ددې لپاره، چې پوه شو جنايي ارواپوهنه څه ده، لومړۍ به د عمومي ارواپوهنې تعريف ته يوه کتنه وکړو، داروپوهنې هدف روښانه کړو او هغه نورې څانګې، چې له جنايي ارواپوهنې سره اړيکې او تعامل لري وپيژندو.
د ارواپوهنې تعريف
د ارواپوهنې علم د ذهنې پروسې او کړو وړو مطالعه ده .
کړه وړه:هر ډول ارګانيزم ځواب، چې د ننيو او بهرنيو حرکتونو پر وړاندې تر سره کېږې کړه وړه وايو، چې په مستقيم يا غير مستقيم ډول د ليدو وړ وي .
ذهني پروسې : هغه هيجانات، احساسات او نګيزې، چې خلک ېې تجربه کوي، ذهني پروسې وايي او د خلکو لپاره په مستقيم او غير مستقيم ډول د ليدو وړ وي .
ارواپوهان هڅه کوي، چې انسانان د علمي لارو چارو په واسطه تر څيړنې لاندې ونيسي. ددې کار څخه د هغوی هدف دادی چې دغه کار د انسان د توصيف او وړاندوينې لامل کېږي .
د جنايي ارواپوهنې تعريف
جنايي ارواپوهنه د جرمي شخصيت پيژندنه ،دلايل او د جرمي انګيزو مطالعه ده، چې دغه لايل او انګيزې په ټولنه منونکي، ټولنيز کيدل، د ماشومتوب د وخت تجربې، د ژوند چاپيريال او همدارنګه جنتيک رول په يوه جرمي شخصيت کې د هغه جرم پورې اړوندېږي . يا په لنډ ډول کولی شو داسې ېې تعريف کړو((د هغو رواني کړنو مطالعه ده، چې يو انسان په جرم کې رول لري ))
هغو کړو وړو ته چې د ټولنې د قانون مخالف وي جنايي کړه وړه ويل کېږې . جنايي کړه وړه په خپله يو ډول ټولنيز کړه وړه دي.هر ډول کړه وړه، چې په ټولنه کې رامنځ ته کېږې او د ټولنيزې ارواپوهنې له زاوېې څخه تر څيړنې لاندې نيول کېږي ټولنيز کړه وړه ويل کېږي .
زيات شمېر ځانګړي فکټورونه موجود دي، چې ټولنيز تعاملات رامنځ ته کوي .دغه فکټورونه په عمده ډول په پنځو برخو ويشل شوي دي .۱ـ د نورو خلکو طبيعت او کړه وړه.۲-ټولنيزشناخت(فکرونه او د نورو خلکو په اړه زمونږ خافظه).۳- د ځای بدلون.۴-ټولنيز او فرهنګي فرصتونه چې ټولنيز کړه وړه ترې رامنځ ته کېږي .۵ –د ژوند طبيعي اړخونه چې په ټولنيز رفتار پورې اړه لري.
د جنايي ارواپوهنې موضوعات
جنايي ارواپوهنه په کلي ډول عمومي ارواپوهنه، باليني ارواپوهنه، روانکاوي (تجزيه او تحليل) او د هغو برخو مطالعه، چې يو مجرم څنکه په يو جرم باندې اخته کېږي او مخنيوی ېې کېږي .
د جنايي ارواپوهنې هدفونه
۱ د جنايي اروابوهنې لومړنی هدف د يوه کس هغه مطالعه، شناخت او علتونه دي چې هغه په جرم باندې اخته کوي .
۲-د احتمالي پيښو مخنيوی، په دې منظور، چې د يوه کس جرم د نور خلکو له خوا تکرار نشي او همدا ډول په خپله د مجرم له خوا هم داسې عمل ونشي، چې جرمي اعمال ېې تکرار شي چې لاندې موارد پکې شامل دی .
الف- بيا رغونه او د مجرمينو درملنه
ب- د ټولنې بيا منل او د درملنې دوام
3 له قضايي ارګانو سره مرسته تر څو داسې ټولنيز، اروايي، فرهنګي، اقتصادي او د يني قوانين منځ ته راوړي، چې د مجرمينو په ښه والي کې مرسته وکړي.
جنايي ارواپوهنه او نور علمونه
جنايي انسان پېژندنه: هغه علم دی، چې جسمي ځانګړتياوې او د بدن اعضا مطالعه کوي، کوم چې د جرم رامنځ ته کېدو په وخت کې رول لوبوي.
جنايي ژوند پيژنده :د ژنتيکو اړخونو د څيړنې علم، د ژوند پيژندنې تولګی او د جرم پيښېدو په وخت کې د هورمونونو اثرات.
جنايي ټولنپيژندنه: ډله ايزه جنايي ټولنپيژندنه، نژاد، چاپيريال او ټولنيز علتونه، اقتصادي، فرهنګي جرمونه او مجرمان تر څيړنې لاندې نيسي .
جزا پېژندنه (د ساتنې علم) : دجرم پېژندل او د هغې کټګوري کول ، د زندانيانو مدريت او دمجرمينو لپاره سمه فضا رامنځ ته کول .