پــــــښتون کــــــه سوځي لــمبه کيږي د چا زور نه مني
جـــــرقې د سرو لــــــمبو جګيږي خو سور اور نه مـني
زما د وطـــــن جــــــنډې ته چيرته په ترڅ ونــه ګـــــورې
د پـــــښـتنې پيغـلې الــــــــوان چـــيرته پيغـور نه مـني
ورشــــه پــــــوښتنه د انګريز او کـــــافر روس نه وکـړه
بــــــيخ به ستا هم وځــــي دا زوی د پښتو مور نه مني
د پښتون ننګ باندې غورځنګ په بې ننګۍ مه کوه
شنــــــــې به دې وباسـي په سوړو پـــــردی مُور نه مني
نه يــــــادوم درته غـــــــيرت د خـــــپل شهـيدو خويندو
مـــــــلاله پريږده،رحيمه دې نـــــــن په کـــــــور نـه مـني
وروستي