د جلا وطنۍ ځنکدن«د زړه درد»:

 

مسافر مه وژنې خاونده
په ځنکدن کې د وطن ارمان ورځينه
سهار وختي مې نوی تياری نيولی وو چې  دفتر ته ولاړم شم له کوره زنګ راغی له معمول سره مې ټليفون پرې کړ ځکه پلار مې تل دا خبره کوي چې زه زنګ در وهم تاسو زما مصرف مه کوی زنګ رانه وهی او بیرته مې ورته ټليفون وکړ له هغې خوا مې پلار راته په نيولي غږ وويل:« کور يي که د باندې؟» ور غبرګه مې کړه:«کور يم» ويل يي لږ د باندې و وزه يوه پټه خبره درته کوم.
په بیړه را و وتم او پلار مې راته خبره داسې پیل کړه:« زويه! يوه خبره درته کوم خو کوښښ به کوې زړه کاڼی کړې، د اوریدو وس يي پيدا کړې او تر هغه چې ما نه وي درته ويلي په کور کې يي نور هيڅ چاته هم ونکړې.» ما هم ورته ښه کړه  او ورته مې کړه چې هله ژر کوره خیر خو دی څه شوي دي پلار مې په نيولي غږ راته وويل:« د مسافر او له وطنه لرې حاجي خان په اړه خدای خپله پریکړه وکړه هغه نور زموږ په منځ کې نشته، د تللو له کاروان سره يو ځای شو او د تل لپاره له موږ بیل شو.» پلار مې څو وړې وړې سلګۍ وکړې ټلیفون پرې شو، زما هم رنګ الوتی وو په بیړه خونې ته د ننه شوم ژر ژر مې د موټر کيلي پيدا کړه ټلیفونونه او کتابچې مې را واخيستې ډير مې کوښښ کاوو ځان عادي وښيم څو نور را باندې پوی نه شي خو د لاسونو په لړزيدا او وارخطايي مې ميرمن پوی شوې وه ډیر يي راته وويل چې څه کيسه ده ان تر دې چې تر موټر پورې لوڅې پښې را پسې را وو وته حيران حیران يي راته کتل خو يو ډول مې د يوې دروغجنې افسانې په ويلو سره ځان تیر کړ له کوره را و وتم او په ډيرې چټکۍ سره مې موټر ته حرکت ورکړ او په لوی سړک کې مې موټر څنډې ته ودراوو بې واره مې وژړل، اوښکې مې پر مخ روانې شوې او د خپل يو عزيز او خوږ انسان په شهادت مې د زړه مراندې پرې شوې خو شکر چې د الله د ډيرو لورينو تر څنګ يي پر بنده ګانو د ژړا او اوښکو لورينه هم کړې که چیرته ژړا او اوښکې نه وی نو ددې غم زغمل آسانه نه وو بس په کوګل کې بل اور به مې په اوښکو واژه خوتر خپل پلاره مې ځان ځکه ښه او خوش چانسه باله چې لږ تر لږه مې د ژړا ځای درلود.
حاجي خان زموږ د ځوان نسل يانې تره زامنو تر ټولو مشر هغه وو ټولو به ورته «ادا»«تره» وايه، زما د پلار يوازې وراره نه بلکه زوی،ښه ملګری او د راز او نياز سړی وو،مشرانو ته به يي دومره حيا ورکوله چې له ځوانۍ تر زړبودۍ يي د مشر تر مخ حتی د سګرټ لګولو جرأت هم نه کاوو، پلار به مې تل ويل چې حاجي خان پوره ديرش کاله کيږي سګرټ څکوي خو موږ ته دومره حيا راکوي چې هيڅ يي پرې ګیر کولای نه شو.
خدای بښلی حاجي خان په تنکۍ ځواني کې سعودي ته تلی وو، پوره شل کاله يي له وطنه لرې يوازې د يوې ګولې حلالې روزي په خاطر سختۍ په ځان منلې وې په خپل کور کې مغرور، ژوندی او خندانه انسان وو خو مسافري يي خندا او غرور مات کړی وو په څو کلونو کې به يو وارې کور ته را پيښيده تر دې مخکې به يي په راتګ او تګ خبريدم خو له کله چې ژوند پسې اخیستی يم يوازې په تګ به يي خبریدم او هغه به هم داسې چې زموږ په کور کې به يي شپه کوله.
له شهادت څخه څه باندې يو کال مخکې کله يي چې رخصتي پوره شوې وه او بیا يي د مسافرۍ وری يا بار تړلی وو زموږ کره راغی له کوره راته زنګ راغی او میرمنې راته وويل چې ادا راغلی که کيږي لږ وختي راشه زه يي چې له راتګه خبر شوم  په دفتر کې مې کار په بیړه خلاص کړ وختي کور ته ولاړم زما او دده ستړې مشې داسې وه لکه اوس چې له سعودي راغلی وي يو بل مو په غیږ کې سره نيولي وو بې واره يي ښکلولم رډ رډ يي راته کتل ډيرې کيسې مو سره وکړې خو دا وارې يي خبرې له ناهيلیو ډکې وې، د غربت او مسافري له ژونده يي شکايت کاوو پخوانۍ مستې يي نه وه پاتې په ږیره کې يي سپين ويښته ډير شوي وو او دوه خبرې يي تل راته کولې:« د تره زو لږ پوروړی یم چې دا وارې لاړ شم دا پورونه خلاص کړم نور نه ځم بس راځم په خپل وطن کې ریړه چلوم سعودي ته دې خدای د حج لپاره ور وله خو د خواري او غريبي ځای نه دی بس هسې عمر پکې ضايع  کيږي خو هيڅ ډول انساني حقوق هلته مسافرو ته نه ورکول کيږي   او بل سږ کال امان الله له دولسم ټولګي څخه فارغيږي که بې نتيجې شو نو نور يي ته غم کوه ځکه امان الله ډير لایقه دی د خپل ټولګي اول نمره ده.»
دا خبرې يي يو ډول راته عجيبې ښکاريدې ما هم تل ورته دا خبره کوله چې ته هيڅ انديښنه مه کوه د ځوانانو د درس مسولیت زما دی انشاالله چې پوهنتون به لولي.
د کانکور پايلې اعلان شوې رښتيا هم امان الله لکه د زرګونو نورو ځوانانو په څير بې نتيجې شوی وو، ټلیفون يي راته وکړ او تر جوړ پخیر وروسته يي راته وویل  چې امان څه  وکړي ورته مې وويل چې کابل ته دې  راشي او دلته مې يو ملګري ته عذر وکړ چې په کوم پوهنتون کې يي په لږ فيس سره شامل کړي همداسې وشول او له خدایه شکر ګذار یم چې امان الله ته يوازې يو کال پاتې دی او که خدای کړي وو په راتلونکي کال کې به له پوهنتون څخه فارغ شي خو د پلار يي د امان الله د فراغت د لیدو ارمان پوره نه شو او نور د تل لپاره له موږ بیل شو.
زموږ د شته کورنۍ د جوړښت د بنسټ ډبره زموږ مرحوم تره حاجي ارسلاح ډيره محکمه ايښې که څه هم د دریو وروڼو شته اولاده ، لمسيان او ان کړوسيان تر درې سوو اوړي ولې لا هم د ورور، وراره،يو کور او يو وجود مينه زموږ په زړونو کې شته، ژوند زموږ کورنۍ ته  ډيرې ټکسرې راکړې، ډير وارې پر موږ سختې ورځې راغلې خو زموږ د خدای بښلي تره ايښی بنسټ هيڅکله هم ونه نړيد.
اوس نو زموږ په مسافرۍ کې شهيد حاجي خان نور زموږ په منځ کې نشته،نور يي نه يوازې واړه بچيان موږ ته پريښودل بلکه زموږ پر سر يي د مشرتوب او مينې سيوری هم د تل لپاره ودرید او زموږ زړونه يي په غمجن افغانستان کې چې تل پکې وينې روانې وي داغلي کړل.
په پای کې له موږ بیل شوي او د تللو له کاروان سره يو ځای شوي حاجي خان ته له منان ربه هغه دنيا ګل او ګلزار غواړم او الله دې وکړي چې ددې دنيا د سختيو له امله مسافر شهيد ته په هغې دنيا اجر ورکړي که څه هم مرګ حق اوپريکړې يي رحمن خدای کوي خو خاکي بنده ته د مرګ  د خبر اوريدل آسان نه وي خو شکر  چې د مرګ د پريکړې تر څنګ يي پاتې شونو ته صبر هم خدای ورکوي که د رحيم خدای د صبر لورينه نه وی د شهيد حاجي خان جنازې ته لس ورځني انتظار شونې ده زموږ واړه زړونه اوبو کړي وی.
په غربت کې شهيده!
هغه دنيا دې جوړه شوه، نور ته له دنيوي ستړو د تل لپاره خلاص شوې، د ابديت په خوب ويده شوې، تاته  خدای همدا لیکلي وو الله دې تاته په دې دنيا د ګاللو زحمتونو اجر درکړي او موږ ته دې خدای صبر راکړي او بیا دې خدای زموږ کورنۍ له داسې وير او غم څخه وساتي.
جنتونه دې ځای او د ابدي ژوند کور دې په رحماني نور او رحمتونو روښانه.
او په پای کې له ټولو ملګرو څخه هم مننه کوم چې له موږ سره يي زړه سوی وکړ، مينه يي راکړه، موږ او زموږ ویرجنې کورنۍ ته يي تسلیت و وايه.
خاورې قلنګ دې زورور دی
ځوانان خوندي کړې را لیږې تش پالنګونه