
ډېرکلونه به دې هيله تېرشول چې ګواكې نن به په هېوادکې سوله راځي يا سبا به سوله راځي، خو زموږ دغه آرمان پوره نه شو، ځکه پر هېواد موتپل شوې جګړې دا موقع نه راکوي، چې آرام ژوند وکړو. د هېواد دښمنان تل هڅه کوي چې په هېواد کې مو سوله را نه شي. دوی خپلو شومواهدافوته زور ورکوي اوغواړي چې خپلې اقتصادي اوسىاسي ننګونې پرموږ تحمىل کړي؛ خو بىاهم زموږ ولس نه غواړي چې د هېواد په كورنيو چارو کې يې پرديان لاسوهنې وکړي.
ولې دهېواد د دښمنانو سرونه پر دې نه خلاصېږي چې موږ دچا له خوا د هېواد ورانولو او دخپلو وروڼو د وژلو په موخه تحرىک شوي یو او لا مو تشوىقوي. زموږ غولېدلي افغاني وروڼه هم لګىا دي د پردىو په اراده او قومانده خپل کور ورانوي، دافغانانو وینې تویوي او هرڅه يې چې زړه وغوښتل هماغسې کوي. داچې د ړانده او کاڼه په څېر یې تاوانونه ځان ته رسېږي او له ګټو يې پردي مستفىد کېږي بىاهم له دغو کړنو څخه لاسنىوى نه کوي.
جګړه هغه بدبختي ده، چې دملک هرڅه له منځه وړي. په جګړه کې وینې تويېږي، اقتصادي ستونزې رامنځته کېږي، دپوهنې دروازې بندېږي او په ټولنه کې وېره، وحشت او دهشت خپرېږي، نو اړىنه ده چې نور په خپل هېواد کې دغه ناوړه پديده له منځه یوسو. څه باىد وکړو؟ او څنګه يې بايد مخنىوى وشي؟ دا هغه سوالونه دي چې د دولت په چوکاټ کې دسولې عالي شورا ته راجع کېږي. یاده شورا هم باید وکولى شي چې د دولت او وسله والو مخالفىنو ترمنځ منځګړىتوب وکړي، ترڅو دسولې شورا لپاره هم یوه لاسته راوړنه وي، ځکه چې دا شورا له جوړېدو راپه دې خوا تردې مهاله پر دې نه ده توانېدلې،چې وسله والې مخالفې ډلې په کوم ډول د سولې او په هېوادکې دامنىت په راوستو کې د ځان پر خوا راماتې کړي، ترڅو دجنګ جګړو مخه ونىول شي او مخالفې ډلې ته هم په حکومتي چوکاټ کې ځاى ورکړي.
کومې ناندرۍ چې په هېواد کې شتون لري او افغاني مخالفې ډلې، چې د دولت پروړاندې جنګېږي، دايوه کورنۍ موضوع ده، چې دحل لپاره يې خپله افغانان بايد سره کېني اویادې ستونزې په خپل منځ کې په افغاني دود او دستور سره حل کړي. خو هغه بهرنۍ کړۍ چې له موږ سره جنګېږي دهغو رىښې باىد له بېخه واېستل شي. ددې لپاره په لومړۍ قدم کې زموږ پرسپېڅلې خاوره دګاونډىو هېوادونو د مداخلې مخه باىد ونىول شى. دولت ته لازمه ده، چې له دوى سره د یوه میکانىزم د رامنځ ته کولو له پاره دیپلوماتىک تماسونه ونىسى او د پرله پسې غونډو په ترڅ کې دغو موضوعاتو ته جديت ورکړي، چې نور افغانستان ته خپل جنګىالي راونه لېږي اونه هم بايد ورسره مرستې وشي، ځکه دا زموږ د هېواد پروړاندې په ښکاره دښمني ده. په ظاهر کې دوى ځان افغانانوته نږدې دوست ورپېژني، خو په باطن کې دافغانانو سرسخت دښمنان دي. دا ددې تجربې څرګندويي کوي چې څه موده وړاندې دپاکستان يوې چورلکې دلوګرپه ازرې ولسوالۍ کې د دولت ضد جنګىالىو ته پىسې رالېږدولې وې، چې بىا چورلکه دوسله والو له خوا په ناپوهۍ چې ګوندې د افغانستان د دولت ده، را ښکته کړاۍ شوه او له ځان سره يې د هغې عمله هم برمته کړه، خو کله چې دوى پوه شول چې دا دپاکستان چورلکه وه او له عملې سره يې پىسې وې، برمته کسان يې بیرته ژوندي د پاکستان خاورې ته واړول. دا یوځل نه دى، بلکې په سل هاوو ځله پاکستاني پوځىان زمونږ په خاوره کې له افغان حکومت سره جنګېدلي او په جنګ کې وژل شوي اویا ژوندي نىول شوي، نو همدا ټولې نړۍ ته ثابته ده، چې د افغانستان يوازنى دښمن پاکستان دى. اوس نوڅنګه پاکستان ته قناعت ورکړل شي، چې په افغانستان کې نوره لاسوهنه ونه کړي، خو دا قناعت ورکول او له دې کاره پاکستان منعه کول یوڅه وخت نىسي، خوبايد پاکستان په خپله قناعت وکړي او نور زموږ په ملک کې لاسوهنه ونه کړي. ټول افغانان دملي يووالي پر ټغرکېني، د ډ لبازیو، سمت بازیو، ژبنيو تعصباتو، ګوندبازیو اونورو لارو څخه تېرشي او جګړو ته دپاى ټکى کېږدي. داسې وخت به بیا انشاالله راشي، چې پاکستان اونورګاونډي هېوادونه دافغانانودیوموټي کېدو ننداره وکړي اوګوته پرغاښ هک اوحیران وي اوتل به يې مخونه دسکاره په څېر تورپاتې شي.
راځئ افغانانو! همدانن خپله زړورتىا دجنګ له لارې نه، بلکې دملی یووالي او وحدت له لارې ثابته کړو، چې موږپه خپل هېواد کې د تلپاتې سولې غوښتونکي یو. اوچاته نوره اجازه ورنه کړو، چې زموږ په کورنىو چاروکې پټې اویا په ښکاره ډول لاسوهنې وکړي او زموږ ګران هېواد وران او وىجاړ کړي. بس ده، ډېرې تباهې اوبربادۍ مو ولىدلې، ډېر تنکي او زلموټي ځوانان مو له لاسه ورکړل. بس دى، نورې مبارزې اوسرښندنې بايد دیوموټېوالي او یووالي لپاره وکړو، نور خپګان پر خوښىو اوخوشحالىو بدل کړو، نو انشاالله برىالىتوبونه، دهېواد پرمختګ او هوساىنه به زموږ په برخه وي! نور دتارىخ تورې کرښې پر زرىنو کرښو بدلول داتحاد اوډاډمنې سولې دټىنګېدوسبب كېږي. نودافغانانو یووالى او دمخالفو ډلو اوحکومت جوړجاړى؛ داهغه څه دي، چې زمونږ دتلپاتې سولې تضمين کولى شي، خو تنها په نارو، ژمنو او خبرو سوله نه رامنځته کېږي، بلکې باىد دعمل جامه ور واغوستل شي. نوراځئ چې همدا نن په خپلو کې ملي يووالى تجربه کړو، د ورځو په تېرېدو به دهېواد په ګوټ ګوټ کې امنىت ټىنګ او دسولې پىغامونه به په هرځاى کې ځان ته سپىن رنګ غوره کړي. انشاء الله
شېرمحمد امیني «ستانکزى»