ولې خدای خالق نلري!؟ (علمي استدلال)

 داسوال اکثراً دفلسفي او متذبذب مذهبي پیروانو په اساس مطرح کیږي. اصلاً داسوال چې خدای چا پیدا کړ غیر منطقې ځکه دی چې، د خدای لفظ تعریف صراحتاً وایي چې خدای یو غیرې مخلوق خالق دی، نو که بیا هم دا سوال کوو په خپله دخدای لفظ تر سوال لاندې راځي. په اوس وخت کې دا سوال لږ په لفظي مترقي شکل داسې مطرح کیږي: که دکائناتو خلقت یوعلت ته اړتیا لري، پس دخدای وجود ولې علت ته اړتیا نلري؟ او که دخدای وجود علت ته اړتیا نلري، پس کائنات ولې علت ته اړتیا لري؟

راځو ددې سوال ځواب په په مدلل شکل ارایه کوو.
هرڅه که پیل ولري، یو علت ته اړتیا لري، دا چې کائنات پیل لري او کنه په لومړی قدم کې دا په اثبات رسوو. په دې اړه ګڼ شمیر کره دلایل موجود دي، اما موږ دلته دترموډينامیک پراساسي قوانینو دا موضوع ترازو کوو.

دترموډینامیک لومړی قانون: په کائناتو کې موجوده انرژي پایداره او دایمي ده.

دترموډینامیک دوهم قانون: دکاري یا مصرفي انرژی مقدار مخ په کمیدو دی. یا په بل عبارت په جهان کې دانټروپي مقدار مخ په تزاید او ماکسیمم حد ته رسیدونکی دی. هغوی چې شاید دانټروپي له لفظ سره نا اشنا وي باید ووایم چې، انټروپي یو ترموډینامیکي کمیت دی چې دانرژي دویش معیار څیړي. څومره چې دانرژي خپریدا زیاته وي، نو هغومره دانټروپي مقدار هم زیات دی. ځینې کسان انټروپي لفظ د "بې نظمۍ" په معنی تعبیروي کوم چې کاملاً یو اشتباه ده، ځکه په داسې یو قانونمند طبعیت کې بې نظمي هېڅ معنی نلري. که چیري انټروپي په یو نقطه کې مد نظر ونیسو، نو دانټروپي مقدار به اضغري یا مینیمم (دکائناتوپیل) ؤ، اوکله چې انرژي په منظم شکل ټولو اړخو مساوي وویشل شوه، نو انټروپي ماکسیمم خالت ته نږدې کیدونکي ده، چې دا یو عدالت او تساوي ده نه بې نظمي.

راځو دا دوه قوانین نتیجه ګیري کوو. که دکائناتو انرژي مقدار ثابت او دمصرفي انرژی مقدار مخ په تنزیل وي، نو پس ویلای شو چې جهان ابدي او دایمي پایښت نلري. ځکه خامخا به یوه ورځ دانټروپي مقدار اعظمي شي او دمصرفي انرژي مقدار به مینیمم حد ته ورسیږي او کائنات به له منځه لاړ شي. همدا ډول ویلی شو چې کائنات په مشخص وخت دفوق العاده زیاتې انرژۍ په اساس شروع شوی، کوم چېرته چې دانټروپي مقدار اصغري او برعکس دمصرفي انرژۍ مقدار اعظمي وو.

همدا ټول د کائناتو دانبساط موضوع هم دا ثابتوي چې کائنات پیل لري، ځکه که کائنات دمنبسط کیدو په حال کې وي نو خامخا باید یو وخت په نقطه کې متمرکز وي کوم چې دجهان پیل دی.

پس چې کائنات پیل لري، نو علت هم لري. او که څوک وایې دکائنات دتشکیل علت خپله کائنات دی، ځکه دمنلو نه دی چې هېڅ شی دخپل ځان داختراع وړتیا نلري. بیرته راځو اصلي موضوع ته. که کائنات علت لري نو بیشکه چې علت یې خدای ( الله ج) دی، ځکه دخدایتوب لفظ دهمدې لفظ وراخوا دبل لفظ سره هېڅ تشابهت نشي کولای، خو اساسي سوال دادی چې دخدای علت بیا څه دی؟

ددې لپاره دالبرت انشټين انقلابي او هیجاني عمومي نسبیت نظریې ته ورګرځو چې په کراتو تجربتاً دروسته او دقیقه ثابته شوي. انشټین وایي زمان دمادې او فضا سره نږدې اړیکه لري او یو دبل سره نه بیلیدونکي دي، پس ویلی شو چې زمان هم دمادې او فضا سره یو ځای پیدا شوی دی. نو دا چې دخدای دتعریف په اساس خالق دهرڅه دی، دزمان خالق هم دی. نو نه شو کولای خدای دهغه زمان په ابعادو چې خپله یې خلق کړی منحصر او محدود کړو، نو چې خدای زماني پیل نلري نو پس علت هم نلري.

که دا ټول دلایل په نظر کې ونیسو پس ویلای چې کائنات دیو ماورای کائنات او فوق طبیعې قدرت په اساس تخلیق شوي، دکوم لپاره چې زماني پیل نشته او دا چې زماني پیل نلري نو نه پای لري او نه هم علت ته اړتیا لري. که دطبیعت موجوده قوانین منو نو دا خبرې باید ومنو. دا شواهد همدا ډول ثابتوي چې فوق جهاني قدرت ډېر زیات با هوشه او باشعوره دی، او دا بل څوک نه دی هماغه زموږ رب الکائنات الله ج دی.

منابع: بیلابیلې انټرنيټي پاڼې
 
نوټ: " دا چې اکثراً دوستان اوږدې لیکنې لوستو ته حوصله نلري، نو ما هم وغوښتل څو لیکنه دوه برخو کې خپاره کړم، خو دا چې تاسو پکې دوه زړي نشئ نو ځکه لیکنه مې ټوله خپاره کړه. لیکنه لږ دقت ته اړتیا لري نو هیله مند یم چې پرې پوه شئ."