سریال د فکر او عقیدې تخریب!



جګړه ډیر ډولونه لري، چې یو ډول یې فکري چګړه ده. کومه چې د سریالونو،فلمونو او نورو مطبوعاتي لارو په واسطه پر مخ وړل کیږي.  دا جنګ هم د ټوپک او مرمۍ د جګړې په شان ناوړه تاثیرات  لري چې عملاً یی په ټولنه کې  وینو،د کومو هیوادونو سریالونه چې دلته خپریږي لکه ترکیه، ایران او هند دوي زموږ فکرونه یرغمل کوي . دوی دغه فکري جګړه د ټوپک په واسطه نه بلکه د دغه سریالي وسلې په واسطه ښه په شدت روانه کړي ده.
له کوم وخت څخه چې دلته د سریالونه خپریدل پیل شوي دي ، ډیری ماشومان او نوی ځوانان یی له خپل اصیل فرهنګ څخه زړه توري کړي دي او پردي فرهنګ ته یې مخه کړي ده . زمونږ مشران هم د هند، ایران او ترکیی د سریالونو د لوبغاړو څخه دومره متاثر شوي دي چی والدین افغانی ماشوم ته هندی یا ترکی نوم ږدي.،ټولنه یی په رواني ناروغیو مبتلا کړي ده.  نن ورځ د سریالونو پر منفي تاثیراتو خلک پوهـ شوي دي خو بیا هم د سریالونو کتل  لکه فرض لمونځ غوندې ګرځیدلي دي.
له سریالونو  څخه د نالوستو خلکو او په خاصه توګه د ماشومانو ذهنونه (حافظې) چې  ډکیږي، ډیری ماشومان به تاسو لیدلي وي چې داسې ډایلوګونه کوي چی فکر به وکړې د سریال کوم لوبغاړی او هیرو دی خو بیا که په ښوونځي او مدرسه کې استاد د خپل مذهب په اړه پوښتنه ترې وکړي چې د چا په مذهب یې دای به ختماً وایې چې اول د  فولاد علمدار او بیا د سردار قوماندان ځکه  فکر یې د سریالي وسلې په واسطه تخریب شوی دی.
زموږ ښځینه طبقه چې اکثریت یې نالوستي دي د هغوی فکر دومره پوخ نه وي ځکه  ښوونځي او مدرسې ته تللي نه وي ، نو تاسو ووایئ چې د دوی فکر او د عقیدې تخریب به ډیر آسانه نه وي؟
موږ او تاسو شاهد یو وینو یې په کومه ورځ چې د سریال اداکارې نوي جامې اوغوستې وي صبا ته په مارکېټ کې پیداکیږي ښه مثال یې د مدهوبلا په نوم کالي دي چی مارکیټ یی ښه ګرم دی
بل دا چی عقیدوی مسایل هم دیر مهم دي  ، کله چې په سریال کې اداکاره خپل بګوان ته په کومه طریقه د دعا  لپاره لاسونه لپه کوي اوس په هغه طریقه زموږ ډیری سریال ځپلي ښځې هم د خپل رب نه دعا غواړي.
سربیره پر دې کورنۍ او ټولنیزی ستونزې  هم د دغو سریالونو له برکته زیاتې شوي دي،دوی چې کوم څه د تلویزیون پر مخ  ویني فکر کوي چې بس همدا نړۍ ده ،خو زموږ په ټولنه کې د هغه عملی کول څه چې فکر کول یې هم ګران دی بس همدا یې په کور کې د بدبختیو، ځان وژنې او د کور څخه د تیښتې لامل ګرځی
زموږ د ټولنې د بدبختیو او شاته پاتې کیدو یو لوی لامل هم همدا سریالونه دی چې ټولنه یې د راز راز کړاونو سره مخامخ کړی ده
نو ښه دا ده چې خپله ښځینه طبقه او ماشومان د دې بدبختیو څخه وژغورو تر څو یوه سالمه پرمختللي ټولنه ولرو.

په درنښت
شفیق احمدزی