اخترونه ځي او راځي!

 
لوی اختر ته یواځې په خیر دوه شپې پاتې دي خو ډېری ماشومان اوس هم په ښار کې لیدل کېږي چې کاغذونه ټولوي له بلې خوا هره ورځ مو هېوادوال شهیدان کېږي او د اخترونو سره مخه ښه کوي، چې دغه حالت خورا خواشینونکی دی له دغه حالت څخه د وتلو یواځنۍ لار سوله ده نو په همدغه خاطر د جنګ د دواړو غاړو څخه هیله کوم چې پرېږدي چې هېوادول مو دا لوی اختر په خوشحالۍ سره تېر کړي او هېوادوال مو پاتې ژوند په سوله کې تېر کړي.
 
ورونه شئ یو بل ته غاړې ورکړئ، یو پر بل باور وکړئ او د سولې ښایسته فضا رامیتځه ته کړئ، دواړه د یوې افغانۍ مور بچیان یاست درد او تکلیف مو یو دی ، هېواد مو یو دی، تاریخ مو شریک دی بهرنیو ته نوره اجازه مه ورکوئ چې افغان په افغان ووژني ، د خپل هېواد ورانېدل اسلام نه دی اسلام د پرمختګ دین دی .
د یو بل د وژلو په ځای یو د بل سره د مرستې په کولو فخر وکړئ او د هېواد په ابادۍ ځانونه اتلان کړئ.
افغانسان اوس هم له ټولو هېوادونو څخه زیات یتیمان، کونډې او معیوبین لري راځئ ټول په ګډه خپل ګران هېواد افغانستان له دغه سخت حالت څخه راوباسو ترڅو راتلونکو نسلونو ته په تاریخ کې بد یاد نه شو.
افغانستان ډېر بااستعداده خلک لري چې دغه بااستعداده خلک د جنګ دواړو خواوو کې شتون لري او که چېرې دغه بااستعداده خلک سره یوځای شي نو هېڅ سخته نه ده چې خپل ګران هېواد په یو سم لوری روان کړو


افغانستان اوس هم د فساد په نوم لړ کې دوهم ځای لري مونږ مسلمانان یو او په اسلام په لرلو فخر کوو او د اسلام په مبارک دین کې رشوت اخیستل او ورکول حرام دي نو د ټولو هېوادوالو څخه هیله کوم چې د رشوت خورۍ څخه ځانونه وساتئ، ځکه فساد او بې اتفاقي ده چې زمونږ هېواد او هېوادوال یې له سختو ستونزو مخ کړي دي.
 
ترهغې به د اخترونو په خوند پوه نه شو چې په هېواد کې سوله نه وي د رب څخه په ټوله نړۍ او بیا په خاص ډول په خپل هېواد کې د سولې غوښتونکی یم ربه د جنګ د دواړو غاړو ترمینځ د باورفضا رامینځته کړې، جنګ ورک کړې سوله غواړو ،د اسلام لاندې ژوند غواړو، علم غواړو، مینه او محبت غواړو یو پرمختللی، سمسور افغانستان غواړو.