ويل:" یا الله أعوذ بك من هذا" له دغه سړي څخه خدایه تاته پناه دروړم!
دريم ټكى: ښاغلیه له تايې څه پټوم، له خپلې مېرمنې څخه مې بېخي زياته كركه او نفرت كېده، خو بيا مې هم د ګډ ژوند د ساتلو لپاره له هغې سره ګوزاره كوله، خوږې او پستې خبرې مې ورته كولې، داسې څه به مې ورته ويل، چې په زړه كې به مې يې څرك هم نه لګېده، بس ګډ ژوند مو همداسې روان و، په ژوند كې مو څه ستونزه نه درلوده،
كله مې چې ريښتيا ويل پيل كړل او له دروغو څخه لاس پر سر شوم، نو ومې ويل، چې د خولې او زړه خبره مې بايد يوه وي، نو ښځې ته مې ريښتيا ويل پيل كړل، خوږې او له مينې ډكې خبرې مې د كركې او نفرت په خبرو واوښتې، بس له همدې ځايه مو ژوند تريخ او لا پسې تريخ شو او خبره له حوصلې او زغم ووتله، نور چې نه شوه، نو طلاق مو منځګړيتوب وكړ او لارې يې رابېلې کړې، مېرمن مې په يوه او زه په بله شوم او په دې سره مو كورنى ژوند ړنګ او بنګ شو.
څلورم ټكي: په يوه پيتاوي كې د بېكارانو بنډار ته ورغلم، چې د يوې او بلې خوا يې غرونه سره غوټه كول، د ځان هسكه او د نورو ټيټه يې ويله، په هر چا کې لګيا وو، چې دا هسې او هغه هسې دى، ډېرې داسې ښاغلې او مخلصې سياسي څېرې يې را اخيستې او بې شمېره تهمتونه او خيانتونه يې پرې تپل، زما چې نوره حوصله تنګه شوه ورغبرګه مې كړه:" اى خلكو: تاسې ولې داسې په پټو سترګو كتابونه لولئ ولې ځانونه د تشو افواهاتو او آوازو په رسيو تړئ؟! ولې بې علمه او بې دليله فيصلې كوي؟ ولې تور ته سپين او سپين ته تور واياست؟ ولې خلك زړه توري كوئ، كه تاسې دغه تهمتونه وايئ، نو هېڅوك به تاسو ته د كار كولو زړه ښه نكړي! ولې د ځينو خلكو په لاپو شاپو دوكه كېږئ او په اصلي خدمتګارانو پسې سپكې او سپورې واياست؟ ښه ته بد او بد ته ښـه واياست؟
په دې سره ما ددوى خير ښېګړه غوښته، خو دوى د ځان پر ضد وبللم او داسې یې وډبولم، چې تر ډېرو شپو له خپل بدن څخه ناخبره وم، چې چېرې دى!
پنځم ټكی: له ډېر ښاغلی سړي سره مې دليدو كتو ژمنه وكړه، ډېر په بيړه له كوره ووتم، ترڅو په خپل وخت ځان د ژمنې ځاى ته ورسوم، په لار كې مې په يوه شاعر سر شو ويل يې چې ياره يوې قصیدې ته به مې هرو مرو غوږ نيسې، چې څنګه ده، عذر او زارۍ مې ورته وكړې، چې ژمنه مې كړې، كله چې له هغه ځايه را وګرځم بيا دې يوې قصيدې ته نه بلكي لسو قصيدو ته غوږ نيسم، اوس يې پرېږده خو پر چا يې منې؟
مجبور شوم چې قصيدې ته يې غوږ ونيسم، نو په ترنم سره يې راته يو يو بيت دزړه په ژبه وايه او بيا به يې زما رنګ مطالعه كاوه، چې څومره اغېز يې را باندې وكړ، زه له غصې سور او شين كېدم او نوموړي ګمان كاوه چې دا زما دبيتو اغېز دى، پوره پنځوس بيتونه يې په ترنم کې راته وویل او بيا یې ښه غاړه تازه كړه او ویې ويل: دا دقصيدې لومړۍ برخه وه. ومې پوښت چې نورې څو برخې لري؟ ويل يې دا قصيده لس برخې لري او هره برخه يې له بلې اوږده ده، ما ورته وويل: اجازه راكوې يو څه ووايم، هو يې وكړل، ماورته وويل:"ډېر بېكاره او بې خونده شعر دى، څه چغن غږ دې دى، څه بېكاره ماناګانې دې پكې راټولې كړې دي، دا وچ الفاظ هم ته شعر بولې...؟
را باندې را ټوپ يې كړل ماهم خپله امساء ورته پورته كړه او په يوه وار سره مې يې قصيده پاڼې پاڼې كړه او بيا مې ور ترپ كړل پاڼې مې رتي پتي كړې، موږ سره چنګاو وو چې پوليس راغلل او دواړه يې لاس تړلي بنديان كړو، اوس دادى په زندان کې پروت یم او تاته د ريښتيا د پايلو په هكله دا ليك ليكم...
ښاغليه ليكواله هيله ده چې فتوىٍ راكړې او دا موضوع راته روښانه كړې، زه په ريښـتيا ويلو سخت بدګمانه شوى يم، ځكه د ريښتيا ويلو له كبله غريـب شوم، په خيانت او ګمراهۍ تورن شوم. او اوس دادى دهمدې ريښتيا له كبله په بنديخانه كې پروت يم.
د زندان ښاغلیه وروره!
تا د ريښتيا او دهغو د تاوانونو په هكله ليكلي دي او د ريښتيا په هكله دې خپل شك څرګند كړى دى، ان خبره دېته رسېدلې، چې ريښتيا يو بد كار او شر بولې او له ريښتيا څخه ناهيلي شوي ياست!
خو اصل پر خپل ځاى ثابت دى، دا ډول پېښې بايد د اصولو پر وړاندې ستا روحيه كمزورې او عقيده بدله نكړي.
ځكه د ځمكې پر سر ته لومړى ريښتينى نه يې او نه لومړى كس يې چې په دې لار كې دې ستونزې ګاللې دي، كه چېرې تاسې د فضايلو په مانا سم پوه شئ او په خپل فكر كې ځاى وركړئ، نو خامخا به يې هغه خوند وڅكئ، چې په دې لاره كې خلك ان له ژوند څخه هم تېر شوي دي.
ښېګڼه او سپېڅلتيا د پيسو اونورو وسايلو د ګټلو وسيله نه بلكې يو نفسي حالت دى، چې يو نفس د انسانيت لوړې درجې ته رسوي او د كمال لوړو پوړیو ته يې جګوي.
كه څوك ښېګڼه او سپېڅلتيا د ژوند دوسايلو او مال ګټلو په نيت خپلوي، په حقيقت كې دا كس د لويښت او سپېڅلتيا سپكاوى كوي، بلكې د يو سوادګريز جنس په څير يې ګڼي.
دا خبره هم سمه نه ده چې خپل اخلاق د ژوند د كچې سره پرتله كړې، كه يې د ژوند كچه لوړه وه، نو اخلاق يې ښه او كه د ژوند كچه یې تيټه وي، نو اخلاق يې خراب دي، ته وګوره چې څومره درانه او ښاغلي خلك بېوزله او غريب دي او څومره سپك او بېكاره خلك مالدار او شتمن دي او ښه ژوند لري. د احترام، وقار او درنښت مانا يوازې درانه او ښاغلي خلك پېژني، له سپكو خلكو څخه د درناوي تمه او هيله كول د آهنګرۍ په دكان كې دعطرو د لټولو اوپېرودلو په مانا دي.
ريښتيا هغه جنت دى، چې په ستونزو پوښل شوى دى، نو كه صادق او ريښتينى دغه جنت ته ځان رسول غواړي، نو په دې لاره كې بايد ستونزې او ربړې وګالي ځكه موخې ته ځان رسول هرومرو د ستونزمنو پړاوونو ترسره كولو ته اړتيا لري.
آيا داستا خوښېږي، چې تش پر تشه دې تاسې ريښتيني وبلل شئ، آيا غواړئ د انسانيت لوړې پوړۍ ته بې له ستونزو او تكليفه ځان ورسوئ؟
كه ته غواړې چې د ريـښتينولۍ درجې ته ځان په داسې آسانۍ سره ورسوې بيا خو دې د ريښتيا ارزښت له منځه يووړ!
آيا ته غواړې چې ريښتينولي همدومره ارزانه او آسانه وګرځوې، چې په حاصلولو كې يې هېڅ تكليف او ستونزه ونه ګالې.
آيا په دې خفه كېږې، چې څوك دې دكان ته در نه شي او يا دې څوك ګمراه وبولي او يا دې څوك ووهي، دا په داسې حال كې چې ته ځان د انسانيت لوړې درجې ته رسوې؟
پوهه شه چې دا ډېر لږ څه دي، چې تا ګاللي دي، ستا نه مخكې خلكو د انسانيت لوړې درجې ته په رسېدو كې ډېر څه ګاللي دي.
ښاغليه!
داد زندان ستونزې او ربړې دې مبارك شه او هم دې زغمليو ستونزو څخه مننه كور ودان چې په دې لار كې دې ګاللې دي.
زه دا لوړه كوم چې تاسې په سلګونو هغو خلكو څخه محترم او ښاغلي ياست، چې خلك يې ښاغلي بولي.
خو يوه هيله:
دريـښتينولۍ ارزښت مه راټيټوه، ريښتينولي او صدق د لوړ نفسه خلكو ځانګړتيا ده، په صدق باندې بدګوماني مه كوه، بلكې نور هم بايد صدق او ريښتينولۍ ته وفادار شې،
څوك دې بايد دوكه نه كړي او نه دې بايد څوك له خپل هوډ څخه واړوي، لږ نور صبر وكړه، ښخ كړي او كېنولي نيالګي په رسېدو دي، ژر ده چې تر سړه سيوره لاندې به يې آرام او د نېكمرغۍ ساه واخلې بيا به د خپل انسانيت څخه خوند واخلې او ډېر خلك به دا تمه كوي، چې دریغی موږ هم همداسې واى!.