لس هغه وېرې، چې مونږ  له پرمختګه غورځوي

 
دهغو څېړنو او بحثونو په پايله کې، چې د ارواپوهنې متخصصانو له خوا ترسره شوې پوهانو وېره پر دوه برخو وېشلې، غريزي او غير ضروري .
په دې مقاله کې مو دغه دوه ډوله وېره  جلا جلا تشريح کړې او  له هغې  وروسته مو د وېرې هغه ډولونه هم تشريح کړي چې شايد زمونږ پر  ژوند،  زمونږ پر کار او کسب  اثر ولري او دهر ډول  وېرې لپاره مو دحل لاره هم  وړاندې کړې ده .
الف: غریزي وېره
دغه ډول  وېره آني او ژر تېرېدونکې وي  لکه کله، چې تاسو له  يوې  پېښې سره مخامخ کېږئ، دوېرې ټکان مو مغز ته انتقاليږي او د اندرالين د ترشح کېدو لامل ګرځي، دزره  درزا مو لوړيږي ،په  لړزيدو اخته کېږئ او ممکن خوله هم  وکړئ. مګر دغه حالت ژر پای ته رسیږي او عادي حالت  ته راګرځی.
ب: غیر ضروري وېره
هغه  بې غږه  وېره،چې مونږ نيسي او زمونږ  په افکارو کې هغه ريښې غزوي،مونږ فلجوي او له حرکته مو غورځوي. مونږ همېشه دتل پاتې خطرونو لکه له  دندې له لاسه ورکول، ناروغي او نورو سره مخامخ کېږو. په دې  وخت کې وېره يوازې له مونږ څخه دمثبت فکر کولو ځواک اخلي .
که چېرې مو اجازه ورکړه، چې  دغه  ډول وېرې  په اګاه ډول تاسو بدن ته لاره پيدا کړي، تاسې به له خپلو هدفونو او پرمختګ څخه لرې کړي. خپلې وېرې مو وپيژنئ،  هغه له منځه يوسئ او د برياليتوب پر لور حرکت وکړئ .
لس هغه وېرې، چې مونږ  له پرمختګه اچوي.
۱ له ماتې خوړلو وېره :
ټول له ماتې  خوړلو وېرېږئ، ولې؟  دماتې قبول یعنې له شرم او خجالت سره مخامخ کېدل. که چېرې مونږ خپل ځان  ته  ددې کار اجازه ورنکړو نو هېڅ ډول ماتې به ونه خورو او هغه  شرم او خجالت چې پر مونږ را تحميل شوی تحميل نه کړو.
دحل لاره:
له ځانه وپوښتئ ستاسو لپاره بده پېښه چې  رامنځ ته شي کومه يو ده ؟
مړه کيږئ؟ دتل لپاره به له منځه لاړ شئ؟ ځواب مو سل په سلو کې منفي ده .بده پېښه چې شايد رامنځ ته شي دابه وي، چې تاسو به نهيلي شی او د دوهم ځل لپاره به  دې ته اړ شئ، چې له صفره ېې پيل کړئ .
 
۲ له ناپېژاندو شيانو څخه  وېره.
راتلونکی ضمانت نه لري، ممکن دخپلو هيلو او هدفونو د پوره کولو لپاره په يو ناپيژندل شوې ځمکه قدم کېږدئ. بايد هوښياره واوسئ مګر نه  په هغه اندازه فرصتونه، چې دمسوليتونو دقبلولو له  ډاره ېې  چې تر اوسه ېې لا لری له لاسه ېې ورکړئ. دمسوليتونو منل او ننګونې د هدفونو لپاره ډېر ضروري دي .
د حل لاره:
خپل شاوخوا له هغو خلکو څخه ډک کړئ، چې خطر منونکي وي، هغه خلک، چې تاسو تشويقوي .له هغو ډار اچونکو خلکو څخه، چې د امن په  غېږه کې ژوند کوي او تا هڅوي ، چې ددوی په څېر شه  لرې اوسه .
۳ له بدلون څخه وېره
دخپلو هيلو په لوري  دحرکت په  وخت کې شايد ځېنې شيان او يو شمېر اړيکې له لاسه  ورکړئ. ممکن د هيوادونو او يا سازمانونو له بدلون سره  مخامخ شی  له هغو حرکتونو سره، چې تاسو له نويو شرايطو او تجربو سره مخامخ کوي .
له نويو شرايطو وېره ممکن ستاسو څخه فرصتونه واخلي يا حتی له وېرې پرته  مو له مخامخ ماتې سره مخ کړي .
دحل لاره:
ددې بدلون پرلوري مو قدمونه پورته کړئ. که چېرې ستاسو په سازمان کې دپرمختګ بدلون وي تاسو دهغه سازمان او کارکونکوپه اړه څه پوهيږئ؟ څنګه پوهېږئ زيات معلومات لاس ته راوړئ؟ که په دنده کې مو نوی بدلون راغلی وي او يا بل ځای  ته لېږل کيږئ څنګه کولای شئ له نويو شرایطو څخه ځان خبر کړئ؟ که  داسې يو څوک پېژنی، چې ستاسو سره په  دې شرايطو يو شان وي، له هغه سره مشوره  وکړئ همدې وخت کې د مثبت بدلون پر لوري قدم پورته کوی او وېره مو اراميږي .
۴- دنه منلو څخه وېره.
يو سوداګر لوی فکر لري او دخپل کار دسرته  رسولو لپاره تصميم نيسي. په  دې برخه کې قدم پورته کوي او دې ته ليوالتياښيي، چې خپله طرحه  له نورو سوداګرو سره شريکه کړي . خو ناګهانه ،هېڅ ! ولي؟ ځکه  ددې طرحې له ردېدلو وېريږي، هسې نه چې طرحه ېې رد شي.
دحل لاره:
ردېدل  دردناک دي. ټول پوهېږو اوشايد مخکې  مو هم تجربه کړی وي. مګر خوشبختانه ددې موضوع لپاره ښې بېلګې شته.
دهري پارټر رمان ليکوال (جی کې رولينګ) دکتاب له چاپېدو مخکې ۲۰۰ ځله دخپرندويه ټولنې له خوا ونه منل شو، خو دخپرندويه ټولنې مشر تصميم ونيو، چې وروستی چانس هم وازمويي، چې بالاخره ېې کتاب چاپ شو.که ردېدل يوه طبيعي خبره ده چون ليدلوري بېلابېل دی. که څوک ستاسې نظريه رد کړي، ښه پېښه ده، چې رامنځ ته شوه، ديوچا پيدا کېدل هلته مهم کېږي ،چې تاسو او ستاسو ليد لوری ومني.
۵ دتېرو له تکرار څخه وېره
مونږه  ټولو ترخې پېښې تجربه کړې دي لکه ماتې، دبدلون په تطبيق کې نابرياليتوب، دخلکو په ټاکنه کې اشتباه  ...او نور . اوس هم  دنوي حرکت پر لوی زمونږ ټولې تېرې  شوې وېرې ځای  لري او مونږ له مخته تګ څخه په شا کوي .
دحل لاره:
تاسو اوس  دتېر په پرتله  ډېر عاقل او پوهه ياست. ډېر زيات  څه مو زده کړي دي  او سربېره  ددې  په دې پوهېږئ، چې په اوسني ژوند کې څه وکړی او که چېرې مو د ژوند په چارو کې کې پرمختګ وکړ دغه  ډول وېره به مو نوره هم کمه شي .
دغه ډول  وېرې مو له ځانه لرې کړئ، ځکه په تاسو پورې اړه نه لري .
۶  له نويو اړيکو وېره
دنويو هيلو پر لور حرکت  او بدلون  له نويو اړيکو سره مل وي. دغه بدلون  دهغو کسانو لپاره، چې پخوانۍ اړيکې خوښوي  او يا د نويو اړيکو په  جوړولو کې ستونزه لري سخت کار دی . که  تاسو هم  ددې  ډول خلکو له ډلې  څخه ياست  ددې پر وړاندې  دقيق کار کول په کار دي .
دحل لاره:
د نويو اړيکو له جوړولو څخه  ولې وېرېږئ ؟  ايا دافکر کوئ، چې نوي خلک به تاسو ته په احترام قايل نشي ؟ دغه  تصور  د ردېدلو وېرې ته  ورته دی او که چېرې تاسو له ځانه سم تصوير ونه لری، شايد له دې څخه هم  زياته  وېره ولری.
خپله ټوله پاملرنه مو د ټولنيزو برياليتوبونو پر لور واړوی. دغه کار په  واقيعت کې ښه پايله ورکوي. خو که چېرې پر ځان باندې باور نه لرئ نو ښه خبره داده، چې يوه ارواپوه يا له  ډاکتر سره اړيکه ونيسئ.
۷ له مخالفته  وېره
زمونږ د ټولو زړونه  برياليتوب غواړي. هغه کسان چې زمونږ خوښيږي له  مونږ سره موافق وي مونږ د ارامتيا حس لرو.اما داسې نشي چې  مخاليفتونو ته تن  ورکړئ  او له خپلو هيلو سره مخه  ښه  وکړې.
دحل لاره:
مخکې له  هر څه شايد دې ته اړ شی، چې ديوې مودې لپاره له خپلو مخالیفينو سره اړيکه پرې کړئ. يا شايد ددې مخاليفتونو له امله  ټيټ سترګي وګورئ  دغه خلک دکار په وخت کې ځان سره پرې نه ږدئ.
يوشمېر خلک شته، چې ستاسې په  ژوند کې وجود لري، چې دمخالفت له لوري ستاسې په هدفونو پسې وي. دغه خلک تل وېرېږي او دغه په خپله په خان پورې اړونديږي نه په تاسو پورې .
۸  دنورو پروړاندې  دنه کنټرول وېره.
شايد احمقانه په نظر درشي مګر کله چې له هغه چاپيرياله چې پر خلکو ېې کنټرول لری هغه نوي چاپيريال ته چې پر خلکو ېې کنټرول نه لرئ لاړ شی، نو کيدای شي دخپل پېژندل شوي شخصيت يوه برخه له لاسه ورکړئ او دا شايد ويرونکي واوسي .مګر نننی ځواک او هغه استعداد، چې تاسو ته ېې پر نورو برتري  درکړې وه اوس هم پر ځای پاتې دی .
دحل لاره:
په دې فکر وکړئ، چې کله، چې مدير نه ياستی خاص مسوليت هم نه لري او ازاد یی.
۹  دزړه ماتۍ څخه وېره .
دغه موضوع  ستاسې په شخصي ژوند پورې اړه لري تر کاري ژونده پورې .
پخواني زخمونه، مونږ د نويو اړيکو څخه وېروي او مونږ د يوې عاطفي اړيکې چانس له لاسه ورکوو، هغه اړيکه، چې کولای شي زمونږ د ژوند عاطفي ټکی شي.
دحل لاره :
خطر مننوکي شئ. خپله غېږه مو د هغو فرصتونو پر لور خلاصه کړئ، چې  يوه نوې اړيکې له ځان سره دروړي. کولای شئ، چې ارام او هوښيارانه  ډول په  دې لاره قدم کېږدئ  اما کله چې  يوه عاطفي اړيکه  رامنځ  ته کېږې  ستاسو ټول  ژوند  به له پرمختګ سره مخامخ شي او دغه پرمختګ به ستاسې دکاري ژوند او هيلو ته د رسېدو په وخت کې ښکاره شي .
۱۰ له برياليتوبه  وېره:
عجيبه به په نظر درنشي ؟
اما کله،چې د خپل هدف پر لور حرکت محتاطانه وي.
ځنډ کول،په دې کار کې همېشه يو هدف لری، چې په هغه مشغول ياست. له هدف اېښودنې څخه وېره ستاسو اصلي ستونزه ده. که  چېرې دغه هدفونه تر سره شول د بيا لپاره کوم هدفونه لرئ؟ که ځان ته  مو هدف  ونه ټاکه نور به څه ووايي؟
دحل لاره:
په ډېر خوند دخپلې موخې پر لور حرکت وکړه! که چېرې په دې کار لاس پورې کړې او له رضايته ډک احساس دې وکړ هر وخت به په دې کار باندې ووياړې. د ژوند دوام په خپله په تاپورې اړه لري. ځينې يوازې يو هدف لري او ټوله هڅه ېې پر هغه لور وي .ځينې دې ته ترجيح  ورکوي، چې نور هدفونه  هم ولري .
ايا له داسې وېرو څخه مخامخ شوي ياست؟ شايد،چې ځواب مو مثبت وي.