هسې په غـــلا زمـــوږ کوڅو ته په دې خوا ، مه راځه
کـــه سولـــه نــــه راوړې اخـــــتره نــــــو تنهـــا ،مه راځه
زمــــــوږ کـــــوڅـــــو ته وسله وال غله په غدۍ راغلــي
دلتـــه اختره تش خـــالـــــي ﻻس خــــامخــــا ، مه راځــه
مـــوږ د باروتو د لــــــوګيــــــو په تيارو کــــــې ورک يــو
نشي چـــې ﻻره په کـــې ورکـــه شي د ستا ، مــه راځه
دلتـــه تياره ده ماشومــــان له خـــپلو ميندو ورک دي
اوس د محشر غوندې په موږ کې ده غوغا ، مه راځه
زمــــوږ لـــه غـــــمه سترګې سرې دي، درخـــــندلــی نشو
هسې په خپل راتګ به وکړې پښيمانتيا، مه راځـه
واوره اخـــــــتره ! دا خـــــــــبره د قـــــــــــيام ومنــــــــــــه
دلته په موږ کې ته اوس نه لرې اشنا ، مه راځـــــه
کــــــه بيا دې سولــــــه راملګرې کــــړه په بيړه راشه
ســـــتـا د راتګ ﻻره بــــــه کـــــــړو په باڼو ويړه راشه
الحاج الهام الدين قيام ، والدورف _ جرمني
وروستي