
د کریکټ لوبه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر ړنګیدو وروسته پیل شوی لوبه ده، ددې تر څنګ د سولې شورا هم په ۲۰۰۹ کال کې جوړه شوه
دلته به وګورو چې کریکټ بورډ د سولې او خلکو ته کار په پیدا کولو کې ډیر کار کړی او که د سولې شورا.؟
د کریکټ بورډ کالنی مصارف یو میلیون ډالر د دولت له خوا او پنځه لکه ډالر بهرنۍ مرستې دي.
د سولې عالي شورا کالني مصارف شاوخوا دوه نیم میلیونه ډالر دي چی ځینې نورې پټې پیسی هم لری
کریکټ بورډ په هر ولایت کې تر ۱۵۰ زیات رسمي لوبغاړي لري چې بورډ ورته معاش هم ورکوي یو خو یې کار ورته پیدا کړی او مصروف کړي یې دي بل خوا د نیشه یی توکو او نورو ورانکارو فعالیتونو څخه یې هم منع کړي دي،
وایي هغه ټولنه چې وکړي یې مصروفیت ولري یوه ارامه او هوسا ټولنه به وي
ددې ترڅنګ په کلیو بنډونو کې هغه بې کاره او نالوستي ځوانان چې په اسانۍ سره غولول کیدلی شي هغه اوس په کریکټ سره مصروف دي او بل د ملي لوبډلې لوبې چې پر تلویزیون ښودل کیږي او یا په کلیوالي کچه د ځینو سیالیو موږ شاهد یو چې ډیری ځوانان یې د نشه یي توکو او ورانکارو فعلیتونو څخه منع کړي.
د ملی لوبډلې لوبغاړي سیمي او نړۍ ته هر وخت د سولې پیغام رسوي ددې ترڅنګ د ملي لوبډلې بریاوي په خلکو کې یو ډول د وطني مینې روحیه را ژوندی کوي او خلک هیوادنۍ مینې ته هڅوي
بل خوا د سولې عالي شورا کلني مصارف یې هم زیات دي خو کارونه یې په صفر کې ضرب دي په دومره کالونو کې دوی داسې کوم لوی مخالف چې په نړیواله سطحه مشهور وي د سولې پروسې سره یو ځای نه کړ
یواځي په کال کې دریش څلویښت بزګران چې د ظاهر شاه د وخت ټوپکونه هم ورسره وي وایي د سولې پروسې سره یو ځای شول.
نو اوس ثابته ده چې کریکټ بورډ ښه روان دی، راځئ دکریکټ بورډ لمن ونیسو او د قومي او سمتي تعصبونو څخه تیر شو تر څو په نړیواله کچه مشهور شو او ځوانان مو د نشایي توکو او هر ډول ورانکارو فعلیتونو څخه وژغورل شي.
په درنښت