اختر

ما د ارمان په وينو
سره کړل لاسونه درته
ما وېل
چې رابه شې ته
داختر ورځو کې به
درته په لاره ډېوې
بلې کړمه
په سرو منګولو به مې
د سرو ګلونو پاڼې
تلې کړمه
يو يو غمی به مې د اوښکو
ستا د پلو په زيارت
نذر کړمه
خو ته رانغلې اشنا
خو ته رانغلې اختر بيا راغلو
غم دې پر ما مېلمه شو
بيا راغلو
خو ته رانغلې اشنا
خو ته رانغلې ...!!!