ناوړه دودونه

 
په افغاني ټولنه کې ناوړه دودونه ورځ تربلې زیاتیږي چې دا زمونږ په تاریخي افغاني منلي کلتورپورې هیڅ ارتباط نه لري. افغانانو ددغو ناوړو دودونو رواجول د بهرنیو هیوادونوڅخه تقلید کړې. په ټلویزیوني چینلوکې کوم سریالونه چې خپریږي، زیاترو هیوادوالو دسریالونوپه کتلو ډیر دودونه زده کړي چې نه افغاني فرهنګ دی اونه کوم شرعی حکم لري. بلکې برعکس، داچې ددې ناوړو دودونو څخه ګټه اخلو، دشریعت له مخې ناروا عمل دی، ځکه په اسلام کې اصراف ناروا ګڼل شوې. بل داچې دنورو هیوادونو چې هغه غیراسلامي هیوادونه وي بیا دهغوی کلتور پراسلامي هیوادونو کې پلې کول اودهغوی تقلید کول هم  اکثرا ضرور نه دي. د خپلو منل شوو کلتوری رواجونو او چاندونو څخه تیریدل او بیله کوم عقلاني دلیله د نورو د کلتورونو منل زمونږ په اصیل افغاني کلتور باندې تیری دی.
دلته باید ووایم چې کلتور او رواجوانونه د تاریخ په اوږدو کې تغیر او تکامل کوی. هر هیواد ځینې ناوړه او یا زاړه شوی او له کاره لویدلی دودونه پریږدی او پرځای یې نوی دودونه را منځته کیږی. خو دا تکامل او بدلون باید د خپلې ټولنې له ګیډې د ننه رشد وکړي او د داخلي اړتیاوو په پایله کې را وزیږیږي. پوهان وایی چې که هر نسل د پخوانی په شان ژوند کولای او تغير یې نه منلای، د بشری ټولنی اوسني پرمختګونه به غیر ممکن وای. خو دا تغیر  باید د ناوړه دودونو تقلید او یا د نورو هیوادونو کلتوری یرغل ته د تسلیمیدو په معنی نه وی، بلکې د خپلې ټولنې د عینې اړتیاوو نه را زیږیدلي وي.
د پردیو ناوړو دودونو د تقلید زیانونه تر ګټو زیات وي. لومړي په کورنۍ  او بیا په ټولنه کې کړکیچونو را پیدا کوي او ټولنیزي او سوله ئیز ژوند ته ضرر رسوی. یو له بله سره  د دوستانو په مناسباتو کې ستونزي او بې اړتیا تشریفات رامنځته کوی چې اقتصادی زیانونه هم لری.  ځکه زمونږ دګران افغانستان ډیري وګړو اقتصادي وضعیت ښه ندی، که د ډیرو کمو خلکو اقتصادي وضعیت ښه وي، نو که چیرته ځیني شتمنې کورنۍ  په ناوړو دودونو لاس پورې کړي، دبیلګې په توګه د کوژدنې کره پنډې وړل، دا اختری شو، دا نوروزي، یاداچې په کوم کورکې چې هلک پیدا شې بیا د ناوې پلارګنۍ هغه لپاره بستره چې ورسره ډیر نور څیزونه  وي وړل کیږي، داسې نورې بیلګې هم شته لکه دنوي زیږیدل شوي هلک د نوم ایښیودو او هلک دسنتي کولو لپاره محفلونه جوړول او داسې نور. نو دا دودونه ورځ په ورځ وده مومي اولکه چې وده یې کړې ده. دا بډایې کورنۍ به يې توان لري، خو بیوزله کورني چې په ورځنیو مزدورۍ اودلاس په خوارۍ  څه ګټي، آیا هغه به خپل کور وچلوي اوکه دغه دودونه لپاره ګټه وکړي. خو دکور ګټې لپاره همدا نارینه دي، چې ګټي او زیاتره ښځې بیا دا ګټې داسې بربادوي، ته به وايې چې مفته راغلي دي، دکور سرپرست بیا کوښښ کوي، چې په سیستماتیک ډول خپله کورني وچلوي، ولې ځیني ښځې بیا د رقابت له مخې ناوړه دودونه چې پورته ذکر شول هغه ترسره کوي، وايې چې دفلانکي له کورنۍ څخه باید کمه را نه شم اوپه دې کار خلک ښه راته ووايي. کوردې د داسې ښځو دغنمو څخه ډک شي، پریږده فلانکی اویا فلانکۍ چې هرڅه کوي خپل کار يې دی، له خپل بار نه به وتلی شي، خو ته به څه کوې؟ د خپل خاوند زحمتونوته دې وګوره تمامه ورځ په یوې مړې پسې له کوره وتلي وي اوبیا ته دغه ناوړه غیراسلامي دودونه پرځان عملي کوې.
ددې لپاره، چې دټولوافغانانو ژوند دیوافغاني فرهنګ په رواجولو او افغاني اصیل فرهنګ ته وده ورکول شي، د ناوړو دودونو پرځای دې خپل دپلرونو اونیکونو د فرهنګ په پل قدم کیږدي او ددغو غیرافغاني او غیراسلامي فرهنګ نه دې په جدي ډول ځان وژغوري. دا چې زمونږ فرهنګ په خپله ټولنه کې پرمختګ وکړي، دعامه پوهاوی په رسولو کې افغاني تلویزیونونه باید خپل فرهنګي پروګرامونه په لاره واچوي. دپردیو سریالونه دې حکومتي اړونده اداره چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دی مخه دونیسي. دولت دې هم باید ددې ناوړو دودونو دمخنیوي لپاره یو قانون وضعه کړي، ترڅو خلک ددې قانون ترچترلاندې خپل کلتور ځلانده وساتي او د ناوړو دودونو څخه خلاصی پیدا کړي. دولت باید په تلویزیونو دا شرط هم کیږدی چې د پردیو سریالو پر ځای پخپله افغانی تولید شوی پروګرامونه خلکو ته وړاندې کړي.
د بې ځایه رسم او رواجونو تقلید د مصرف د زیاتوالی سبب او په کورنیو، او اجتماعی کې د ستونزو د را پیدا کیدلو سبب ګرزي، نو راځی چې ټول په یوه اتفاق ځانونه ترې نه وژغورو.
شیرمحمدامیني «ستانکزی»