(لومړی برخه)
مصنوعي سپوږمکۍ دبشر په لاس هغه جوړ شوي ساختمانونه دي،چې په فضا کې دځمکې یا هم نورو سیارو په چاپېر چورلیږي.ددغه سپوږمکیو په واسطه د معلوماتو لیږد راليږد په طرزالعمل کې انقلاب راغی،او دځمکې لویه کره یې دیو کوچني کور په څېر وګرځوله.دفضایې سپوږمکیو په واسطه دغږ انتقال د تلیفون له لارې،دتصویر انتقال دتلوېزیون له لارې، دمعلوماتو متقابل ليږد دانټرنټ پرمټ او ... د نور دسرعت معادل انتقالیږي.همدا ډول دجنګي موخو،داالوتکو ، او کشتیو په کنټرولولو ،دځمکې په قشر کې رامنځته شوي تغیرات،دځمکې دمختلفو برخو دهوا په وړاندوینه ،او نورو ګڼ شمېر مواردو کې دفضایي سپوږمکیو نه ګټه اخیستل کيږي،او دبشر په ژوند کې یې یو انقلاب رامنځته کړی.
تاریخچه:
په خقیقت کې دسپوږمکیو یادونه د ادوارد اورټ هیل په مقالو کې شوي،نوموړي په ۱۸۶۹م کال کې یوه مقاله خپره کړه،چې دداسې سپوږمکیو نه پکې یادونه شوي وه چې،د ځمکې شاوخوا څرخیږي.په ۱۹۴۵م کال کې دلومړی ځل لپاره برتانوي عالم آرتورسي کلارک خپلو علمي تخیلي نظریاتو ته دعمل جامه ورواغوسته،او ویې کولای شول یوه ارتباطي سپوږمکی ژيو سنکرون یا دکلارک په مدارکې دځمکې څخه ۳۶۰۰۰ کیلومتره په ارتفاع داستوا کرښې له پاسه ځای پر ځای کړي،او درادیويي او تلوېزیوني سېګنالونو دپراخېدو لپاره لار هواره کړي.
دځمکې مدار ته لومړی توغول شوي روسي سپوږمکۍ اسپوتنیک ـ ۱ ( چې په روسي ژبه کې لومړی سفر ته وایي ) نومیږي ،چې په ۱۹۵۷م داکتوبر ۴ دځمکې په مدار کې ځای پر ځای شوه، ورپسې دامرېکا متخده ایالاتو داکسپلوررـ ۱ ، فرانسې د آسټریکس ،اوپه همدې دې ترتیب له دې نیټې وروسته فضا ته دسپوږمکیو استول زیات شول،او مختلفو هېوادونو دمختفلو مقاصدو لپاره فضا ته سپوږمکۍ وليږلې. مونږ غواړو ددغه سپوږمکیو دفعالیت په کړنلاره لږ څه ناڅه رڼا واچوو.
جوړښت:
د فضایي مصنوعي سپوږمکیو جوړښت خورا پیچلی او مغلق دی،چې دغه پيچلتیا دابتدا نه دنویو مقاصدو،اوڅېړنو په اساس مخ په تزاید ده.مونږ نه غواړو دسپوږمکیو کلي جوړښتیز موارد مطالعه کړو،او دلته شوني هم نده،اما صرف غواړو یو سرسري نظرد هانس زاس الماني مهندس په واسطه د ډېزاین شوي فضایې سپوږمکی (۱۹۶۸م ) ځینې کلیدي برخې نومونه او وظایفو څخه یادونه وکړو.
تصویر کې ورکړل شوي برخه او نمبر په ترتیب سره واضخ کوو.

1. لمریزې تختې چې دسپوږمکۍ قدرت اوطاقت په ګوته کوي.
2. اخیستونکي او ورکوونکي انتنونه دي چې معلوماتي سېګنالونه دځمکې نه راټولوي،او بېرته يې ځمکې ته لیږي.
3. موتورونه او مخرکه ماشینونه دي ،چې دسپوږمکی خرکت او توازون برابروي.
4. لوی پارابولیک کاسه ډوله انتنونه چې ،سېګنالونو په ليږد راليږد کې مرسته کوي.(نارنجي رنګ)
5. کوچني پارابولیک کاسه ډوله انتونه چې، سېګنالونو په ليږد راليږد کې مرسته کوي.(نارنجي رنګ)
6. ښکته لمریزې بېټری چې ،دڅلورو تختو لروني دي.(سور رنګ)
7. پورته لمریزې بېټری چې ،دڅلورو تختو لروني دي.( سور رنګ)
8. کله چې سپوږمکی په مدار کې ځای پر ځای شي،دکومک په ډول لاندنی لمریزې تختې خلاصوي. (خړ اسماني رنګ)
9. دکومک په ډول پورتنی لمریزې تختې خلاصوي (خړ اسماني رنګ )
10. دسپوږمکی مخرک اصلي توغندیز موتور (ابي رنګ).
15,14,13,12,11کوچني کنټرول کوونکي موتورونه دي چې،سپوږمکی دهغې په واسطه په مدار کې په ښه ډول خپل موقعیت ټاکي. (شین رنګ)
فضا ته دسپوږمکی استول،په مدار کې ځای پرځای کول،سېګنالي سېستم،او اقسام به انشا الله په راتلوني برخه کې دروړاندې کړو... .
سرچينه:
http://www.explainthatstuff.com/satellites.html