د سالک صیب د ناول (پاتې شه باران دی) په اړه: 

انځور: مصطفی سالک

استاد اسدالله غضنفر وایې: ځیني کتابونه په بیا بیا لوستلو یا ویلو ارزي. زه فکر کوم د ښاغلی سالک صیب ناول چې (پاتې شه باران دی) نومیږي یو د هغو کلاسیکو ناولونو او کتابو له ډلې دی چې په بیا بیا لوستلو ارزي. ناول په اصل کې د پښتنې ټولنې د مینې په اړه ذهنیت ته له یوه فطري اړخه نظر اچوي او وړاندې د دوو ماتو زړنو کیسګۍ کوي چې د دوي د مینې د سفر قافله له کومه او څنګه پيلیږي. وروسته په ناول کې کیسه بیا نوره هم خوږیږي؛ خو د ناول پای په یوه دردمنه او نه زغمیدونکې تراژدۍ باندې ختمیږي. کیسه اساسا د سوو زړونه ده چې څنګه د مینې خزان یې د امید او هیلو پاڼې د نامالوم لوری په خوا وړي او څه راز یې برخه لیک د نور په لاس ټاکل کیږي او لنډه څنګه یې احساسات او عواطف د نورو د پریکړو ښکار کیږي. ښاغلی سالک صیب چې په ریښیتا یو نازک خیال او ژورخیال شاعر او لیکوال دی له خپل تحت الشعوره داسې واقعیتونه ته ګوته اوږدوي چې تل یې زمونږه ټولنه پر وړاندې مصممه ده. سالک صیب په خپل هسک احساس داسې د غزن د زړه له ګړنګونو او خوړنو انځورګرۍ او عکاسي کوي چې د هر سوي او مات زړه پري تسل کیداي شي. د کیسې د لوړې محتوا چې په شاعرانه مزاج لیکل شوي ترڅنګ، د لنډیو او شعرونه کارونه هغه څه دې چې ناول بی نظیره کوي او د لوستونکو پام نور هم ځانته را اړوي. یوه بله نادره ځانګړتیا چې دا کیسه یې لري هغه د تشبيه (ورته والى) کارونه ده چې داسې یو پرګراف به په تول ناول کې پیدا نشي چې په هغه کې دوه یا درې تشبیه نه وي کارول شوي. د مطالعې له نظره د تصویري ژبې کارونه او تصویریزو کلمو کارول د ذهن سره مرسته کوي تر څو مطالب او مفاهیم تل پاتی په لاشعور کې وساتې. 
په پای کې باید ووایم چې دا ناول هغه پښتو کلاسیک ناول دی چې له خپل وخته به پیړۍ پيړۍ د خلکو په زړنو حکومت کوي او د قلبونو په تل کې به تل پاتی پاتې وي. د لوړ تخیل خاوند قدرمن سالک صیب ته د لوی څښتن تعالی څخه د لاسعادت، ځلا، او سرلوړۍ هیله کوم، خدای تعالی دې دده ستوری زمونږ د پښتو ادب په بوستان کې جاویدانه او ځلانده لري.