
نن بیا هم د تل په څیر د کابل ښار بڼه بدله وه، ډېرو خلکو په خپلو موټرو موټرسایکلونو او بايسيکلونو د جمیعت تور سپین او زرغون بیرغونه لګولې وو، د کابل ښار اوسیدونکو په څیرو کې له لرې اضطراب ښکارېده، دا لنډغر د شهيدانو اونۍ ته تیاری نیسي چې خپل زور بې وسه کابل ښاریانو ته ور وښيي له نن نه پنځلس کاله مخکې چې کله د جمیعت قوماندان احمد شاه مسعود د القاعدې ښکار شو له هغه وروسته یې ټول جمیعتيان او د شمالي ټالوالې خره غوایان په وحشي ډول نمانځنه كوي. هر کال چې ۱۸ مه نیټه د سنبلې شي د شمالي ټلوالې څه خره او غوایان چې دي د وسلو سره د کابل ښار واټونو ته وچ په زور را ووځي، د دې لنډغرو نه حکومت مخه نیوی شي نه يې بل کوم ښکرور.... سبا پنجشنبه بیا د سنبلې اتلسم دی له پرون را هسې په کابل ښار کې نا قانونه وسلوال او دې جمعیت ګوند بیرغونه تر سترګو کیږي سبا ته به بیا دې کابل بېچاره ښاریان تر پوزې را ولي، سبا ته به بیا د شمالي ټلوالې لنډغر د هوايي ډزو په کولو څومره کابلیان مړه او زخميان کړي، سبا ته به بیا د شمالی ټلوالې لنډغر او سیاسي ماشوم خپل زور په بې وسه کابل میشتو وآزمایي، سبا ته به بیا دې کابل په سړکونه کې د انسان په جامه کې حیوانات انسانانو ته خپل زور معلوم کړي. دا حالت پښتون قوم ورو ورو د انزوا په لوري کش کوي، د ډیرو پښتنو به سبا ته له شته حکومت نه کرکه وشي ډېر افغانان به سبا ته په خپله رایه پیښمانه شي، کله چې د شمالي ټلوالې نا مشروع حرکتونه وویني د دولت مخالفې خوا طالبانو را تګ ته به زړه ښه کړي، دولت په خپله په زور خلک دې مخالف طرف ته کش کوي، ځکه اصیل افغانان دا حالت په کابل ښار کې نشي زغملې او ورو ورو د خلکو تمايلات د مخالفینو طرف ته زیاتیږې په دا کې به ټول حکومت ځینې پښتانه ګرم وي. او بله خبره دا اونۍ څه وخت مخکې حکومت د شهيدانو په نوم کړه افغانستان هغه هیواد دی چې هر کلی او هر ولایت یې په سلګونه شیهدان لري خو دلته دا اونۍ یوه قوم یو ګوند او یوې سیمې انحصاره کړي ده ټوله پړه به په دولت نه وراچوو دا اونۍ دا فغانستان د شیهدانو اونۍ ده نه د یو قوم او یو ګوند خو دلته یو قوم چې شیهدان یې د ټولو قومونه زیات دي بیخي د مرګ په درانده خوب ویده دي هغه پښتون قوم دي . زه به قسم درته وکړم هغه پښتون چې خپل پښتون ته تکړه دى که نن له ډاره د خپل شهید غازي تصویر د کابل په واټونو کې لګوی شي او له ډیره ډاره داسې فکر هم نه کوي چې دا اوني خو یوازې د یو قوم شهیدانو ته نه ده ځانګړي زموږ هم ده پښتنو بیدار شئ خپل حق وپیژنئ دا خلک به سبا ته په موټرو لیکي چې موږ د خرسان اوردو یو په مخه کې ورته ودریږی ورته ووایي چې دا څه خرکوسي مو پیل کړي ده دا کابل خو څه ستاسو د مور نه دی چې هر څه مو زړه وي کوئ یې کږه خوله یوازې په سوک سمیږي دا خلک به تر څو پورې موږ ته خپل زور په وچ زور ښايي او تر څو پورې به موږ د مرګ په خوب ویده وو والا چې داسې د مرګ په خوب ویده پاتې شئ سبا ته به یې درنه د کورونو نه تورسرۍ جګې کړي وي. دا وړه خبره نه ده دغه خلک په موږ په زور دې سقاو زوی تصویر تحمیلوي په موږ تپلي شوی قهرمان مني که داسې ویده پاتې شو سبا ته به ګورې چې د دولت خزانې نه یې په وچ زور د سقاو زوی قبر لپاره بودجه بیله کړه، او موږ افغانان په وچو وچو سترګو ورته ګورو او یوازې به پټ په زړونو کې سوزو دا سقاویان دومره سپین سترګي شوي دي چې په خپلو موتړو یې د خراسان نومونه لیکلي دي دا خلک د افغانستان نوم نه مني دا خلک زموږ شهیدان نه مني همدا لنډغر زموږ غازیان تل په بده یادوي همدا خلک زما او ستا هویت نه مني او همدا لنډغر انسانیت نه مني اسلامیت نه مني او افغانیت نه مني.
و ماعلينا إلا البلاغ